Homeخبرونهجلال اباد کې د داعش وسله والو خلاف عمليات شوي

جلال اباد کې د داعش وسله والو خلاف عمليات شوي

تاند:( یکشنبه، د قوس شلمه)‏ ‏د ‎طالبانو د استخباراتو ځواکونو د مرکز جلال آباد څلورمه ناحيه کې د داعش ډلې پر يوه پټنځي د عملياتو خبر ورکړی.

د طالبانو د ولایتي ادارې د اعلاميې له مخې، د دغو عملياتو په پايله کې د داعش ډلې درې تنه وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې په عملياتو کې ملکي وګړو او ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی، خو يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

داعش ډله معمولا د ورته خبرونو په اړه کوم غبرګون نه څرګندوي.

په وروستيو کې د داعش ډلې د فعالیتونو او هم ېې پر ضد د طالبانو د ورته عملياتو خبرونه دوام لري.

طالبانو په ځلونو د یادې ډلې د نابودۍ اعلان کړی، خو وروسته ېې د فعاليتونو د دوام خبرونه رسنیز شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...