پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+که د سمون مخه نيسو، نو د وخت جبر به مو مات...

که د سمون مخه نيسو، نو د وخت جبر به مو مات کړي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
زموږ په هیواد کې په نړيواله کچه د یوه متمدن او معاصر نظام د جوړولو لومړنۍ منظمه هڅه د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د غازي امان الله لخوا وشوه. نوموړى يو وطندوست زړور او شجاع مشر وو. غوښتل يې چې په افغانستان کې د لوديځې اروپا حکومتي موډل د روڼ اندو واکمنانو تر مشرتابه لاندې پلي شي، خو متأسفانه د خپل ولس  ديني او کلتوري اړخونو او علمي کچې ته له پام کولو پرته او له انګريزي استعمار سره د افغانانو عنعنوي دښمني له امله يې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې. البته احسان يې بايد ومنو چې نوموړي د افغانانو د وينې له تويولو څخه وړاندې  هېواد پريښود.
په ۱۳۵۷ کال کې د «ثور د اوومې له کودتا» په شکل د ختیځ ډول موډرنيزم بله نسخه چې  د خلق او پرچم ګوندونو په نوښت په افغانانو باندې د تجربه کولو او تپلو پړاو ته واچول شوه، خو د افغانانو له عقيدوي اړخونو او کلتوري ارزښتونو سره د ټکر په مهال له سختې ناکامي سره مخ شوه.  د دغې تيوري د پلي کولو هڅه ډېره خونړۍ، ظالمانه او له ډېرو وحشتونو سره مله وه. د روانې او فزيکي جبري اړخونو د کارولو له امله د خلق او پرچم ډلو په وړاندي ملي تړونونه او د خلکو مذهبي باورونه د دغې نظريې په وړاندې د تقابل تصادم او ملي پاڅون تر بريده ورسيده.
د خلق او پرچم لخوا د تورې ارتجاع، فيوډاليزم او اخوانیانو په نوم ديني علماو، ځمکه والو او روڼ اندو اسلامي مخالفینو بندي کولو، په پليګونونو کې د لسګونو زره افغانانو صحرایي وژنو او متعاقباً په افغانستان باندې د شوروي ځواکونو یرغل  د افغانستان ملت قيام ته اړ ايسته. زموږ  خاوره يې د کمونيزم او کاپيتاليزم تيوريو ترمنځ  د ایډیالوژیکي او جیوپولیټیک ټکرونو مرکز وګرزوله. د خلق او پرچم ډلو لخوا د ډنډې په زور د ټولنيزو بدلونونو نوښت او په افغانستان باندې د شوروي ځواکونو يرغل د افغانانو په ديني او کلتوري اړخ باندي پاروونکى بريد وو چې د لويديځوالو مالي او وسلو مرستو ورته د مقاومت لپاره انرژى ورکړه.
له تيرو نزدې پنځو لسيزو راهيسې مو ستره بدبختي مو داده چې د خپلې ټولنې ذهني لومړيتوبونو کلتوري ځانګړتیاو او عيني واقعيتونو ته له پام کولو پرته  بهرني دودونه او تيورئ  په خپله ټولنه باندې د منلو په موخه په ډنډه، کوتک او توپک هم صرفه نه کوو.
 په ١٩٩٢  کال کې د مجاهدینو د ځينو ډلو لخوا د واک په موخه د کورنيو خوسا جګړو له امله ولس تر سپږمو راورسيده او طالبان د يوه سوله خوښي جګړه ختموونکي او د فساد د له منځه وړونکي ځواک په توګه د ولس له منځه راپورته شول. ولس ورته د ژغورنې د پريښتو په سترګه کتل او  ورڅخه ملاتړ يې وکړ. . يوازې هغه جنګي ډلې يې هدف ګرزولې چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وې. واک ته ورسېدل. د پنجشير ولايت په استثنا يې ټول افغانستان په ولقه کې راوست. په تګلارو او چلن کې يې د سختي عنصر شتون درلوده خو ديرى خلکو يې ددې لپاره ملاتړ ته دوام ورکاوه چې له کورنۍ جګړې څخه يې نجات ورکړى وو. د يولسم سيپټمبر له پېښې وروسته د امریکا له مشري لاندې ستر ايتلاف ترتیب رامنځته شو. په افغانستان باندې يې د يرغل په نتیجه کې د طالبانو نظام نسکور کړ.
په بن کې د کورنئ جګړې مخکښو جنګسالارانو او ليبرال ديموکراتانو د ايتلاف د ناتو د جنګي ځواک تر سيوري لاندي او نړيوالې ټولنې د بشپړ ملاتړ په چوکاټ يوه نوې نسخه په افغانستان کې پلي کېدو ته وړاندې شوه. په افغانستان کې په نوى نوم او تر نوي شعار لاندې يوه نوې جګړه پيل شوه چې؛ “د ترهګرۍ په وړاندې جګړه” بلل کيده.
 د لوړې کچې فساد، په حکومتي چوکاټ کې د بشري حقونو د ناقضينو او د جنګسالارانو غوښنه برخه، ويشل شوى حکومتي جوړښت، د چارواکو دوه ګونى تابعیت، له سولې سره سليقوي چلن، د ناتو خپل سري جنګي تاکتيکونو، د لوړې کچې ملکي تلفاتو رامنځته کيدو، د افغانانو مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته د پام نه کولو، د ارګ مېشتو امرانه او جابرانه کړنلاره، په ټاکنو کې د چارواکو سيستماتيکې درغلئ  د بهرنیو لاسوهنو او د پورتنيو ټولو نيمګړتياو د يوځاى کيدو په پايله کې د ولس او حکومت ترمنځ ستر واټن د تير شل کلن جمهوريت د ناکامي محصول ګڼلاى شو.
 زموږ له هېواده بهرني ځواکونه ووتل، نظام ونړول شو او لسګونه زره افغانان له هيواد څخه ووتل. دلته د پاتې علمي څېرو او ځوانانو له ټولنيزو، سياسي، اقتصادي، روحي او جسمي ستونځو اوريدو وروسته انسان ناهيلى کيږي. دولتي بنسټونه  ودرېدل، مدنيت مخ په ښکته خوځيږي، له تمدن سره ډغره وهل پاليسي ګڼل کېږي. افغانستان د مټکورو تګلارو له امله يوه ناکام حکومت درلودونکى هيواد او د نړيوالې ټولنې لخوا په يوه ګوښه شوې خاوره د بدليدو په حال کې قرار لري.
د حکومتونو د نړولو په موخه په جګړه او د بيرته جوړولو په هڅو کې د امتيازاتو د ويشلو په مسئله باندي مو لسيزې تېرې شوې، خو هيڅ مو ترلاسه نه کړاى شول. لا هم نه نظام لرو، نه ثبات. نه مو اسلامي نظام جوړ کړاى شو او نه هم په ديموکراسي کې وځليدو. نه له نړيوالو سره د سيالي کولو په موډ کې يو او نه هم له ګاونډيانو د برابري خبره کولاى شو. پرون هم غلامان وو او نن هم متأسفانه د نړيوالو مرسته او خيراتونو ته محتاج هيواد لرو. ارګ ته رسيدلې هره ډله د امن سولې او ورورولى خبرې کوي، خو هر واکمن بيا هيواد او ملي شتمنۍ خپل شخصي ملکيت او هر ډول تصرف پکې د ځان حق ګڼي. ولس ته د غلامانو په سترګه ګوري. له واک څخه لرې شوې ډلې د ولس بچيان جګړو ته را باسي او خپل بچيان په بهرنیو هېوادونو کې د ارام ژوند تيرولو ته تشويق کوى.
متأسفانه زموږ د سياسيونو ديرى وختونه د ټول ګډونه حکومت په خبره تيريږي او هره ناسته مو د دولتي امتیازاتو په ويش او په نظام کې د ځان په ونډې باندې را څرخيږي. موږ تر هغو د پرمختګونو ملي او ډاډمن امنیت په لوري ګام نشو اخيستې تر څو چې په حکومت کې د ځان ځايولو پرځاى  د منل شوي ځواب ويونکي ميکانېزم د رامنځته کولو لپاره د اساسي قانون تر چتر لاندې په منل شوى نظام باندي هوکړه ونکړو. د جګړو او زور له لارې حکومت نيولو او حکمراني کولو قانوني او متفقه مخنیوي، د ولسي ارادو  پربنسټ ولاړ یوه افغان شموله، حساب ورکوونکي، متمرکز، شفافيت ته ژمن، ملي نظام جوړولو  لپاره د ميکانيزم رامنځته کول اړين دي.
اوس موږ کولاى شو روان وضعیت ته د علمي څیړنو، بحثونو،  بين الافغاني مذاکراتو څيړنو او ارزونو په پایله کې تغير ورکړو. دغه بدلون باید د سياسي معاملو کولو، پرديو تيوريو راوړلو د بهرنيو کلتوري ارزښتونو پلى کولو له لارې نه، بلکې د اسلام له مقدساتو سره سم د تمدن او ګلوبلايزيشن په منل شويو پرنسيپونو باندي ولاړ د افغانانو د عقيدوي کلتوري او ټولنيزو ځانګړتیاو له لارې راوړل شي. که مو دغه ډول نوښت ونکړاى شو نو کيداى د وخت جبر مو داسې بدلون ته مجبور کړي چې زموږ ملي ګټې خوندي نشي. د وخت جبر بيا له انسان څخه د نوښت او سازش وړتیا سلبوي، د منزل په لوري د مزل کولو مخه يې نيسي، د لارې د رڼا لپاره شمعه او ستوري ورڅخه اخلي او په تياره کې د تياره منزل په لوري يې حرکت ته مجبوروي.
د اوسني ترينګلي وضعیت تسلسل زموږ راتلونکې ننګوي. که اوس هم د سمون او بدلون مخه نيسو نو يقيناً به موږ زيان وينو او بالاخره به حتماٌ ماتيږو. د بين الافغاني اجماع له لارې داسې نظام ته په شدت سره اړتیا لرو  چې په کور کې سوله راوړو، له نړۍ او ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړو. واک انحصاري شکل ونلري، کار اهل ته وسپارل شي، په حکومت کې ولسي ګډون يقيني وګرزي،  اساسي قانون ولرو، د ټولو خلکو د اساسي حقونو او آزادیو پر بنسټ ولاړ وي،  د هیواد قومي او کلتوري تنوع ته پکې پاملرنه شوې وي، په ملي یووالي باور شتون ولري او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمنتيا پکې شامله وي.

4 COMMENTS

  1. سلام
    موږ باید باور ولرو چې کوږ بار تر مزله نه رسیږی .
    فزیکی،سمعی او دبصیرت په برخو کې:
    د نسخو په کتار کې درې مهم غړی هم شامل دی لکه عینین یعنی دوه سترګې ، شفتین دوه شونډې او اذنین دوه غوږونه د بدن په یوه برخه کې مغز ته نژدې موقعیت لری، هر یو ځانګړی وظیفه لری ولې دوه دي داهم اسباب او دلایل لری. هرې نسخې له ځانه سره نا وړه ستونزې درلودې یا مو سترګو کا ر نه دی کړی ، یا مو لوستلی نه شوې او یاخو په غوږو کانه وه فلهذا دلته صم بکم عمی فهم لایرجعون صدق کوی او اوچت مفهوم لری،
    د بین الا فغانی برخه کې:
    موږ په اسلامی لحاظ کرکه ، انحصار،انحطاط، کړکېچ په ډاګه وینو . دعلم دروازې تړو، برتری او بهتری پالو، ګواښ کوو، بهرنی را پخلا کوو دالرې یې په خوند په انډیوالانو وېشو پټې او ښکاره غونډې او معاملې ورسره لرو، کوم سیاست دامنلی شی چې یو سرپرست وزیر یعنی ددفاع وزیر دې ذباندینیو چارو وزارت ،تجارت وزارب او کډوالو وزارت مسئولیتونه هم په غاړه واخلی هغه هم نه تجربه لری او نه پوهه. دلته که ضریب درې ونیسو او یو وزیر ددریو وزیرانو کار کولی ش نو بیا دومره وزیران سر پر ستان څه په کار؟
    دنسخو عینی او ذهنی ارزښتونه/ کمیت او کیفیت:
    شرع حاضر ته ګوری سیمه ایزه کنفرانسونه، ګیلې او اندېښنې ، دتروریزم ټا په وهل زموږ هېواد او ولس دبن بست لورته ټېل وهی
    اوپه سیمه کې مو یوځل بیا سیاسی موقف کته راولی. له بده مرغه موږ ډیر وخت له لاسه ورکړ ددې لپاره چې کار مو اهل کار ته ونه سپاره او شخصی جهالت ته مو ذوام ورکړ. کمیت او کیفیت دوربین کې نه لیدل کیږ ی اوس هم سر وخت دی چې له خپلو افغانو سره دسیاسی بصیرت ، سیاسی تنوع په ملی او اسلا می، عینی او ذهنی اسا ساتو برابر کوتلی ګامونه واخلو.هغه به مو اوریدلی وی څوک چې فیلان ساتی دفیل خانو غم یې مخکې خوری.
    نړۍ او په تېره بیا امریکا او روس موږ سره چل کوی ابزار لری شوم او نا جایزه اعمال لری طرف او لوری دی هم اندیوالی کوی او هم
    نېښ وهی څلور لسیزې تېرې شولې خو همدا لوبې او نسخې روانې دی. بین الا فغانی یوازینی لاره او نسخه ده چې کار ورکوی اوبس
    اسلامیت ، افغانیتؤ، ملیت ،موقعیت ، حریت په ټولنیزه محوره ټولنه کې دټولو اقشارو ثابت حق او په ګټه دی محترم وحید صاحب موږ مشترک اهداف لرو او په مشترکو او ګډ و اهذ افو ښه ښکارو.

    • سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب
      يقيناً مو ديرو اساسي ټکو ته اشاره کړې ده. موږ يقيناً ډير وخت ضائع کړى دى موږ ډيرڅه له لاسه ورکړي دي او په موږ باندې يقيناً ناوخته شوى دى خو بيا لاس تر زنې لاندې کيناستل ښه کړنه نه ده. کيداى شي خاشاکو ته په لاس اچولو وژغورل شو خو حوصله به نه بايلو.
      د ناوړه کړنو منکراتو نارواو ناپړيتو او ناشولتو کړنو په وړاندې به سوله ايزې مبارزې ته دوام ورکوو او د افغانانو د حقونو تلف کوونکو او زموږ د بچيانو په مخ د ښونځيو د دروازو بندوونکو په وړاندي به دغږ پورته کولو همت نه بايلو. بس همدغه لاره ده. ځوړنده ډوډوۍ هيڅ ځاى نشته. د زحمتونو مکافات به انشاالله راته رسيږي
      بيا هم مننه

  2. جناب وحید صیب سلامونه او نیکی هیلی!
    ترڅو چی موږ خپل ځانونه سم نکړو او د خپل هیواد په آبادی کی په شعار نه بلکی په عملی ډول ګام پورته نکړو نو نړی او خپل هیوادوال به را څخه مخ وګرځوی ځکه هر نظام چی دلته راغلی خپل نږدی کسانو لپاره کار کړی او ولس ته یی شاه کړی همدا لامل ده چی موږ بیرته ناکام شوی یو بیا ګیله له نورو کوو موږ باید د تیرو نظامونو په مثبتو کارونو باندی مخی ته لاړ شو او له منفی کارونه څخه مخ واړوو او اصلاح او سمون لپاره د تل لپاره عملی ګام پورته کړو مګر برعکس هر هغه منفی کارونه چی تیرو نظامونو کړی هغه ته زیاته توجه او پآم کوو او هغه کارونه او تګلاری چی د هیواد او ولس د آبادی لپاره پکار ده ترینه مخ اړوو
    په ډیری بی کسی او بی وسی سره چی بیا وروسته افسوس کوو همدا د بی علمی او د نه عدالت پایلامه ده

    • وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
      مننه جناب ګل محمد صاحب محترمه.
      زه درسره موافق يم. يقيناً له عملي ګامونو اخيستلو پرته موږ د پرمختګونو پړاوونه نشو طى کولاى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب