جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپښتنو فعالانو پېښور کې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه...

پښتنو فعالانو پېښور کې د افغان نجونو د زده کړو په ننګه لاريون وکړ

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)‏ د پښتونخوا يو شمېر ملتپالو فعالانو پرون د پېښور پریس کلب مخې ته د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت اعتراضي لاریون وکړ.

فعالانو د دغه لاريون پر مهال د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري لوري د افغان نجونو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه او د دغو ښوونځيو تړل ېې د بشري حقونو پراخ نقض وباله.

د لاریون نوښت پښتنې فعالې وږمې فیروز کړی و، چې د مفکوره بنسټ مشر حیات روغاني او ځینو نورو هم ورسره ملتيا وکړه.

په دې ورځ بېلابېلو نړيوالو بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو هم د افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو موضوع د يوې لویې بشري سرغړونې په توګه نقد او د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د طالبانو ادارې په دې اړه ملي او نړيوالو غبرګونونو ته ځواب نه دی ورکړی، خو مخکې ېې وياندويانو پر افغان ښځو او نارينه وو له وضع کړو قيوداتو او د شرعي حدودو په نوم سزاوو څخه په دفاع، خپلې دا ډول کړنې په نړيواله کچه د بشري حقونو د تامين تر ټولو مهم ګامونه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب