پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+سیاحت او د افغانستان په اقتصاد یې اغیزې

سیاحت او د افغانستان په اقتصاد یې اغیزې

(Tourism and its Impacts on the Economy of Afghanistan)

لیکنه: کرامت الله وردګ

د کاروبار، تفریح او یا نورو موخو لپاره له هیواد څخه وتل په داسې حال کې چې دغه تګ له یوکال څخه کم وخت ونیسي، ګرځندويي یا سیاحت (Tourism) بلل کیږي.

کله چې ګرځندویان (Tourists) نورو هیوادونو او سیمو ته ځي، طبعاً له ځان سره پیسې وړي او هلته یې په هوټلونو، د اوسیدو ځایونو، تفریحي پارکونو او په نورو برخو کې په مصرف رسوي، چې د کوربه هیواد په اقتصاد غوره اغیزه لري او د ګرځندویانو زیاتوالی د هیواد ناخالص داخلي تولید GDP (Gross Domestic Product) د زیاتوالي لامل کیږي.

په دې برخه کې اکثر هیوادونه تر ډیره په دې خپلې مالي منابع په مصرف رسوي چې وکولای شي څنګه د ګرځندویانو توجه راواړوي.

ښکلي طبیعي او تفریحي ځایونه، غوره تاریخي آثار، د تکنالوژۍ په مرسته غوره آسانتیاوې او امنیت هغه څه دي چې ځینې هیوادونو یې په لرلو سره د ګرځندویانو پام ځان ته اړولی دی، چې په کلني ډول ترې میلیونونه ډالر اخلي او د دوی په اقتصاد کې پوره ونډه لري.

په نیویاک کې د Time square  صنعتي ښار، د فرانسې د اِپل ټاور، د سعودي عربستان د مکې او مدینې منورې ښارونه او داسې نور هغه څه دي چې یې پر مټ هیوادونه تر ډیره شتمن شوي دي.

د عربي اماراتو د اقتصاد وزارت د راپور په اساس په ۲۰۱۹  کال کې دوی یوازې له ګرځندويي  (Tourism) څخه د ۱۸۰.۴ میلیارده درهمو په شاوخوا کې عواید راټول کړي وو چې د دوی د همدې کال د ناخالص داخلي تولید یا GDP   ۱۱.۶ سلنه برخه یې تشکلیوله. همداسې فرانسې په همدې کال کې د ۲۱۰.۷ میلیارده یورو عواید له سیاحت څخه تر لاسه کړي وو چې یو لوی مقدار عواید یې بللای شو.

سیاحت او امنیت (Tourism and Security)

امنیتي وضیعت د نورو عواملو تر څنګ په سیاحت هم مستقیمه اغیزه لري. زموږ د هیواد لپاره  شته غوره امنیتي وضیعت یو لوی فرصت دی چې باید ترې پوره استفاده وشي، که څه هم وینو ځینو خلکو چې کله ولیدل په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی؛ راغلي او د افغانستان د غوره طبیعي ښکلا او غوره تاریخي قدامت لرونکو ځایونو له لیدلو خوند اخلي، خو ددغه سیلانیانو کچه ډیره کمه ده.

په دې اړه د دولت د څو مهمو مسؤلیتونو څخه یو دا هم دی چې د سیلانیانو لپاره غوره سهولتونه برابر کړي، نړۍ ته د غوره ځایونو او د هیواد د طبیعي ښکلاوو پیژندنه وکړي او بهرنیو خلکو ته تر ډیره دا قناعت ورکړي چې په هیواد کې مو شته امنیتي وضیعت اوږدمهاله دی.

سیاحت ته زمینه مساعدول به کومې ګټې ولري؟ (What would be the Benefits to Pave the Way to Tourism?)

که چیرته له نړۍ سره ښه تعامل، غوره سیاست او اقتصاد محوره  (Based on Economy)دولت، امنیتي او سیاسي ثبات، رسمیت پیژندنه او داسې نورو نه برخمن شو؛ د نورو فکتورونو تر څنګ به په  سیاحت سره هم په هیواد کې واړه کاروبارونه وده وکړي،کوم چې تر ډیره د هیواد په اقتصاد کې د ځانګړي اهمیت درلودونکي دي. خلک به زموږ له فرهنګ سره آشنا شي. د دولت په عوایدو کې به زیاتوالی راشي او په بیکارۍ کې به تر ډیره کموالی راشي. همدارنګه د ژوند سطحه (Standard of living) به ورسره لوړه شي او باالاخره به په هیواد کې د بهرنیانو دلچسپي لا زیاته شي چې به ددوی لخوا مو په هیواد کې کتلوي او سقیلو پانګونو ته زمینه مساعده شي او د یوې غوره اقتصادي ودې خاوندان به شو.

د سیاحت په اړه مو په هیواد کې شته فعلي ستونزې

زما په اند له مهمو ستونزو سره چې هیواد مو د سیاحت په برخه کې ورسره مخ دی؛ په لاندې ډول دي:

  • نړۍ ته د مخالفینو په واسطه د موجوده حاکم نظام بد تصویر ور پیژندل او په رسمیت نه پیژندنه
  • د تجارت د بیلانس کسر (هیواد ته د بهرنیو سوداګرو نه راتګ)
  • د ښځینه وو پر مخ د تفریحي پارکونو بندیدل
  • لا هم د هیواد د اوږدمهاله امنیتي وضیعت په اړه د بهرنیانو عدم قناعت
  • د پانګونې په برخه کې د ځینو فرصتونو نشتون او داسې نور…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب