Homeخبرونهچین کابل کې د خپل سفارت د خونديتوب غوښتنه وکړه

چین کابل کې د خپل سفارت د خونديتوب غوښتنه وکړه

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏په کابل کې د پاکستان پر سفارت د څو اونۍ مخکې برید څخه وروسته، په کابل کې د چین سفیر د خپل سفارت د امنيت ساتلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د چین سفیر دا غوښتنه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ستانکزي چينايي سفير ته په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ويلي، چې د ټولو سفارتونو امنیت ساتلو ته په پوره پاملرنه کيږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو بريدونه شوي، چې ځينې نور هیوادونه يې هم انديښمن کړي دي.

طالبان بيا د ټولو سفارتونو د امنيت تامينولو ډاډ ورکړی او د پاکستان پر سفارت د برید د عامل نيولو اعلان يې کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...