پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمحب: د جمهوریت سقوط کې موږ هم ګرم وو، خو سياستوال د...

محب: د جمهوریت سقوط کې موږ هم ګرم وو، خو سياستوال د معاملو له وجې ډېر ګرم دي

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)‏ د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د ټویټر په يوه سپيس بحث کې د جمهوري نظام د سقوط او د افغانستان د روان ناورين د حل په اړه د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

دغه بحث، چې د ای بي اين رسنۍ له ټویټر څخه تېره شپه د داود جنبش په کوربه توب ترسره شو، حمد الله محب پکې د يوه مهم چارواکي په توګه د جمهوري نظام په سقوط کې پر خپلو ملامتيو اعتراف وکړ.

هغه په ورته وخت کې افغان سیاستوال په دې برخه کې ډېر ملامت وبلل او ويې ويل، چې ډېرو سياستوالو د جمهوري نظام له چتر څخه بهر او طالبانو سره په انفرادي معاملو کې اخته شول.

حمد الله محب په مسکو کې د طالبانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو غونډه او نورې ناستې يادوي، چې په وینا یې هم د سولې بهیر کې د جمهوري نظام د دریځ کمزوري کیدو سبب شو او هم ېې طالبانو ته ورسره ملګري شوي دي سياستوال کم ارزښته کړل.

دغه پخواني چارواکي طالبان تورن کړل، چې اوس د خپلې ادارې د مشروعيت پیدا کولو لپاره د امريکا متحده ايالاتو پر لور منډې وهي.

هغه د بين الافغاني سولې بهير په تر سره کیدو له ټینګار سره وویل، چې جمهوري نظام د همدغه باور پر محور د سولې هڅې کولې، چې د ۲۰۱۸ اختر کې طالبانو سره تر مخامخ اختریز اوربند پوړې ېې پرمختګ وکړ.

د نوموړي په وينا، يادې هڅې له هغې وروسته ناکامې شوې، چې امريکا متحده ايالاتو د خپلو ګټو لپاره په مخامخ ډول طالبانو سره مذاکرات پیل او د سولې تړون ورسره لاسلیک کړ.

طالبانو د حمدالله محب څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينو فعالانو بیا د نوموړي څرګندونې نقد کړي او ويلي، چې محب او نور پخواني چارواکي اوس په داسې خبرو د ځان سپینولو په هڅه کې دي.

2 COMMENTS

  1. که له یوې خوا ناولی سیاسیون لکه عبدالله، یونس، دوستم، خلیلی، محقق، مسعودیان او نور ملوث او دنظام پښې یې ووهلی همدومره ماشموم محب او ماشوم بداخلاقه فضلی نظام بدنام او دخلکو دکرکی وړ وګرځاو، اوس دوی ټول یو بل ملامتوی . سړی د ملی فکرلرونکو او دفاعی ځواکونو صداقت او قربانی ته ډیر خپه کیږی .

  2. کله چې وزیر ، داکتر، سلاکار ، چړی او یانداف وایو دا هریو هغومره ظرفیت او کفایت باید ولری چې یو یې هم نه لری دا هم عمل کې او هم په لافه کې راڅرګند شول موږ یی وینو داصاحب القاب ورک نه شو ل.
    ریس ، وزیر ، معین، سلا کار ،ذلیل او بدیل مشر اوکشرپخوانی او اوسنی کلینر قصاب ډانډس دغه ولس تباه کړ
    دټېپرو له دیګ ټیپر راوځی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب