تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس جي شنکر يو ځل بيا پاکستان په هند کې د ترهګرۍ په وده ورکولو تورن کړی او ویلي،چې دغه هېواد سره ېې دوه اړخيز مذاکرات او د کرکټ په اسيايي سياليو کې لوبه ممکنه نه ده.
ايس جی شنکر ویلي:« پاکستان هر وخت هند ته وسله راړوې وي نو داسې حالاتو کې مذاکرات څنګه کيداى شي؟»
ايس جي شنکر پاکستان ته په اشاره ویلي يو هيواد څنګه ترهګرۍ ته وده ورکول خپل حق ګڼلی شي؟
هندي وزیر د هند پر وړاندې د پاکستان د دغسې ادعا شویو اقداماتو پر وړاندې د نړيوال فشار غوښتنه کړې ده.
هند په ورته وخت کې د پاکستان په کوربه توب د اسيا د کرکټ سياليو په کيدونکي جام کې د خپلې لوبډلې ګډون رد کړی.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاکستان په پرله پسې ډول د ترهګرۍ په ملاتړ تورن شوی، خو اړوند تورونه بې رد کړي.