Homeخبرونهننګرهار کانال کې ۸۰ زره ځنګلي بوټي کینول کیږي

ننګرهار کانال کې ۸۰ زره ځنګلي بوټي کینول کیږي

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)‏ د ننګرهار کانال په درېيم فارم کې د ۸۰ زره ځنګلي بوټو کينول پيل شول.

د کانال لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي ،چې تر دې دمه ديرش زره بوټي کينول شوي او د پاتې پنځوس زرو کرنه جريان لري.

سرچينه زياتوي، چې له ځنګلي بوټو څخه د بادونو کنترول، ښکلا، شينوالي او سون لرګيو په موخه ګټه اخيستل کيږي.

طالبانو په وروستيو کې له غاصبينو څخه د ننګرهار کانال د ډېرو ځمکو د خلاصون خبر هم ورکړی.

ځايي خلکو دغه کانال ته د طالب چارواکو پاملرنه ستایلې او د لا زياتيدو غوښتنه ېې کړې ده.

1 COMMENT

  1. ایکاش د ځنګلي بوټو پرځای یې مثمر او غیر مثمر نیالي ايښي وای، چې ګټه یې ټولو هېوادوالو ته رسېدلې وای .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...