شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۷ تنه وژل شوي، ۳۱...

د افغان او پاکستاني ځواکونو په نښته کې۷ تنه وژل شوي، ۳۱ ژوبل دي

تاند(یکشنبه، د قوس ۲۰ مه) د چمن- سپین بولدک ترمنځ د شیرواوبو په سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷ او د ټپیانو ۳۱ ته ورسید.

په لومړنیو راپورونو کې د چمن خوا ته د ۶ تنو د وژل کېدو او د ۲۴ نورو د ټپي کېدو ویل شوي وو خو وروستي معلومات ښيي چې دواړو خواوو ته لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي.

د کندهار د والي ویاند ویلي، د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شېرو اوبو په سیمه کي له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې د خوا ته یو سرتېری شهید شوی او د دریو ملکي وګړو په شمول لس نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي. د پاکستان پوځ د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د چمن د مرکزي دولتي روغتون یوه ډاکتر نړیوالو رسنیو ته ویلي چې روغتون ته د ۶ تنو مړي او ۲۱ ټپیان وروړل شوي دي.

ده همداراز ویلي چې سخت ټپیان د کوټې روغتون ته وړل شوي دي.

تر دې مخکې د کوټې د دولتي روغتون مسوولانو رسنیو ته ویلي وو چې ۶ مړي او ۱۶ ټپیان وروړل شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی مولوي عطاالله زاید وايي چې د سپین بولدک خوا ته یو پوله ساتی وژل شوی او د درو ملکي وګړو په شمول ۱۰ تنه ژوبل شوي دي.

طالب چارواکي وايي چې د چمن خوا ته اوښتې مرګ ژوبلې د جګړې له سیمې لېرې دي.

د ۲۰۵ قول اردو مطبوعاتي مسول ویلي، د چمن په ګلداره باغچه او وېش سیمه کي اوښتي تلفات په دوی پورې اړه نه لري او دا سیمي د جګړې له ځایه لیري دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې طالبانو بې موجبه د دوی لور ته د هاوان او توپ په شمول د درنو وسلو ډزې وکړې او پاکستاني پوځیانو پرې ځوابي ډزې وکړې.

ځايي اوسېدونکي او چارواکي وايي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې په متنازغ سیمه کې د ازغن سیم د نصبولو کار بیا پیل کړي. د دوی په وینا طالبانو هڅه وکړه چې پاکستاني پوځیان د خبرو له لارې دا مسله ورسره حل کړي خو د دوی خبرې ناکامه شوې.

تر دې مخکې ادعا شوې وه چې طالبانو کرښې ته نژدې پوسته جوړوله چې پاکستاني پوځیانو پرې ډزې وکړې او طالبانو ځوابي ډزې وکړې.

1 COMMENT

  1. د بي بي سی پښتو خبر پانه کې می ولوست چې د پاکستان لومړي وزیر، او یو شمیر نورو مقاماتو طالبان پړ ګڼلي او درګرده اخطارونه ورکوي. خو بی غیرته ملا متقی ورته جینګه خوله، تور مخ او غټ سر ناست دی او خوله له ډاره نه خلاصوي. حیف ددې بیچاره پښتون قوم چې ددې لعنتي کرښې په دواړو خواوو کې بې له کومې ګناه وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب