شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+فدرال، فدرالي دولت او حکومتی نظامونه

فدرال، فدرالي دولت او حکومتی نظامونه

پوهاند محمد بشیر دودیال

افغانستان د کورنیو جګړو په بهیر کې وځپل شو، اقتصاد، معارف، اردو، صحت،مخابرات،… لنډه داچې زیربنا او ټولو مادی او معنوی ملی ارزښتونو  ته زیان ورسېد. په دې کې حکومتولي، نظام او دولتی چارې هم وشړیدلې. له ۱۳۸۱ل.کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیا رغاونې هیله پیدا شوه، خو متاسفانه ستونزې ډیرې وی؛ د بهرنیو مرستو دمثبتو اړخونو  ترڅنګ دهغو منفی اړخونو، بی کفایتی، ناامنی او پراخ- تنظیم شوی فساد دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. له ۲۰۱۰م.کال ورسته وپتېیل شوه چی امنیتی سکتور او ډیرې نورې چارې په مستقلانه ډول افغانی بنسټونو ته ولیږدول شي، خو نه افغانان (چارواکي) او نه یې ملی بنسټونه دې ستر امانت سپارلو ته چمتووو. په ۲۰۱۴م. کال کې تر دې هم پورته؛ د افغانستان لپاره څو لویې او منطقوی طرحې په پام کې وینول شوی، لکه: نړیوالو اوبو ته لارموندل، د تروریزم او د مخدره توکو د څلور لارې پرځای افغانستان د مدنیت او تجارت په څلورلاری بدلول، د کاسا زر، ټاپی، لویوتجارتی منطقوی لارو، د وچې د بندرونو د انکشاف، د اوبو دمنابعو مدیریت، دکانونو د چارو د معیاری قردادونو جوړول،مالی او پولی سیستم نوی کول او د اقتصاد لپاره بهر کی د یوې پشتوانې جوړول، منطقوی سازمانو سره اړیکی پیاوړی کول او ځینو کې د ناظر له دریځ څخه بشپړ عضویت ته د افغانستان اوچتول، د مطبوعاتو لا ښه ځلول، هوایی ترانزیت او عواید یې، مخابرات او عواید یې، د ګمرکاتو سمون او داسې ډیر نور تدابیر لاس لاندې ونیول شول. په دې کې یو هم د بهرنیو موسسو د کارونو محدودیدل و چی د ناامني اود امنیتی سکتور د انتقال له امله جبری واقع شول. له بلې خوا د اقتصاد د ښه کولو لپاره یو شمیر کسانو باندی امتیازات کم شول او ځینی بستونه هم محدود شول. دونرانو مرستی دیوشمیر شرایطو تابع کړې او دولت مجبور شو په لګښتونو کی د ذوق پرځای صرفه جویی ته مخه کړي. له بلې خوا وضعیت د دې غوښتنه کوله چی قدرت یوڅه متمرکز او انارشی او بی انضباطی چی د تیرو کلونو بد میراث و، له منځه یووړل شی. دغه وروستی اقدام کامیاب نه و، بلکې بد تخریبی-افراطی غبرګون یی درلود. دغه غبرګون د سبوتاژ، بی دسپلینی اوعدم اطاعت، فدرالیزم غوښتنې، شئونیزم، سکتاریستی تمایلاتو او یوشمیر نورو بڼو باندی تظاهر وموند، دا په داسې حال کې چې دهیواد وضعیت د امنیتی، سیاسی او اقتصادی پلوه ډیر بحرانی حالت کی و. په دې کې بهرنی تحرکات هم دخیل و، مګر دا صرف سیاسی نارضایتی نه، بلکی ملي ضد او دسیاسی افراط اوتفریط مرکب مثال و. اوس چې حالات نور هم بدل شول، لا هم دفدرالیزم غږونه اوریدل کیږی، خو مشکل دادی چی دافغانستان په شان یو کاواک هیواد د بحران او لیږد په حالت کی دستی په دستی دې ډول خبرو ته جوړ ندی. نو ځکه به د فدرالیزم په اړه لنډه خبره وشی:

