Homeټولنیزد ژور خپګان عمومي نښې

د ژور خپګان عمومي نښې

ژور خپګان ډېری وخت په کوم ځانګړي لامل پورې اړه نه لري. ځينې وخت د ناروغیو سرچینه ژور خپګان وي؛ خو برعکس، ځينې وخت ناروغۍ د ژور خپګان منشاء وي. کله کله هم هېڅ کوم ځانګړی علت نه لري. پوهان وايي چې عام لاملونه یې دا دي:

-ټروما: په ماشومتوب کې روحي ضربه د دې لامل کېږي چې په لویینې کې هماغه کس پر ژور خپګان اخته شي.

  • جنیټيک: د ځانوژنې افکار، ناهیلي، خپه کوونکې فکرونه پالل، له ژونده بېزاري، د ژور خپګان لاملونه دي چې ځينې وخت یې سرچینه جنیټيک دی.

-د ژوند شرایط: د ژوند ناسم شرایط، ټولنیزې ناخوالې، د ګډ ژوند ګډ وډۍ، کورنۍ شخړې، د افسرده‌ګۍ لاملونه دي. کېدی شي ژور خپګان پخپله د ژوند د ناسمو شرایطو لامل شي، برعکس ناسم شرایط د افسرده‌ګۍ لامل شي.

-نور لاملونه: هغه کسان چې له پخوا یې خوب سم نه وي، اوږدمهاله دردونه او ناروغۍ ولري، وېره او توهم ورسره مل وي، سم تمرکز ونه شي، ژور خپګان ته یو څه ډېر چمتو یا مساعد کسان ګڼل کېږي.

-نشه‌يي توکي: هغه کسان چې روږدي وي، ژوند یې په نشو تېرېږي، دوی له ژور خپګان سره مخ کېږي؛ ځکه خپله نشه‌‌يي توکي د دوی وجود جسماً او روحاً زیانمنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...