جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزله خپل خاوند سره مو اړیکې ښې نه دي؟

له خپل خاوند سره مو اړیکې ښې نه دي؟

ليکنه: سلګۍ

دا یوازې تاسې نه ياست چې په ګډ ژوند کې له دې ډول پوښتنې سره مخامخ کیږئ، بلکې ستاسې په څېر ډېرې داسې مېرمنې شته چې غواړي د خپل خاوند سره د میني کنګل شوې دنیا د اُنس په ځاله بدله او ډېر ځله له دوی سره دا پوښتنه را پیدا کیږي چې؛

ولې تر اوسه پورې دوی په دې نه دي توانېدلي چې د خپل خاوند سره د ژوند اړوند ستونزو او سختیو له ګاللو سره بیا هم د هغه زړه ته لار ومومي؟

دا ډول مېرمنې تل انګېري چې په ګډ ژوند کې د خپل خاوند زړه لاس ته راوړل ډېر ستونزمن کار دی. د تخیل په نړۍ کې دوی داسې فکر کوي چې زموږ دا کار د هغه ستونزمن سفر په څېر دی چې په مخکې ډېرې لوړې او ژورې لري. خو مخکې له دې چې د خاوند د زړه پټولو مهمو فنونو او مهارتونو ته لنډه کتنه وکړو، څو مهمو پوښتنو ته ستاسې پام را اړوو.

۱- په ګډ ژوند کې ولې ډېری مېرمنې له خپل خاوند څخه ګیلی کوي او د هغه زړه ته لارې نه شي موندلی؟

۲- آیا د خپل خاوند د زړه لاس ته راوړلو لپاره هڅه کول عبادت نه دی؟

۳- هوښیاره مېرمن کوم مهارتونه باید په پام کې ونیسي چې د خپل خاوند په زړه کې د مینې ځاله جوړه کړي؟

۴- آیا د خپل خاوند سره په نرمۍ د خوږو خبرو تبادله او د هغه د غوسې پر مهال له بشپړې چوپتیا څخه کار اخیستل د کامیابۍ ستر راز نه دی!؟

د خاوند د هډوکو په قفس کې د رابند زړه پټول یو لړ ځانګړو فنونو او مهارتونو ته اړتیا لري، چې په

همدې لیکنه کې به په هغو مهمو لارو چارو باندی رڼا واچوو، کوم چې د هرې مېرمنې سره مرسته کوي، چې د همدغو لارو چارو په پام کې نیولو سره په ډېرې آسانۍ سره وکولای شي د خپل خاوند زړه، لاس ته راوړي. د هغه څخه د هډوکو په قفس کې رابند زړګی پټ کړي، د کرکې، د بدبینۍ پر ځای د اُنس په باغچه کې د ځان لپاره ځاله جوړه کړي، او یو سوکاله او نېکمرغه ژوند پر مخ یوسي.

د خاوند زړه د یو داسې کور په څېر دی چې بندې دروازې او اوسپنیز قلفونه لري، یو داسې کور چې د هر چا لپاره ورته د ننوتلو اجازه نه وي.

په ټولنیز ژوند کې موږ او تاسې د شپې پر مهال د کور دروازې بندې ساتو، د کور د امنیت ښه تامین په موخه خپل ټول احتیاطي او امنیتي تدابیر په پام کې نیسو، یا هم د سفر پر مهال خپلې پیسې په جیبونو کې خوندي ساتو، دا ټول د دې لپاره چې غله مو مال تالا ترغه نه کړي، سرمایه او شتمني مو لوټ نه کړي.

خو د دې ټولو اقداماتو سربېره بیا هم یو لړ مجرب غله د خپلو تېرو تجربو او یو لړ اسبابو په کارولو سره د ملت کورونه لوټوي، او د پردیو مالونه تر خپلې واکمنۍ لاندی راولي. دغه شیطان صفته غله دا کارونه ځکه تر سره کوي چې یو لړ کلیانې لري او د خپلو مهارتونو څخه په استفادې په آسانۍ سره د نورو مالونه خپلو جیبونو ته داخلوي.

خو دا څه د تعجب خبره نه ده، بلکې د حیرانتیا خبره دا ده چې څوک څنګه له چا زړه پټوي؟

د خاوند زړه د لاس ته راوړلو لپاره باید لاندې مثلث په پام کې ونیسو:

(مینه+صبر+عادت)= دنیوي او اخروي ثواب او سعادت.

هوښیاره مېرمن هغه ده چې په ګډ ژوند کې د خپل ځان لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې خاوند ته یې زیات خوښ وي، خپله خوښي د خاوند په خوښۍ کې باید انځور کړي، او په دې باوري اوسي چې دا کار زما او زما د خاوند د ګډ ژوند په خوندي ساتلو کې خورا اغیزناکه ونډه لري.

ښه مېرمن د خپل خاوند د ظلم او ناروا پر وړاندې نه خفه کیږي، په ګډ ژوند کې د خاوند ترخې ناخوالې پر ځان مني، او په ډېر وقار او سړه سینه دا ټولې زغمي او په دې لړ کې د خپل خوږ پیغمبر (صلى الله عليه وسلم) دا حدیث په زړه کوي چې فرمايي:

‘ألا أخبركم بنسائكم من أهل الجنة: الودود الولود

التي إذا ظلمت قالت: هذه يدي في يدك, لا أذوق غمضًا حتى ترضى’.

ژباړه: آیا تاسې د جنتي مېرمنو څخه خبر نه کړم!؟ دا هغه مېرمنې دي چې ډېرې مینه پالی او زیات اولاد را وړونکي دي، او هر کله چې پرې ظلم وشي، نو خپل خاوند ته وايي، زه خپل لاس ستا په لاس کې ږدم، تر هغې به خوب ونه کړم، چې ته له ما څخه راضي نه شې.

نو که غواړئ چې تاسې هم جنتي میرمنې شئ، نو بیا ولې یو لړ شیطاني وسوسو ستاسې له ژوند څخه مسکا لرې کړې ده او د څه لپاره تل د شیطان په لمسه د قهر او انتقام اخیستلو په انتظار د خپل عمر ارزښتناکې شپې او ورځې بې ګټې تېروئ؟

د خاوند زړه د پټولو لپاره مهمې سپارښتنې؛

د ښځې او خاوند تر منځ په ګډ ژوند کې څو مهم څيزونه دي چې باید هره مېرمن ورته پاملرنه وکړي.

نرمې خبرې؛

خوږې خبرې د زړونو د لاس ته راوړلو په لړ کې کلیدي رول لري، له همدې کبله مېرمن باید له خپل خاوند سره په نرمښت سره خبرې پیل کړي، له خندا نه په ډکه څېره دې ورسره روغبړ وکړي، د خبرو پر مهال دې په خپل غږ کې له منظومتیا څخه کار واخلي او په نرمۍ سره دې د خپل خاوند څخه د ژوندنيزو چارو او د صحت په اړه د معلوماتو مطالبه وکړي، خو د یادولو ده چې د خاوند په شخصي چارو کې دې د مداخلې څخه ځان وژغوري.

بل څه چې د پام وړ ده، د خبرو پر مهال په ښو او زړه خوښوونکو اړخونو باندې باید تمرکز وشي، په داسې حال کې چې پر زیانمنوونکو خبرو او په زړه بوګنونکو اړخونو باندې باید پرده واچول شي.

ښه مېرمن د خاوند خبرې نه پرېکوي، په ډېره توجه او غوږ نیونې سره يې خبرو ته ځیر وي، زړه راښکونکي خبرې ورسره تبادله کوي او د خپل خاوند لپاره د زړه په صندوق کې رومانتیکو او خیالي افسانو ته ځای ورکوي، چې وخت ناوخت دغسې د محبت کیسې او افسانې ورسره شریکوي او په دې توګه په ګډ ژوند کې د سکوت چوپه فضا پرې ماتوي.

که کله له خاوند څخه خطا او تېروتنه وشي، نو له ملامتولو څخه یې ډډه کوي.

غوره مېرمن هر کله که د خپل خاوند څخه د یو څه غوښتنه کوي، او که هغه يې اوس مهال ترسره نه شي کړلای، نو ورسره په کینه او حسد لاس نه پوری کوي، ناندرۍ نه ورسره پیلوي، د خاوند د دغه ضعف پر وړاندې د کلک غبرګون ښکارندوینه نه کوي؛ بلکې د خپل خاوند د دې کار لپاره راز راز عذرونه او پلمې لټوي، او د (التمس لأخیک سبعین عذرا) وینا مخې ته ږدي، او په مناسبو توجیهاتو سره ځان ته قناعت ورکوي.

د بشریت ستر لارښود پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وسلم) په یو حدیث شریف کې فرمايي:

(إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها و أطاعت زوجها ـــ قیل لها: أدخلي من أی الأبواب شئت).

ژباړه: هر کله که یوه مېرمن خپل پنځه وخته لمونځ ترسره کړي، او د روژې په میاشت کې خپله روژه ونیسي، د خپل عورت ساتنه وکړي، او د خپل خاوند خبره ومني، نو به ورته وویل شي، له هر هغې دروازې نه چې ته غواړې جنت ته داخله شه.

د راز ساتل؛

د خپل خاوند د رازونو خزانې واوسئ، د کور هېڅ مهمه خبره د نورو په وړاندې مه په ډاګه کوئ، د هغه درناوی وکړئ او هر کله چې مو تر منځ اختلاف پیدا شو، نو مه ورته وایاست چې رسوا به دې کړم، ځکه په دې کار سره به خاوند تاسې د خپلو رازونو په ویلو سره پښیمانه شي.

دا هم له یاده مه باسئ چې د خاوند د کور او مال ساتنه هم ستاسې دنده ده، که کله هم د کور نه د بهر وځئ، نو د خاوند په اجازې سره له کوره بهر ولاړې شئ، په دې توګه به مو ژوند خوندي شي.

پر دې برسېره د کور په منظم ساتلو کې هڅاندې اوسئ او د لوی پروردګار دغه وینا یاده ساتئ:

سورة النساء په ۳۴ آیت کې فرمايي:(فالصالحات قانتات حافظات للغیب بما حفظه الله).

ژباړه: او نېکې مېرمنې (هغه چې د اسلامي شریعت په احکاماتو باندې پابنده وي) د (خپل پرودګار او) خپل خاوند خبره منونکې وي، په ټولو هغو څيزونو باندې چې د خاوند له لوري دوی ته سپارل شوي وي، او خاوندان يي پرې ناخبره وي، دوی يې په کلکه سره ساتونکي وي.

د تقوی او حیاء خیال ساتل؛

د لوی پروردګار ذکر او یادونه په پټه او ښکاره سره له یاده مه باسئ او پر دې پوهه شئ، چې که چېرې خاوند مو له تاسې ناراضه شي، نو تاسې له هغه پرته په ژوند کې بل د رحمت سیوری نه لرئ.

خاوند ته مو هېر شوی لمونځ را په یاد کړئ او د خپل خاوند پر وړاندې لمونځ تر سره کړئ، چې ستاسې په تقوی او دیانت له تاسې څخه راضي شي، په خپلو پنځو وخته لمونځونو ملتزمه او پابنده اوسئ.

د خپل خاوند د پرون ورځې غوښتنې مه هېروئ او دا هم په یاد ولرئ چې د خپل پروردګار او د خپل خاوند د غوښتنو تر منځ توازن باید په پام کې ونیسئ.

ښه عطر او زړه راښکوونکی لباس؛

د خاوند پر وړاندی تر ټولو ښایسته لباس واغوندئ، د خپل نظافت خیال وساتئ او ښکلی عطر استعمال کړئ.

هر خاوند دا خوښ ګڼي چې خپله مېرمن په ښکلې څېره کې وګوري، نو په کورني ژوند کې هره ورځ رنګارنګ لباسونه وکاروئ، چې په دې تګلارې سره ستاسې عاطفي تنده خړوبه شي.

د یو څه په اړه درته نصیحت کوم او هغه دا چې په کور کې یوازې د خاوند پر وړاندې لنډې او تنګې جامې وکاروئ، هغه لباس چې ستاسې وجود ترې ښکاره شي، د خاوند پر وړاندې د بلبلې په څېر په خورا زړه راښکوونکو اوازونو او لباسونو سره راڅرګندې شئ او تل هڅه کوئ هغه لباس زیات وکاروئ کوم چې ستاسې د خاوند ډېر خوښ دی او که چېرې مو خپله خوښي د خپل خاوند په خوښۍ کې انځور کړه، نو نېکمرغي به ډېر ژر ستاسې د کور میلمنه شي.

د ښو خوړو برابرول؛

خاوند ته د یوې میرمنې د ګرانښت د مهمو اسبابو څخه یو هم د ښو خوړو برابرول دي، نو تاسې هم د یوې ښې اشپزې په څېر خپل خاوند ته ښه په زړه پورې او د ځینو په اصطلاح هوسانه غذا برابره کړئ.

که غواړئ چې د خپل خاوند زړه لاس ته راوړئ، نو د ژِوندنیزو پالېسیو په لړ کې لاندې غوره تګلارې په پام کې ونیسئ:

(۱): د چوپتیا او تبسم تګلاره

(۲): د اصلاح تګلاره

(۳): د باور تګلاره

(۴): د درناوي تګلاره

(۵): د بښنې د غوښتلو تګلاره

د خاوند د غضب او قهر پر وړاندی د تبسم او چوپتیا تګلاره او پالیسي غوره کړئ، بیا لږه شېبه وروسته په نرمه لهجه او په مبتسمه څېره کې ورڅخه وپوښتئ، نن ولې دومره غوسه وې؟

په خورا مینه او لېوالتیا سره ترې پوښتنه وکړئ، چې ستا د غوسې مهم لاملونه څه وو؟

هر کله که مو ولیدل ستاسې خاوند په عبادت کې له تقصیر څخه کار اخلي، په خپلو ورځنیو عباداتو کې سستي کوي، نو باید په حکمت سره ورته د دې نقیصې د اصلاح لپاره لنډه یادونه وکړئ، او ورڅخه وپوښتئ!

آیا د واده په لومړیو ورځو شپو کې دې د قرآني تلاوت غونډې په یادیږي؟

څومره خوږې شېبې او بختورې شپې وې چې تېرې شوې!!!

هوښیاره مېرمن هغه ده چې خپل خاوند نیکیو ته راوبولي، او ورته ووايي:

ګرانه خاونده! د آذان په اورېدلو سره د لمانځه په لوري ستا منډې زما لپاره ډېرې د خوښۍ وړ دي، او ستا دا کار ما هم نېکیو او لمانځه ته هڅوي، ستا دا د مسوولیت احساس په ما کې هم د غیرت ولولې را ژوندۍ کوي.

لوی پروردګار دې موږ او تاسې ته د اخلاص او په حسناتو او الهي اطاعت باندې د مداومت توفیق راکړي.

مسلمانې مېرمنې ته ښايي چې د خپلو زامنو او لورګانو پر وړاندی د خپل خاوند ډېر درناوی وکړي، او تل اولاد ته دا انګېرنه ورکړي چې د پلار د بې احترامۍ څخه ډډه وکړي، د بېلګې په ډول:

مېرمن کولای شي چې خپل اولاد ته ووايي، نن به تاسې ټول تر هغې پورې یوه مړۍ هم له دسترخوان څخه نه اوچتوۍ تر څو پورې چې مو پلار په خوړلو پیل نه وي کړې او داسي نور…

بله د پام وړ خبره دا ده چې په کورني ژوند کې د ماشوم خوب خونه باید د خاوند د استراحت له خونې څخه جلا وي، چې په چیغو او لوړو غږونو اذیت نشي.

د خاوند سره د اختلاف او مخاصمې پر مهال هڅه وکړئ، چې د هغه د برائت لپاره عذورنه او بهانې ولټوئ، مه پرېږدئ چې شیطان مو د مینې او الفت څخه ډکه ځاله د بدګمانۍ پر بادونو ړنګه او ویجاړه کړي.

په پای کې د یادولو وړ بولم چې که چېرې غواړئ ګډ ژوند مو د خوښیو په باران سره رنګین او سمسور شي، نو پر دې ټینګ باور ولرئ چې ډېر ژر به د مقتدر خدای جل جلاله په مرسته د هرې بندې دروازې کلي ومومئ، او که چېرې ستاسې خاوند څومره هم خپلسری، او د ځان پالنې په وایروس مبتلا وي، نو پر دې پوهه شئ چې ستاسې نرم اخلاق او د شاتو په څیر خوږې خبرې به د هغه د تیږې په څېر کلک زړه نرم کړي، او زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چې تاسې د دې لیاقت لرئ چې د هغه زړه پټ کړئ. دا کار خپل کسب او کار وګرځوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب