جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+سیاست د څه لپاره| دولت وزیري

سیاست د څه لپاره| دولت وزیري

د سیاست په هکله دول ډول تعریفونه شوي دي. څوک يې علم بولي، څوک يې بيا په هنر پورې تړي، څوک يې د اقتصاد پلو ته کشوي او ځينې یې بيا واک ته رسېدل بولي او لا ځينې خو چل ول او غولولو ته هم سیاست وایي.

 که سم ورته ځیر شو په نړۍ کې ټول انسانان په یو ډول نه په یوه ډول په سیاست کې لاس لري، ځکه چې د سیاست اصلي موخې  قدرت ته رسيدل، د قدرت ساتل او د قدرت ویشل او تنظیمول دي.

که وګورو د کلي او کور مشر هم د واک د لاس ته راوړلو لپاره هلې ځلې کوي، بیا د واک د ساتلو په غم کې وي. په اسانه يې وېشلو ته هم چمتو نه وي. د مېړه او ښځې، د پلار او زوی، د مشر او کشر، د امر او معاون تر منځ تل همدغه حال وي.

د واک او قدرت پر سر جګړه او جنجال په خپله سیاست ته وایي او واک ته د رسېدلو لارې چارې ټولې په سیاست پورې اړه لري.

 په سیاست کې هغه څوک بریالی وي، چې د سیاست په رمزونو پوه شي. د سیاست رمزونه په ښکاره خو خلکو او هېواد ته د خدمت شعار دي، خو په حقیقت کې دا د سیاست بیروني اړخ دی. د سیاست داخلي یا اصلي اړخ چل ول، غولول او د یوې مسئلې څټ ته وایي.

هېوادونه هم سیاست د خپلو ګټو او منفعت لپاره کوي. هغه ګټې که اقتصادي وي، که پراختیاغوښتنه وي او یا که استعمار او استثمار وي. خو ښکاره اړخ يې بیا له کمزورو هېوادونو سره د مرستو، د بشر د حقوقو د رعایت کولو، د ښځو د حقوقو د تامینولو، د جګړو او زور زياتي د مخنیوي او د ډموکراسي پر شعارو ولاړ وي. خو په حقیقت کې د مسئلې په بل اړخ پورې چې د هېوادونو خپلې ګټې دي اړه لري.

په دې هکله هغه کس یا هېواد ښه بریالی وي، چې ښه لوبه کولای شي، رښتیاوو ته ورته ښه غولول کولای شي او تل د مقابل لوري په موخو، پلانونو خبر او پوه وي. ځکه سیاست هم د شطرنج لوبې ته ورته لوبه ده.

 په شطرنج کې هغه کس بریالی وي، چې د حریف یا مقابل لوري په چل او موخو پوه وي. د شطرنج په لوبه پوهېدل په دې معنا دي، چې د خپل چال پر ځای به هم د مقابل لوري چال سنجوي او د هغه د حرکت مخه به نيسي.

 دولتونه یا حکومتونه تل د عامه خدماتو په وړاندې کولو سره هڅې او هلې ځلې کوي، چی د خپلې بقا لپاره د خپل هېواد اوسېدونکو ته اړین خدمات وړاندې او د امکان تر سرحده هغوی ته په بېلابېلو لارو چارو د خوښۍ زمینې برابرې کړي. د امنیت او عدالت د تامينولو شعار سر کړي. له دې ټولو هڅو څخه موخه د خپل واک او قدرت ساتل دي.

اکثره سیاستوال خلکو ته خدمت خپلې موخې نه ټاکي، بلکې خلکو ته خدمت واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسلې په توګه کاروي. همدلته دي چې ځينو خلکو سیاست ته د چل او غولولو نوم ورکړی دی.

له هغې ورځې چې انسانانو ټولنیز ژوند غوره کړی دی، ورسره سم يې سیاست ته مخه کړې ده. د سیاست لپاره یې ډول- ډول لارې چارې سنجولي او عملي کړې دي. کله چې د ستونزو سره مخ شوي دي، لاره او مخ يې بدل کړی او په یوه نوې او بدله لاره روان شوي دي، ځکه هېڅ وخت واکمن په اسانه واک له لاسه نه ور کوي، خو کله نا کله بیا د تاریخ جبر او د سیاست کوونکي واکمن ظلم، جبر او په سیاست کې له سترو غلطیو له امله له واکه غورځېدلی دی. د نړۍ سترې واکمنۍ، امپراطورۍ او لوی سلطنتونه نړېدلي دي.

د فرعونیانو امپراطوري ړنګه شوې ده. د مقدوني سکندر لوی سلطنت د تاریخ برخه ګرځېدلې ده. د هخامنشیانو، د چین، د هندوستان او د ماورالنهر غښتلې واکمنۍ له منځه تللي دي. د فرانسې، هسپانیا، اتریش، روسیې، عربانو او عثمانیانو لوی- لوی سلطنتونه ویجاړ شوي دي.

له محمود غزنوي، غوریانو، ایرانیانو، درانيانو او انګرېزانو له واکمنیو څخه يوازې د تاریخ کیسې جوړې شوې دي.

له کومو چې يادونه وشوه، دوی ټولو سیاست کاوه او په مختلفو لارو يې د مذهب، فیوډالیزم، سوسیالیزم او په نورو نومونو خپل واک ساته. خو د تاریخ جبر او څپېړې د دوی واک ته د پای ټکی کېښود.

  په غربې نړۍ کې د قدرت له پاسه بل قدرت نه مني، خو په اسلام کې د قدرت له پاسه بل قدرت شته او هغه اسلامي لارښوونې دي. په اسلام کې د دنياوي ګټو پر ځای اخروي ګټو ته لومړیتوب ورکول کېږي، همغه دی چې انسانان له شر څخه د خیر پر پلو راګرځوي.

 د اسلام سپېڅلي باور په خپله سیاست دی، ځکه له شر څخه خیر ته د خلکو را بلل هم د سیاست برخه جوړوي.

له بده مرغه نن ورځ هم په ډېرو اسلامي هېوادونو کې هم د واک د لاس ته راوړلو او د واک د ساتلو لپاره د خیر پر ځای شر ته مخه کوي او هغه څه کوي چې اصلاً د یوه سپېڅلي انسان لپاره نه ښايي.

نن ورځ نړیوال سیاست هم په دوکو ولاړ دی. که هر څومره د بشر د حقوقو نارې سورې دي، د جګړو د مخنیوي، د وسلو د نه خپراوي، له بېوزلو سره د مرستو او د ډموکراسۍ د تامینولو لپاره منډې ترړې دي. دا ټولې دوکې دي.

په دې لاره کې د امریکا متحده ایالتونه له نورو مخکې دی. د ډموکراسۍ په پلمه حکومتونه نسکوروي او خپله له دوکو ډکه لوبه کوي. عراق، سوډان، مصر، سوریه، لیبیا او افغانستان يې سترې بېلګې دي.

له همدې امله نن ورځ د ډموکراسي تعریف داسې کیږي. ځینې وهل کوي، ځینې وهل خوري او ځینې زارۍ کوي، ځکه ډموکراسي ده هر څوک په کې ازاد دي.

يانې زه حق لرم چې ودې ډبوم او ته حق لرې چې وژاړې.

په تاریخ کې سترو امپراطریو کله يې چې د خیر پر ځای شر ته مخه کړې ده له  منځه تللي دي. د تاريځ جبر د چا لحاظ نه کوي. د امریکا متحده ایالتونه دې هم د خپل زوال منتظر اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب