یکشنبه, مې 5, 2024
Home+«هېڅ ډول مرګ نه شي کولای، داسې طلاغږ، نسکور کړي!»

«هېڅ ډول مرګ نه شي کولای، داسې طلاغږ، نسکور کړي!»

پوهندوی آصف بهاند

(د افغانستان د موسیقۍ ملکې مېرمن قمرگلې ابدي بېلتون) 

ما کشتهٔ سازیـم، چا سازیـم خوایا

بر مردهٔ ما طبله و سارنگ بیارید

قمرگلې هم د لارورکولارویانو د حسرتونو او ناهیلیو په لړو کې ډک زړه سترگې پټې کړې، خدای دې وبښي.

د زړورتیا نړیواله جایزه باید د پښتو موسیقۍ همدې ملکې او بلبلې ته ورکړل شوې وای، ځکه چې قمرگلې په داسې ټولنه کې په کلونو ـ کلونو د خلکو د پوهولو او خوشالتیا لپاره غږ جگ کړ، چېرې چې د خلکو پر ذهن باندې د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار حکومت کاوه.

زما لپاره قمرگله هغه قهرمانه ده چې ټول عمر یې له خپلې ښکلې طلایي حنجرې نه په دودیزو قیوداتو کې د بندي افغان مېرمنو مظلومیت غږ وطنوالو او نړیوالو ته ورساوه.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!

آصف بهاند

قمرگلې هم د لارورکولارویانو د حسرتونو او ناهیلیو په لړو کې ډک زړه د ۲۰۲۲ ام کال د دسمبر پر نهمه (۹) سترگې پټې کړې، خدای دې وبښي.

د زړورتیا نړیواله جایزه باید د پښتو موسیقۍ همدې ملکې او بلبلې ته ورکړل شوې وای، ځکه چې قمرگلې په داسې ټولنه کې په کلونو ـ کلونو د خلکو د پوهولو او خوشالتیا لپاره غږ جگ کړ، چېرې چې د خلکو پر ذهن باندې د «ښخه یا په کور یا په گور» شعار حکومت کاوه.

زما لپاره قمرگله هغه قهرمانه ده چې ټول عمر یې له خپلې ښکلې طلایي حنجرې نه په دودیزو قیوداتو کې د بندي افغان مېرمنو غږ وطنوالو او نړیوالو ته ورساوه، هغې خپله دنده ترسره کړه، او ډېره ښه یې ترسره کړه، هغې هيڅ انسان حتی کوم ژوندی موجود ازار نه کړ، تل یې د مینې زمزمې وکړي او د مینې د یوې ریښتینې استازې په ډول یې د خلکو په ذهن کې مینه او خوند وکاره.  

زموږ د سندریز بڼ ملکه مېرمن قمرگله په داسې یوې ټولنې کې زېږېدلې او لویه شوې وه چې هلته موسیقي غوږل خو پرېـږده، اورېدل یې کبیره گناه گڼل کېـږي، خو زموږ د موسیقۍ ملکې هر ډول نادودو ته ودرېده، هره ستغه سپوره یې واورېده او ورته وېخدل، خو د ککرې په کومبزه کې یې د انساني مینې د ترنم نغمې غږولې، د موسیقي پر وزرونو یې الوت کاوه او د مینې او خوند پیامونه یې تر غوږنږ او زړونو پورې رسول. اوس یې چې سترگې پټې شوې د حق یوه زره یې ښایي پر اقفانستان باندې د حاکمو نویو واکدارانو له لوري نه یوازې دا چې ادا نه شي، نور مینوال او د موسیقي د بڼ بلبلان به یې هسې یادولو ته هم نه پرېښودل کېـږي.

مېرمن قمرگلې خپل ژوند له موسیقي او ترنم سره غوټه کړی و، د خپل ژوند ډېره موده یې موسیقۍ، سندرو، شعر او ترنم ته وقف کړې وه او له دې لارې یې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه د انسانانو د ارامتیا او خوښۍ لپاره خپلې همري هلې ځلې د ژوند ترپایه جاري وساتلې.

په هېواد کې داسې حالت راغی چې، د «موسیقي حرامه ده» پالیسۍ پر بنا، د موسیقي د برخې په سلگونه کدرونه یا توهین شول یا د ژوند د دایرې په تنگېدو سره وتښتېدل او یا له هېواده وشړل شول، او زموږ د مسیقۍ ملګه هم د همدې لارورکو لارویانو پر لاره پل کېښود، د مځکې د کرې وروستۍ برخې ته ورسېده، خو ارامه نه شوه، ځکه چې په خپل ټاټوبي کې یې حالات داسې راغلل چې موسیً په دار وځړول شوه او هنرمند خوار شو، خو نوره دنیا بیا د افغانستان د مویسقي کادرونو ته جایزې او ویاړمنې ډوکتوراوې ورکوي. 

حالات داسې خراب شول چې اوس نه سندرغاړی لرو نه موسیقي، که یو نیم لرو، هغه وهل کېږي او د گرېوان د شکولو ترڅنگ یې سر ورباندې رخیل کېـږي او ترټولو بده لا دا چې د موسیقۍ الې یې ترسترگو وړاندې ورته سوځول کېـږي او خپله هنرمند داسې حیران او په ژړاندو سترگو ورته گوري لکه د هغه اور په لمبو کې یې چې خپل اولاد سوځول کېـږي. دا لاندې یې یوه بېلگه ده چې یوکال وړاندې په افغانستان کې له سندرغاړي سره داسې چلن شوی دی:

«لاره اباده د قاتل د دُوکان 

قامونه چُپ دي، قبيلې چُپ دي …!

زه د انسان په زورېدلو سخت خفه کېږم ولو که کافر هم وي زه ددې هنرمند د ټولې کيسې شاهد يم ده ته بچې ورله غاړې دي د کورنۍ سرپرست همدا دى نور څوک نلري خو د وخت واکمنان چې ځانته د اسلامي قانون خطاب هوم کوي دا سړى بيابه کړ بېعزته يې کړ سپکې سپورې يې ورته وکړې حتا همدا هُنرمند اوس په ډېپرېش يا ژور خفګان اخته دى سوال دلته دى؟؟؟

اې د وخت حاکمه؟؟

ته خو مسلمان يې ځانته اسلامي قانون لرې اسلام خپل حدود لري هر څوک چې مجرم وي د اسلام په چوکاټ کې هغه ته د خپلې جزا حدود ټاکل شويدي که رښتيا دې پر لوى رب عقيده وي نو خداى ج خو درته ويلي دي چې د انسان عزت ساته ځکه خداى ج به ستا عزت ساتي له انسان سره ښېګڼه کوه خداى ج يې نيکۍ درحسابوي نو ته په کوم قانون کوم مذهب کوم چوکاټ کې يو انسان دغسې بېعزتې کوې سپکوې يې وهې يې او ويډيو ترې جوړوې ولې ؟؟؟

نوټ دا سړى سبيل سبحان نوميږي محلي سندرغاړى دى څه موده مخکې ت ا ل ي بانو وواهه د موسيقۍ ټول سامان يې ورته وسوزلو بيا يې ويډيو ترې جوړه کړه چې اوس همدا انسان په سختې ذهنۍ ناروغۍ اخته دى !

د ظلم تور نظام که د مغل وي يا د بل وي 

بابا ترې نه باغي وو زما هم ترې بغاوت دى !!!

دا لاندې د پېښې ویدیو ده چې د هنرمند په مخ کې یې د موسیقي الې د اور خورک شوې:

دې حالاتو او پېښو ته په کتو سره به زموږ د مویسقۍ ملکې څه ډول سا اخیستې وای او څه ډول به یې د ویر احساس نه وای کړی؟

د افغانستان د موسیقۍ د ملکې مېرمن قمرگلې د مړینې خبر په ډېره بېړه په ټوله نړۍ کې خپور شو، میډیا لنډ او اوږده راپورونه پرې خپاره کړل. دا لاندې د هغې پر مړینې د میډیا د راپورونو څو بېلگې دي:

تاند: 

«طلایي حنجره قمر ګله مړه شوه، ژوند لیک ېې دلته ولولئ

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې مېرمن قمر ګلې د کاناډا په ټورنټو ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړې د ۱۹۵۲ میلادي کال د جنورۍ په یوویشتمه د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په شګې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغې له اووه کلنۍ څخه په سیمه ییزو ودونو کې شوقي سندرې پيل او وروسته د نړۍ په کچه د پښتو ژبې په يوې مطرحې هنرمندې بدله شوه.

په افغانستان راډيو کې د استاد خيال تر نظر لاندې د مېرمن قمرګلې ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) او ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګو) سندرو نوموړې ډېره مشهوره کړه.

هغې وروسته له مشهور کمپوز جوړوونکي استاد زاخېل سره معرفت تر لاسه او د سندرو کمپوزونه پرې جوړ کړل.

په ۱۹ کلنۍ کې ېې استاد زاخېل سره واده هم وکړ.

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مېرمن قمرګلې ته د ( ورو، ورو کیږده قدمونه اشنا) سندرې لپاره د سرو زرو مډال هم ورکړی و.

د‌ افغانستان لومړني ولسمشر محمد داوود خان قمرګلې ته د ( زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کرم) سندرې لپاره د سرو زرو مډال ورکړی و‌.

د پاکستان پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو هم نوموړې ته په ۱۹۷۲ کې د افغانستان د طلايي حنجرې لقب او ډالۍ ورکړې وې.

همدغه لقب ببرک کارمل، ډاکټر نجيب الله او حامد کرزي هم قمرګلې ته ورکړی او د سرو زرو مډالونه ېې ورکړي وو.

 د جهادي تنظیمونو د جګړو پر مهال د مېرمن قمرګلې يو ۲۲ کلن زوی داود ووژل شو او یو ۱۹ کلن زوی یې ميرويس ورک شو.

هغې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هېواد پریښود او کاناډا ته مهاجره شوه.

د مېرمن قمرګلې د ژوند ملګري استاد زاخېل په ۱۹۹۱ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.

د افغانستان یو ډېر شمېر مشهورو فرهنګي شخصیتونو د مېرمن قمرګلې په مړینه خواشيني ښودلې او مړينه ېې یوه لویه ضايع ګڼلې ده.»

دعوت میډیا:

«د افغانستان نامتو سندرغاړې قمرګل د ډسمبر په نهمه د جمعې په ورځ د کاناډا په ټورنټو کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي، مېرمن قمرګل ناروغۍ له امله د ټورنټو په یوه روغتون کې ساه ورکړې، خو دا یې نه دي ویلي چې ناروغي یې څه وه.

مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.

د هغې مېړه زاخېل هم د افغانستان له نامتو سندرغاړو و چې کلونه مخکې مړ شوی دی.

د قمرګل زوی ایمل زاخېل هم یو ځوان سندرغاړی دی چې په کاناډا کې فعالیتونه لري او د خپل مور او پلار لاره تعقیبوي.»

بي بي سي پښتو:

«د افغانستان مشهورې سندرې غاړې مېرمن قمرګلې کورنۍ تایید کړې چې مېرمن قمر ګله له شاوخوا یوه کال راهیسې له سرطان ناروغي کړېدله او د جمعې په ورځ یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغې زوی اېمل زاخېل بي بي سي ته دغه خبر تایید کړ. ”د افغانستان د هنر یوه ستره هستي او زما ګرانه مور له تېره یوه کال راهیسې له سرطان ناروغي ځورېدله او نن د دسمبر په نهمه نېټه یې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې. ”

د اېمل زاخېل په وینا مېرمنې قمرګلې د افغان هنر او موسیقي لپاره ستر کار کړی دی ”زه په دې یقین لرم، چې زما د مور مېرمن قمرګلې هلې ځلې د افغانستان په هنر او کلتور کې هېڅکله نه هېرېږي. ”

مېرمن قمرګله د ننګرهار په ولایت کې زېږېدلې وه او له کوچنیوالي یې په سندرو ویلو پیل کړی وو. ډېر ژر مشهوره شوه او د کابل راډیو ته یې لار وموندله. د وخت له ولسمشرانو یې جایزې او مډالونه هم ترلاسه کړي وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته د افغانستان بلبلې لقب هم ورکړی وو. د کال سندرغاړې هم نومول شوې وه.

هغې له رسنیو سره په مرکو کې ویلي و، د موسیقۍ ډګر ته په ورتګ سره یې خپل خپلوانو سرخوږی ورته جوړاوه، خو پلار او یوه ورور یې چې له مخکې له موسیقي سره سر او کار درلود، د هغې ملاتړ کاوه.

مېرمن قمرګلې له مشهور افغان سندرغاړي دین محمد زاخېل سره شاګردي پیل کړه چې بیا وروسته یې واده سره وکړ. هغه مهال ډېر کمپوزونه هم محمد زاخېل ورته جوړول. لومړۍ سندره یې ”په ما مينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه ”وه.»

د افغانستان د موسیقۍ د ملکې مېرمن قمرگلې پر مړینه باندې څو پیامونه، څو اوښکې او آهونه:

د افغان جرمن پورتال د تسلیت پیام:«

د مېرمن قمرگلې د مړینې په پار

د خواخوږۍ او ډاډگېرنې پیام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د موسیقۍ د بڼ یوه نامتو او بېسارې بلبله مېرمن قمرگل وفات شوه.

انالله و اناالیه راجعون

مېرمن قمرگله د افغانستان په موسیقۍ کې په عام ډول او دافغانستان په ښځینه سندربولو کې په خاص ډول، د ځانگړي دریځ او هنري سبک درلودونکې وه. هغې د خپل ټول هنري ژوند په اوږدو کې، له خپلې طلایې حنجرې څخه د خلکو د خوښۍ له پاره غږ ویست، خوږې زمزمې یې وکړې او په ځانگړي ډول یې د افغان مظلومو مېرمنو غږ یې خپلو وطنوالو او نړیوالو ته ورساوه.

مېرمن قمرگلې د افغانستان په موسیقۍ کې ځانگړی دریځ او خپل سبک درلود، په اوسني فرهنگي بهیر او په ځانگړي ډول د افغانستان په معاصره موسیقۍ کې یې د حساب وړ کارونه وکړل او د زرو (۱۰۰۰) په شاوخوا کې سندرو شتمنه فرهنگي زېرمه یې نویو نسلونو ته د میراث په ډول پرېښوده.

موږ د مېرمن قمرگلې مړینه لویه ضایعه گڼو، دا داسې ضایعه ده او تشه ده چې د افغانستان فرهنگي ــ هنري کړیو کې به ترډېرو جبران او ډکه نه شي.

افغان جرمن کاري تیم د مېرمن قمرگلې له کورنۍ سره، په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼي، دوستانو او د هنر مینوالو ته یې د خپل تسلیت مراتب وړاندې کوي، مېرمن قمرگلې ته جنتونه، کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوي.

افغان جرمن پورتال کاري ټيم»

ډاکتر لطیف یاد تل د خپلو حقداره فرهنگیانو یادونې په ژوندینې او په مړینې کړې دي، دا دی اوس یې د قمرگلې د مړینې په پار په خپله فیسبوکپاڼه کې څه خپاره کړي دي چې زه د دهغې د یوې لنډې بیوگرافۍ په ډول رااخلم:

«دپښتو موسیقۍ بلبلې میرمن قمرګل  له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره  خدای پاماني وکړه

(زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم)

په ډیرې خواشینۍ سره مې څوشېبې وړاندې دفیسبوک او د ټولنېزو  رسنیو نه  خبر ترلاسه کړ چې دپښتوژبې نامتو سندرغاړې او  دطلايي آوازاو حنجرې لرونکې هنرمندې ميرمن قمر گله د کاناډاهېواد دټورنټو ښار په یوه روغتون کې   له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې  پټې کړې . ارواښاده مېرمن قمرګله  د ننگرهار ولايت د شگې په ولسوالۍ کې  دې نړۍ ته سترگې غړولي وې  او د افغاني موسيقي او په تېره بیا پښتو موسیقۍ او  هنر ته له هماغه کوچنیوالي نه وه ځانگړې اوستره  ډالۍ وه.

ارواښادې میرمن قمرګلې  په اووه کلنۍ کې  په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت نه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځلېدله . د ميرمن قمرگلې لومړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي – نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې په دې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري غوره فعالیتونو اوهڅو په بدل کې دملت دبابا ارواښاد  اعليحضرت محمد ظاهر شاه ، شهید  محمد داود خان او تر هغه وروسته رژیمونو کې   د خلکو او ملت په استازیتوب یې  دسروزرو مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي .

دافغانستان په جګړه ځپلي هېواد کې ددې هغې سندرې لا دخلکوپه زړونو کې ډیر ځای ونېوه چې ویل یې :  (( زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم )) او دې سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډيره وځلوله .دارواښادې  ميرمن قمر گل وروستۍ لاسته  راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا   ورته ورکړل شوی و.

ارواښادې ميرمن قمر گلې پخپل هنري ژوند کې بې شمېره سندرې ویلې دي  .دې درحمان بابا ، خوشال بابا ،  ددپښتو غرل  بابا حمزه شینواري ، اجمل خټک ،ارواښاد قلندر مومند ، ارواښاد نصرالله حافظ، ارواښاد عبدالله غمخور ،ارواښادغلام دستکیر ړنګ   اودپښتو ژبې دډیرو نورو غزلبولو شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي اوپه دغو هنري فعالیتونو کې ددې خاوند ارواښاد محمد دین زاخیل ددې پوره پوره مرسته کړې وه . ..همدارازارواښادې  میرمن قمرګلې  دپښتو ژبې  دډیرو هنرمندانو سره ګډې سندرې هم ویلي دي جې په هغو کې ارواښاد استاد ګلزمان ، ارواښاده میرمن رخشانه ، آغلې زرڅانګه،آغلې شکیلا ناز  او آغلې وجیهه رستګارنومونه یادولی شو. میرمن قمرګلې دخپلو هنري فغالیتونوپه لړکې هند، پاکستان ، روسیې  ، دامریکي متحده ایالتونو اودمنځنۍ ایشیا هیوادونو ته هم هنري سفرونه کړي ول .

ارواښاده میرمن قمرګل  يو وختي د راډيو افغانستان لخوا  د کال غوره  سندرغاړه  ونوموله شوه او  په دې وروستيو کلونو  کې د آريانا د ټلويزيون له خوا د خلکو په استازیتوب  د ښې سندر غاړې جايزه او ١٩٩٨ يم کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا جایزه او لقبونه ترلاسه کړل.

میرمن قمرګله دوه لسیزې دمخه دخپل هېواد پرېښودلو ته اړه شوه اودکاڼا ډا هیواد ته مهاجره شوه .

دارواښادې ميرمن قمر ګلې نه  درې لوڼې او درې زامن پاتې دي  .

دارواښادې میرمن قمرګلې مړینه دپښتو موسیقۍ لپاره یوه ستره ضایعه ده او ددې نوم  به  دافغانستان دهنر او موسیقۍ په تاریخ کې تلپاتې او ځلانده وي .

اروایې ښاده !»

فاروق فردا:

تنها صداست که می ماند

صدای پر طراوت ترنم و زمزمه هم خاموش شد

قمر ګل بلبل ترنم و موسيقی رخت سفر بی برګشت بست۔

از کودکی مفتون صدا و آهنګهايش بودم،آهنگهایی که پس از اولین اجرا گل می کردند و بر زبان های خاص و عام جاری می شدند.

“پر ما مينه

سترګی دې سرې دي

نن دې ډېر ژړلې دينه

پر ما مينه”

اين شعر بې قافيه, که نماد یا تابلوی یک شعر مکمل شمرده می شود ، پيش از قالب شکنی های نيمايوشيچ در شعر فارسی قدامت دارد,این شعر اولين آهنګ قمرګل بود۔اين آهنگ بنیاد ساز و ساختار دنیای موسیقی و شمایل قمرگل را در چارچوب آن شکل بخشید وبه مثابه ی اولین گام بر نردبان عروج در دل های مردم وطنش، او را همیاری کرد.

خانواده ی قمرگل، نمیدانم از ولسوالی شیوه و یا دهکده ی شگی ولایت ننگرهار به بهسود آمده بود،برادر ارشدش خان‌شیرین نام داشت و با دسته یی از هنرمندان محلی در مراسم عروسی و شادی مردم آهنگ می خواند. مردم به زودی نام خان شرین را فراموش کردند و خان شیرین به برادر قمرگل شهرت یافت.

روح ملنگ جان شاد باد که به گسترش ریتم و تال موسیقی در بین مردم خدمت بزرگی کرد و دهن هر للو و پنجوی ملا و چلی را در بد گویی موسیقی تا حدی بسته بود ولی با نهم بودند شماری مردان تعبدی زیر دستور تاجران دین، که موسیقی را عیب می دانستند، چی مانده که خانمی برآمد کند.اما وابستگان خانواده ی خان شرین بر خلاف آن، با برامد قمر گل در دنیای گسترده ی موسیقی می بالید و در هر جا از شنیدن توصیف مردم نسبت به خواهر شان احساس خوشی می کردند.

فرهنگ سازی در خانواده و محل از این جا هم آغاز می گردد که این خانواده در آن سهم بسزا گرفت.

پس از آن سال ها گذشت، قمرگل با استاد زاخیل پیوند زناشویی بست و مادر چند فرزند شد،اما راهش را ادامه داد و با اجرای نزدیک به هزار آهنگ ،بر چکاد موسیقی به مقامی دست یافت که بسیاری ها به آرمان آنست. یکی از دلایل رسیدن او بر این قله صدای بی مانند او بود که پس از لتا منگیشکر در منطقه بدیل نداشت .امروز بانو قمرگل رفت ولی نام او و صدای او جاودانه باقی ماند.

روحش شاد و یادش گرامی باد

فاروق فردا»

هادي هادي:

«زما د هلکتوب، ځوانۍ او ټول ژوند د یوازېتوب د شیبو ملګری او د باران د ترنم همزولی غږ دپ شو.

بېجوړې او استاده سندرغاړې میرمن قمرګله د پنځ خالق وروغوښته.

انالله و اناالیه راجعون

قمر ګله به د خپلې مور خاورې او ګران وطن درد و غم د خپل څښتن په حضور کې ترنم کړي، هغه به خپل دردېدلی او مساپریو چاودلی زړګی د خپل خدای ج حضور ته راوسپړي،د هغې ملکوتي ترنم به تر دې وروسته د جنت د باغیچو د سندرمارو بلبلو له غږ سره ملګری وي او موږ په ترنم او خواږه غږ پسې زاره چاودي به تر پېړیو پېړیو د قمرګلې له سندرو او نغمو سره ژوند کوو.

د خوږو نغمو د ملکې قمرګلې اروا ښاده او د پښتون وطن په غرو رغو کې یې د جادویي غږ ازانګې تلپاتې اوسه.»

خالق رشید او ډاکتر انور خیري:

«پښتو موسیقي یتیمه شوه

پیغام

انا الله وانا الیه راجعون

قمرګلې ترنیمه پیړۍ زیاته موده پښتو موسیقي په خپل خدای ورکړي استعداد اوهنري هڅوسره وپنځوله، دهغې بې جوړې ږغ داسیا له شرقي څنډو بیا دلویدیز تر سمندري ساحلونو پورې خپلې هنګامې خپرې او له زړه یې زړونو ته ورسولې،دهغې هره سندره دزړونو ترانه وه چې دخپل تول اوتال په لرلو سره یې پښتو ژبه اودهغې دتال اوترنم وړتیا اورسالت نړیواله بڼه وموندله، دقمرګلې هرتال اوهر راګ اوراګني دافغاني اندوژوند ،فکر ،طبیعي اوغرني ماحول اوتصور زیږنده وه چې تراخره یې ځان دپیښو اوتقلید منګولو ته وانه چاوه، څو کله دمخه می دهند دبنګال دټاګور د شانتی نیکیتان پوهنتون په موسیقي څانګه کې ددې شرنګ د پایزیب دعالمونه خبروینه آشنا…سندره زرو تنو ګډون والو ته دافغاني موسیقی داستازې په توګه واوروله ،لویو هندي موسیقي پوهانو هیچا باور نه کاوه چې دا به رښتیا هم افغاني کمپوز اوتال وي. او داهم ددې برکت و چې ټولو دپښتو موسیقياصیل والی اوقدامت ډیر لرغونی وباله.

په هرډول قمرګله دافغاني موسیقي بلبله دافغانستان د اوسنۍ یتیمې موسیقۍ له پاره یوه لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه ده.

په هند کې دنهرو پوهنتو ن دپښتوڅانګې استادان او زده کونکی ددغې لویې سندرغاړی دنه شتون له امله دافغانستان خلکو او ددې ارواښادې کورنۍ ته تسلیت وایي.

اروایې ښاده

جنتونه یې په برخه

پروفیسور رشید او داکتر انور خیري

د پښتو څا نګې په استازیتوب

نوی ډیلی- هند»

د اجمل تورمان پیام او له تورمان سره په انتریو کې د قمرگلې دوې خاطرې:«

“زه خو ګل ستا د پیکي وم څنګه پریوتم اوربل نه!”

او قمرګله هم د پښتو موسیقۍ له اوربل پریوته.

پښتنې لتا، استاد قمرګلې سره مې کابو پنځلس شپارس کاله مخکې ازادي راډیو لپاره مرکه درلوده.

دوه خبرې یې ډیرې جالبه وې.

ورنه مې پوښتنه وکړه، چې عمر دې زیاتېږي خو په غږ کې دې بدلون نه احساسېږي، چې دا څه کیسه ده؟

ویل شړومبي ډیرې څښم، ښايي دا یې لامل وي.

بل یې ویل چې د مشهورو هندي ستورو همامالني او درمندرا د واده کلیزه وه، زه هند کې وم استاد سره اهنګ سره ورغلې وم.

وايي، د هند د طلايي حنجرې درلودونکي سندغاړې لتا منګیشکر، استاد سراهنګ نه وغوښتل، چې یوه سندره ووايي، خو استاد ورته وویل، چې زه نه, شاګرده به مې سندره ووايي.

قمرګلې ویل، ما سندره وویله او ډیره وستایل شوم، لتا راته وویل، چې ته د افغانستان لتا یې او بیا به یې تر هغې ورسته په هر مناسبت کې راته د مبارکۍ کارتونه رالېږل.

قمرګله دې خدای وبخي او یاد دې تل ژوندی وي!»

محمد انور وفاسمندر د مېرمن قمرگلې جنازه د وفا په دې تورو سره اوچتوي:

«زما لپاره «حمزه» (راځه‌، چې یوه جوړه‌کړو جونګړه په ځنګل کې…) را وپېژاند!

خو (قمرګل) وه، چې دغه شعر مخ رالوڅ کړ:

څومره خودخواه یو: «قمرګل مړه شوه…اورې! قمرګل ولاړه؛ مړه شوه!»

قمرګل:

هېڅ ډول مرګ نشي کولای، داسې طلاغږ، نسکور کړي!

خورې، مورې…غږمېرمنې! ابديت دې له سپینو نغمو او طلايي رڼاګانو لبریز واوسه!»

د دې مقالې په غمجن پای کې به د رحمان بابا یو هغه شعر رانقل کړم چې زموږ د سندرو د بڼ ملکې مېرمن قمرگلې په خپل غږ سره زمزمه کړی دی، ښايي دا د مېرمن قمرگلې د غږ یوه داسې بېلگه وي چې د دې د غږ د تلپاتې کېدو او تل اورېدل کېدو یو بیساری مثال وي:

چې مې مینه خـدای پـرتـا بـانـدې پیدا کړه

تـرکـه مــا پــه هغه ورځ خـپـله رضا کړه

اوس د تــا رضا جـفـا کـړې کـه وفا کړې

مـــا دا سـتــا جــفــا قــبــوله پــه وفــا کړه

گل په لعل او پـه گـوهـر کله څـوک پېري

بې لــه مــا چې تـا خـنـدا کړه ما ژړا کړه

بـې لــه مــا چې دا غــم ستا په هوس پېرم

کـوم وگـړي پــه هـوس د غــم سـودا کـړه

دوه یـاران بـه دا رنـگ نـه وي چـا لـیدلي

چې یـوه ورتـه ښکـنځل کړه بـل دعـا کړه

مـا ودرست جـهـان تـه شا و تا تـه مخ کړ

تـا ودرست جهـان ته مخ  او ما ته شا کړه

ډېر هـنـدکي پـه جهان گرزي د چا یاد دي

عشـق عـالي پـایـه د هـیـر او د رانجا کړه

هـم پــه دا یې تــر هـمـه وو نام بـلـنـد شـو

چـې قــبــولـه عــنــدلـیـب د گل جـفـا کـړه

نـــا اشـنـا د بـېـلـتـانــه لــه غـمـه څــه زده

خـدای دغـه خـواري پـه بـخره د اشنا کړه

عـاشـقـان د یــار تــر سپـیـو هـم زارېـږي

گـڼـه مــــا د رقـیـبـانــو څــه پـــروا کــړه

زه رحمان چې ستا د حسن ثنا خوان شوم

ستا لـه رویـه درست جـهـان زمـا ثنا کړه

(رحمان بابا، د رحمان بابا دیوان، پښتو ټولنه، ۱۳۵۶ ام کال، ۱۵۱ ـ ۱۵۲ مخونه)

«… غږمېرمنې! ابديت دې له سپینو نغمو او طلايي رڼاګانو لبریز واوسه!»

(وفاسمندر)

1 COMMENT

  1. هر چا که دا کار کړی بايد لومړی يې هغه هنرمند ته د الاتو تاوان ورکړی وی او بيا يې سوځولی وی.
    که څوک ډېر له خدای ويريږي، نو بيا دې مياشتېنی معاش ورته ورکوي چې نورو ته اړ نه وي.
    همداسې د ښکنځلو حق څوک چا ته نه لري.
    که هغه محلي موسيقي کاروي، نو بل څوک خو بايد ورته ښکنځل ونه کړي.
    د يو چا سپکاوی او ښکنځل ښه خبره نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب