یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجاپان د نيشه يي توکيو د بدیل معیشت او روږدو کسانو په...

جاپان د نيشه يي توکيو د بدیل معیشت او روږدو کسانو په درملنه کې مرسته کوي

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه) په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي سره لیدلي.

 د متقي د دفتر په اعلاميه کې راغلي،چې نوموړي د جاپان سفير ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد هېواد له لوري له افغانستان سره د ۱۰۶ میلیون ډالرو مرستو او مثبت ډیپلوماتیک تعامل څخه مننه وکړه او دغه تعامل یې د نړیوالې ټولنې له پاره د ښه خط سیر په توګه یاد کړ.

په افغانستان کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا په دغه کتنه کې وويل، چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه بحثونه کوي، چې څنګه کولای شو په افغانستان کې اقتصادی پرمختګ ته لار هواره کړو.

نوموړي همدارنګه وويل؛ جاپان هېواد اراده لري، چې په افغانستان کې د کوکنارو دبدیل معیشت، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

تاکاشي زياته کړه، چې جاپان په راتلونکي کال کې د امنیت شورا د غړي په توګه خپله دنده پیلوي او هڅه به وکړي، چې په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه ښه رول ولوبوي.

، ملا متقي د افغانستان په تړاو د جاپان د هڅو قدرداني وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د کوکنارو د مخنیوي، اداري فساد د کمښت، د غوره امنیت د ټینګښت او نورو مواردو کې د د دوی د ادارې ملاتړ وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب