جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د وزیر محمد ګل خان مومند لنډه پېژندګلوي

د وزیر محمد ګل خان مومند لنډه پېژندګلوي

لیکنه: جلال شینواری
وزیر محمد ګل خان مومند د محمد خورشید خان مومند زوی او د موسی خان لمسی وو، هغه د مومند بابا، وزیر او ګل دادا په نومونو هم یادېده. محمد ګل خان په ۱۲۶۳ ل.ه کال د کابل ښار په اندرابیو کوڅه کې زېږېدلی خو پلارنی ټاټوبی یې د ننګرهار ولایت د ګولایي کلي کې وو.
وزیر محمد ګل خان مومند له لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۲۷۲ ل.ه کال په حربي ښوونځي کې شامل شو او خپلې عسکري زده کړې یې د پنځه کلونو لپاره په نظامي اکاډمۍ کې سر ته و رسولې.
محمد ګل خان مومند په ۱۲۷۷ ل.ه کال له نظامي اکاډمۍ څخه تر فارغېدو وروسته د اردلیانو په غونډ کې د توپچي څانګې قومندان و ټاکل شو او تر څنګ یې په شاهي ټولګي کې د تدریس او د حربي ښوونځي د سر ښوونکي دنده پر مخ وړه. په دغو برخو کې تر ښه خدمت وروسته د سپه سالار صالح محمد خان یاور و ټاکل شو بیا د شاهي ګارډ قومندان شو او تر دې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سفارت نظامي اتشه شو، چې له هغه ځایه په راستنېدو د عسکري اکاډمۍ امر او د شاهي ګارډ استاد و ټاکل شو، په ۱۳۰۰ ل.ه کال د ملي دفاع وزارت د نشراتو او تبلیغاتو امر شو او د (مجموعهٔ عسکري) مجله یې هم اداره کوله چې د حربیې وزارت له لوري خپرېدله، د خپلواکۍ په جګړه کې یې هم خپله پښتني مېړانه څرګنده کړه. محمد ګل خان مومند یو شمېر نورې دندې هم تر سره کړې چې یو ځل د غازي امان الله خان لخوا په پټه مرکزي اسیا ته ولېږل شو چې د شوروي اتحاد د وړاندې تګ او نفوذ مخه ونیسي هلته د شوروي اتحاد له لوري و نیول شو او په بند محکوم شو خو د غازي امان الله خان له ډېرو هڅو وروسته له بنده آزاد او هېواد ته راستون شو.
هغه د سقاو د زوی د شورش خلاف رغنده رول و لوباوه چې په پایله کې کابل فتحه شو، محمد نادر خان پاچا او ورور یې محمد هاشم خان لومړی وزیر شو چې دی د محمد هاشم خان په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر و ټاکل شو. او د وخت د اته ولایتونو د امن کولو دنده ور تر غاړې شوه.
وزیر محمد ګل خان مومند پښتو ژبې ته ډېر خدمت کړی، چې هر چېرته د پښتو د پرمختګ خبره کېږي نو د دغه نومیالي شخصیت یادونه به هرو مرو کېږي.
هغه چې کله د شمالي ولایتونو تنظیمه رئیس شو نو ګڼ شمېر پښتانه یې له حکومت سره په مصلحت د شمالي ولایتونو په شاړو او دولتي ځمکو کې مېشت کړل.
په ۱۳۱۰ ل.ه کال یې د کابل ادبي انجمن او په ۱۳۱۱ ل.ه کال کې یې د کندهار انجمن جوړ کړ چې (طلوع افغان) د همدغه انجمن لخوا خپرېده او د دغو دوه وو انجمنونو له یو ځای کېدو پښتو ټولنه جوړه شوه.
د ده د هڅو پایله وه چې پاچا فرمان صادر کړ چې د دري تر څنګ د پښتو ژبې د دودولو او ژوندۍ ساتلو لپاره هم کار وشي او ټول دولتي مامورین مکلف دي چې دغه ملي ژبه زده کړي.
هغه پښتو ژبې ته ډېر پام وکړ او د پښتو ژبې پنځه ستوري یې و روزل.
وزیر محمد ګل خان مومند له پښتو سره سره عربي، ترکي، روسي، ازبکي او پارسي ژبې هم زده وې.
ګڼ شمېر آثار یې لیکلي چې: (پښتو سیند قاموس افغاني) یې په ۳۶۶ مخونو کې، (د پښتو ژبې لیاره یا صرف او نحو) په ۴۹۵ مخونو کې او (لنډکۍ پښتو او پښتونواله) یې چاپ شوي.
هغه به ویل:
 – پښتو د هېواد له شپېته څخه تر پنځه شپېته سلنه وګړو ژبه ده باید زده شي، وده ورکړل شي او دود شي.
– له پاچا څخه نیولې تر دوکانداره پښتانه مراجعین لري او د دې لپاره چې د مراجعې پر وخت له ستونزو سره مخ نشي باید پښتو زده کړي.
وزیر محمد ګل خان مومند له پښتو ژبې سره دومره مینه لرله چې یوه ورځ سردار محمد نادر خان ورته و ویل یوه غوښتنه راڅخه و کړه، ده ورته و ویل چې زما غوښتنه خو درنه ده، هغه و ویل خیر هڅه به و کړم چې پوره یې کړم، ده ورته و ویل زه درنه په افغانستان کې پښتو غواړم. نادر خان ورته و ویل اختیار مې درکړ څومره لګښت چې کېږي د دولت په ذمه دی، نو وزیر صیب د کابل د ټولو سرکاري ادارو سر لیکنې پښتو کړې، په لارو او کوڅو کې یې د پښتو کتبې و لګولې، شاعران او ادیبان یې و روزل، مالي مرستې یې ور سره وکړې.
هغه ورځپاڼې چې پښتو پکې نه وه، پښتو یې ور زیاته کړه، طلوع افغان خو یې ټوله پښتو کړه.
د هېواد د ډېرو ځایونو نومونه یې پښتو کړل.
پوهاند ریښتین وایي که د وزیر صیب وس رسېدای د ټول هېواد د خلکو نومونه یې پښتو کول.
دغه ستر نظامي، ادیب، عالم، متواضع، خاکسار، اسلامپال او پښتو پال شخصیت په کال ۱۳۱۹ ل.ه کې استعفا ورکړه او په سمنګان کې یې کرکیله پیل کړه، له څو کلونو وروسته کابل ته لاړ او په ۱۳۴۳ ل.ه کال کې د زړه د ناروغۍ له امله ومړ.
منبع: حکومت پوهنه

13 COMMENTS

  1. محترم جلال شینواری صیب!
    ددې ستر شخصیت او ریښتینې په هیواد مین افغان د راپیژندلو نه ډیره مننه.

    بی له شکه چی افغانستان او خپل ولس ته يی نه هیریدونکی خدمتونه کړی او په خاص ډول د پښتو ژبی د راژوندی کولو لپاره يی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی. الله تعالی دی په خپل خاص رحمت کی راونغاړی.امین

  2. سلامونه
    ورورشينواری صاحب ډېر په وخت او اړين معلومات د وزير صاحب مومند بابا مارشال م۔ګل خان ليکلي۔مننه
    دوزير صاحب نبوغ درایت او لرليدتوب نتايج اوس مونږ تاسې وينو ۔که هغوی هاغه وخت په ځانګړې ډول دروسي ترکستان سرحداتو سرحداتوته پښتانه افغانان نه وای ځای پر ځای کړي اوس به فدرام۔بېدانش ۔لوطي دوه ستميان په خپلو شومو بوینو موخو ته رسېدلي ول۔
    همدې لپاره زما مرحوم دادا یعنې پلار مدير صاحب عبدالملک خان صافي چې وزير بابا سره ې نېژدې اړيکې درلودې ویلې۔غازي امان الله خان او نادرخان دوی وزير صاحب ته ورور ویلې او د ملت بابا م ظاهر شاه ورته کاکا یا ترء خطاب کاوه۔
    روح دې په جنتونو وي او د هغوی دکارنامو او قهرمانيو له برکټونو دې لر او بر لوی افغان وطن ښېرازه او جنت نشان شي۔پښتانه ېې په پلونو روان شي۔شي آمين۔

  3. الله ج دی دانبیاوو په صف کې شمار کړې دپښتواوپښتنوشمله ول ټول افغانان یې پوروړي دي .

  4. نومیالي دي چې یادیږي . مرحوم وزیر صاحب یو وطندوسته ، علم پروره او بشردوسته انسان و. له خپلې ژبې سره یې د لیونتوب تر حده مینه درلودله . د هغه خدمتونه به هېڅکله هېر نه شي . پر قبر یې نور او جنتونه یې نصیب شه .

  5. د مرحوم وزیر صاحب ،ملی خدمات،درایت او صداقت باندی ټول افغانان معترف او درناوی یی کوی
    موږ ته هم لازمی ده چي د نیکانو پَل تعقیب او دملت پالنی ،ساتنی او صادقانه خدمات منحیث خادم ،ټولو ته یکسان تقدیم کړو او د جاهلی تعصباتو یا د ملت شیندنی ټول منفذونه مسدود او د نورو
    له غلامی نه ازاد ملت په حیث او د کور د نڼه ، منحیث افغان د افغانستان د ابادی لپاره ملا وتړو،او ازمویلی بیا په کراتو ونه ازمایو۰

  6. خدای ج دی محمد گل خان مومند وبخښی، زیږ او په فرهنګی ډګر کی یو خدمتګار پښتون ؤ.
    امّا دوې ( بخښه غواړم څلور ) خبری:
    ۱ – مرحوم مومند د نادر خان مادر خان او نورو څخه دومره ګټه نکړه پورته لکه هغوی چی لده او د ده د پښتونولئ څخه د ” حاکمیت ” ( نه د ملت او وولس ) د بنسټونو د غښتلتیا په موخه پورته کړه.
    ۲ – په شمال کی د پښتنو د میشت کېدو پروژه د مرحوم مومند او حاکمی دستګاه ابتکار نه ؤ بلکه دا د انګریزۍ نُسخې د تجویز یوه برخه وه چی منفی آثار او اغیزی ئې لسیزی لسیزی وروسته روښانه سوې او نوری به هم روښانه سی.
    ۳ – خواشینوونکې خبره به دا وی چی پښتونولی او پښتو ته د مرحوم مومند د خدمتونو سره سره د هغه نوم په څلویښت پنځوس کلن بهیر کی د خاموشۍ سیوری وچ کړئ ؤ او باید لږ تر لږه یو فرهنګی لوی مرکز د هغه په نوم نوموَل سوئ وای.
    ۴ – زما دا ذهنیت به د ملامتۍ او توهین وړ نه وی چی:
    څرنګه د کابل ۵۴۳۷۶ ( یا لږ ) غیر پښتنی کوتنه والا اغا لالیانو د هیواد میلونونه پښتانه رام کړی او مهار کړی وه او اوس هم لګیا دی د پښتون په تار او ستن خپلی کوتنې ګنډی.
    چی نیکه می هم وی خو چی استعماری او استثماری افکار ولری نو لستوڼئ به ئې ور څیری کړم.

    • په شمال کی د پښتنو د میشت کېدو پروژه د مرحوم مومند او حاکمی دستګاه ابتکار نه ؤ بلکه دا د انګریزۍ نُسخې د تجویز یوه برخه وه چی منفی آثار او اغیزی ئې لسیزی لسیزی وروسته روښانه سوې او نوری به هم روښانه سی.

      حضرت خانه وروره اسلام علیکم، که دغې پورتنی موضوع باندې لږه زیاته رڼا واچوې منندوی به وم، دا څنګه استعماری نسخه وه او زیانونه یی را ته په ګوته کړه. مننه

  7. منګل صاحب دا حضرت د سپي مچ دی. د ده په خاطر زه په تاند کې د لوستونکو تبصرې نه لولم. تل زمونږ ستر شخصیتونه توهینوي. فکر کوم د تبصرو اصلي هدف یې د شخصیتونو توهین او سپکاوی دی.
    افغانستان – افغانستان دی ولې باید پښتون په شمال او تاجک په جنوب کې مېشت نه شي، د دې کار یې له انګریز او پنجابي سره څه.

  8. حترم منګل صاحب!
    زموږ اکثره باسوادان د انګریز د توطئیو د اعتراف څخه انکار کوی ( هغه غریب او کمزور کلیوال غوندی کوم چی حتی په یوازیتوب کی هم د خپل کلی د فاسد ارباب په وړاندی د ګوستأخی جرئت نلری ) .
    د انګرېز د دسیسو او توطئو د نیالګی د ثمر او محصول زمان حد اقل شپیته اویا کلونه وی.
    پښتانه ئې ځکه په شمال کی میشت کړه چی لسیزی لسیزی وروسته په افغانی ټولنه کی قومی – تباری – ژبنی – نژادی متقابلی کرکی او نفرتونه وزیږوی.
    که په شمال کی پښتنو شتون نه درلودای ن په ډیر احتمال غیر پښتون به د پښتون سره هر اړخیزی ستونزی نه درلودای ضمناً په شمال کی به د فډرالیزم د ذهنیت د ایجاد زمینه هم مساعده نه وای ضمناً سالم فډرالیزم به تر هغه ملی حالت بهتر وای یا وی کوم چی نن ور سره مخامخ یو.

  9. غلام حضرت صاحب لطفاً له ځانه د ستمیانو ویاند مه جوړوه.
    په شمال کې که پښتانه نه وای د فدرالیزم خبره به یې اوس نه کوله بلکه د بیلتون خبره به یې کوله. په شمال کې د افغانستان حکومتونو د بخارا شاوخوا ۸ سوه زره ازبیک، تاجک، ترکمن، اونور هم ځای پر ځای کړل، مزکې یې ورکړې. ولې د هغو په اړه څوک څه نه وايي.
    په کوم هیواد کې حکومتونو دا ډول کارونه نه دي کړي. لرې به نه ځو. په ایران کې شاه کردان له غربه شرق ته ولیږدول چې تفسیم شي. فارسان یې په بلوچستان کي میشت کړل او د بلوچستان قومی ترکیب یی تر دې حده تغییر کړ چې نوم یی ورته سیستان او بلوچستان کړ. د هغو ښارونو او سیمو نومونه یی وربدل کړل چې د نورو قومونو په ژبه وو. که مو پکار وي اوږد لیست به یې همدلته درکړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب