Homeخبرونهیونیسف:۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف:۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په یوه تازه راپور کې له زده کړو څخه د ۴،۲ میلیونه افغان ماشومانو د محروميت خبر ورکړی.

د راپور له مخې، د دغو کسانو ۶۰ سلنه ېې نجونې او ۴۰ سلنه نور هلکان دي.

سرچینه په مشخص ډول د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز کندهار يادوي، چې ۸۵ سلنه افغان نجونې پکې له زده کړو څخه محرومې دي.

د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده هم په دغه ولايت کې، چې د طالبانو د رامنځته کیدو اصلي مرکز دی، اوسيږي.

یونیسف په ورته وخت کې د ۳۰۰ زره هغو افغان ماشومانو يادونه هم کړې، چې د یونیسف په لنډ مهاله ټولګيو کې يې د روان میلادي کال په ترڅ کې زده کړې کړي او تر ۵۵ سلنې زده کوونکي ېې نجونې دي.

یونیسف په دې راپور کې پر افغان معارف د اقتصادي ناورين د بدو اغېزو يادونه هم کړې او ویلي، چې د ۱۰ میلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیونه وږو افغانانو لپاره په راتلونکي میلادي کال کې ۱،۶۵ میلیارده ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...