شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط-انو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ ۴ تنه وژل شوي او لسګونه...

د ط-انو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ ۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)‏ راپورونه وايي، چې له څه موده ځنډ وروسته د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شیرو اوبو په ساحه کې نن بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل دي.

سیمه ییزو سرچینو رسنيو ته ويلي، چې نښته دروازې ته نژدې د یوې پوستې د جوړولو پر سر وشوه.

په کندهار کې د طالبانو د حاکمې ادارې د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ صابر وايي چې نښته درېدلې ده.

په کوټه کې خبري سرچينو ويلي، چې د دغه ښار روغتون ته له یادې نښتې څخه د څلورو تنو مړي او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه وسله والي شخړې زیاتې شوي دي.

د طالبانو او پاکستان چارواکو په دې اړه د خبرو او حل لارو د موندلو د هڅو خبر ورکړی و، خو لیدل کیږي چې لا د ناندريو په حل نه دي توانیدلي.

ځینې څارونکي باور لري، چې پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې غواړي د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا نقض کړي، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون یو شمېر مشران، چې د پاکستان د ورته هڅو خلاف ګڼل کېږي، د دغو هڅو پر وړاندې ودريږي او خپلو جنګیالیو ته د پاکستان له خوا د افغان حریم د نقض پر وړاندې د دریدو امر کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب