Homeخبرونهيوناما:حاکمه اداره دې د افغانانو د انساني کرامت او حقونو ناورين پای...

يوناما:حاکمه اداره دې د افغانانو د انساني کرامت او حقونو ناورين پای ته ورسوي

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر ( يوناما) نن د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حاکمې ادارې وغوښتل، چې د انساني کرامت او حقونو د نقض بحران پای ته ورسوي.

دغه دفتر طالبان د بشري حقونو په اړه د افغانستان د پخوانيو حکومتونو د کړو ژمنو په عملي کولو مکلف ګڼلي دي.

يوناما په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د لومړنيو حقونو په ژر تامين ټینګار کړی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د ښځو پر وړاندې په شدت سره يو سخت دریځه قوانین، چې دغه ډله یې اسلامي شريعت بولي، حاکم شوي او د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا ښځې یې له ټولنې حذف کړي دي.

طالبان بيا په دې اړه ادعاوې ردوي او ادعا کوي، چې د ښځو او بشر اصلي حقونه په نړۍ کې دوی تر هر چا ښه تامين کړي دي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۷۵ کاله تصويب شوه، چې افغانستان یې له لومړنيو ۴۸ ملاتړو هېوادونو څخه و.

2 COMMENTS

  1. له انسانه د انسانیت توقع وکړئ نه له دې بې تمدنه وحشیانو نه. دوی د نارسیزم او ساديزم په دواړو ناروغیو اخته دي، له دې کارونو خوند اخلي، او په افتخار یې مشران د دداسې مناظرو سیل ته ورځي.

  2. د پتنګ د لیکنی سره همغږی یم
    تالبیزم د انسانی کرامت دښمنان او ستر قاتلین دی
    او همدا وحشی تګ لاره د خپلی کامیابۍ راز ګڼی او پرمخ يی بیايی. همدا رنګه افغانانو ته دا کومه د حیرانتیا خبره نده ځکه چی د تالبیزم اساس او بنیاد په وحشت او تور جهالت ولاړ دی او دانسانی کرامت په نوم هیڅ داسی شی نه پیژنی.

    خو د حیرانتیا خبره داده چی ملګری ملتونه لا اوس هم د وحشی او درنده تالب نه د انسانی کرامت د احترام غوښتنی کوی پداسی حال چی هرڅه يی د سترګو په وړاندی دی او ددې وحشی ډلی له هری کړنی خبر لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...