فدرالیزم (Federalism) چې اوس اروپایی ژبو کی معمول ده، د لاتیني ژبې د (Foedus)څخه اخیستل شوی ده، چې د مرکزیت، متمرکز او توافق برعکس، د ویشلي اوغیرمرکزي په مفهوم او معنا ده. په حکومتولی او عامه اداره کې  فدرال سیستم هغه ډول نظام دی چې ټول قدرت مرکز سره نه، بلکې یو شمیر صلاحیتونه ایالاتو ته سپارل کیږی، اقتصاد کې هم تصدۍ تبارز مومی، محلی شوراګانې پیاوړی شی، خو اساسی قانون، بانکونه، پولیس او امنیت، بهرنی پالیسی او ځینی نور حساس دریځونه مرکز سره وی، چې دفدرالی په وړاندې یې صلاحیتونه ملی وثیقه، یعنی قانون کې ثبت وی. په دې ډول نظام کې یوهیواد په څو ایالاتونوویشل کیږی چې داخلي چارو کې واک لري،خوپه بهرني سیاست، داقتصادی سیستم په ټاکلو او نظامی چارو کې د مرکزی دولت تابع وی(لکه پاکستان، هند، جرمني او نور)، د دې په وړاندې بسیط (ساده) دولت دی چې اداري او حکومتی واحدونه ټول مرکزي وي (لکه افغانستان او د نړۍ اکثریت هیوادونه).د دې سرچپه هم ویلای شو: د څو ایالتونو سره یوځای کیدل په یوه لوی واحد کې فدرال دی.

یعنې دا کوم مطلقاً غیر متمرکز او پاشلی نظام نه، بلکې قانونمند نظام دی، چی محلات خپلې چارې خپله له خپلې خوښې سره سم پرمخ بیایي، بلکې دغه محلات (ایالتونه) تر یوه لوی ملی چتر لاندې سره متحد وي. هغه ټولنی چې لا هم د پوره لوړ شعور او پوهې، اتحاد او ثبات لرونکی نه وي، یا یې اقتصادی پوتانیسیلونه متجانس نه وی، دطبیعی منابعو، اقلییمی اوصافو ، ترانسپورت او نورو له پلوه ټول ولایتونه عین مزیت (ښیګڼه) ونه شی لرلای، نو بیا فدرال نظام د دوی په زیان وي. یا هغه هیواد چې نفوس او سړی سرکلنی عاید یې کم، دملی پروژو د تمویل سرچینی محدودې اوبهرنیو مستو ته محتاج او مساحت یې هم ډیر لوی نه وي، سیاسی پوخوالی او اقتصادی کلکوالی ونلری، یا څه نورې ستونزی ولری، نو دا ډول هیواد فدرال نظام نه خوښوي.

باید د فدرال کلمه له غیر متمرکز څخه جلا کړو. بله باریکې داده چی په اضطراری او جنګی حالاتو کی دفدرال پر ځای متمرکز نظام موثر دی. دا ځکه چی په انارشی لاسبری کیدای شی، نه پریږدی چی حالات له بد بدترشی. په مجموع کې په اداره کې؛ فدرالیزم او فدراسیون له شکلي پلوه دې ته وایی چې څو کوچنی واحدونه اوډلې(کوچنی دولتونه، ایالات، ولایتونه، سنډیکاوی، اتحادیې او نور) سره را یوځای کړي او یو فدراسیون جوړ کړي. یعنې ګډو ګټو ته درسیدو په موخه له کوچنیو واحدونو څخه لوی واحد جوړول. هغه هیوادونه چې لوی مساحت، زیات نفوس، متجانس تولیدی سرچینې او اقتصادی منابع ولري او منظور یې په ریاستي نظام کې ډټولو چاور په مرکز کې د راټولیدو څخه مخنیوی وي، نو بده نه ده  چې د متمرکزحکومت پر ځای فدرال خوښ کړي (شرایط یې ذکر شول).

هر هیواد دځانګړو شرایطو په تحلیل سره هرنظام چې غوره کوی، مهمه داده چې باید مشروعیت ولري. مشروعیت په یوه حکومتی نظام کې د هغو ځانګړنو مجموعه ده چې واکمن دهغو په مرسته خپل حاکمیت صحیح بولی. دغه وضعیت دې پوښتنې ته ځواب وایی چې ولی باید مشروع حاکم، حاکمیت وکړی او حکومت او دولتداری وچلوي او ولی دقوانینو د انفاذ صلاحیت ولري. ماکس ویبر د مشروعیت لپاره لاندې درې سر چینې ښودلی دی:

۱.سنتی مشروعیت (له دې لحاظه افغانستان په عنعنوی ډول له پیړیو رادېخوا سلطنتی او جمهوری نظامونه تجربه کړی چې ټولو کی د مرکز واک رول زیات و، په همدې سره ثبات هم موجود و. اما یوشمیر هیوادونه؛ مثلاً پاکستان بیا سم له جوړیدو سره فدرالی و، نو دا هیواد په سنتی او عنعنوی شکل فدرالی جوړ شو او فدرالی دی). مشکل  دا دی چی بی ثباته او بحران ځپلی هیواد نشی کولای په آسانی ټول دولتی نظام له سنتی حالته یو بل نوی نااشنا او بی نتیجی نظام ته واړوي. که یې اړوي حالت به یی نور هم بدترشي.

۲.کاریزماتیک (‌ذاتي صفات او جذابیت لرونکی شخصیت) مشروعیت (له دې پلوه هم کومه کاریزما نه وینو چی فدرال ته مو په امانت، سلامت او د غوره پایلې لرونکی شکل باندی بوځي)،

۳.عقلانی مشروعیت (تجارب، سیاسی تعقل، ملی منابع، د وطن راتلونکی او ډیر نور مسایل عقلاً اجازه نه ورکوی چې د دولت دنظام جوړښت بدل شی، (البته د حاکمې ډلې سمون او دغوره حکومتلوی G.G راوستل ضروری دی). له دی امله چی لږ مخکی د نظام د طرز خبره وشوه؛ نو دوه غیر فدرال ډوله نظامونه به وښیو:

رياستي نظام presidential system

 ریاستي نظام کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کیږي او د پارلمان په پرتله ډېر واکونه لري. په ریاستي نظام کې درېګونه (اجرائیه، مقننه او قضائیه) خپلواکې قواوې دي، چې د درېواړو په سر کې ولسمشر وي چې مهمو مسایلوکې ډېر صلاحیتونه لري.د بېلګې په توګه د اوربند او بهر ته د ځواکونو د استولو صلاحیت او دې ته ورته نور لوی او مهم صلاحیتونه. په ریاستي نظام کې په اضطراري حالاتو کې ولسمشر کولای شي په خپل لاسلیک سپین کاغذ ته د بانک نوټ اعتبار ورکړي.

پارلماني نظام parlemantism

 په دې ډول نظام کې یوازې د پارلمان غړي د خلکو له خوا ټاکل کیږي او هغوي بیا ولسمشر او لومړی وزیر ټاکي. په دې ډول نظام کې پارلمان د ولسمشر په پرتله ډېر واک او صلاحیت لري او د ولسمشر شتون تر ډېره سمبولیک وي او ډېری اجرأت لومړی وزیر کوي(لکه هندوستان)؛ ځکه له هماغه ګوند څخه وي چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري. لکه څرنګه چې په ریاستي نظام کې ولسمشر د مقننه، اجرائیه او قضائیه قواو په رأس کې وي؛ پارلماني نظام کې بیا برعکس؛ دا دنده د پارلمان په غاړه وي.

الله (ج) دې افغانانو ته د دې توفیق ورکړی چی لومړی خپل اساسی قانون ولری، ډیموکراتیک ارزښتونه او ملی منافع خوندی شی، خپلی طبیعی منابع او بشری ځواک داسې تنظیم او مدیریت کړی، چی هره کورنی د خوراک لپاره یوڅه ولري، فزیالوېکی اړتیاوې رفع او څه ناڅه د عزت ژوند ولري، دجبری، سیاسی او اقتصادی مهاجرت مخه ونیول شی، خلک دخپل بدن د اعضاوو او او اولادنو پلورلو ته مجبور نشی، څوک له مایوسی او پریشانی ځانوژنه ونه کړی، دفزیکی امنیت ترڅنګ احساسی امنیت ولرو، ثبات او په راتلونکی باور رامنځته شی، فردی مجازه آزادی ولرو، مساوات او برابری، تخصصواکی، د خدمتګاره ادارې جوړولو او دنړیوالو اړیکو ساتلو باندی بریالی شو.

3 COMMENTS

  1. سلام
    پوهاندی کتابونه ، پوهاندی سلیقه ، پوهاندی فرهنګی اوعلمی لیکنه، لورونه او خپلواک سوچ.په انګریزی کې دکتابتون برخه کې وایی چې:
    !If you have a question go to library هو! مدیریت، کمیت او کفایت له قناعت سره .له ټو لو نظامو څخه دالله ج دنظام ژمنې پوره کول اهمیت لری به سوره البقره ۴۰ آیه کې فرمایی:
    یبنی اسرآءیل( دیعقوب ع لقب دی) اذکرو نعمتی التی( انعمت علیکم )(واوفو بعهدی او بعهدکم) (وایی فارهبون). درهبت لغوی مانا دځان ساتلو سره سره وېره کول دی. نعمتی دادمفرد صیغه ده او دجنس به مانا ده خو دیتیم ولس دعلم او پوهې حق سره باطلې پلمې او بهانې دروازې څوک او څه ډول نظام کې باید و تړل شی؟

  2. دروند، منلی او ښاغلی شریف زاد صاحب السلام علیکم .
    ډیره ښه پړښتنه مو کړی ده. دیتیم ولس د علم او پوهې حق سره باطلی پلمی او بهانی دروازی څوک او څه ډول نظام کی ونړي؟
    دغه باطلی پلمې د پوهې په تعمیم او د خلکو د اذهانو په روښانه کولو تړل کیدای شی، او نظام باید وګړنیز او یو خدمتګار حکومت وی. ما د خدمتګاری اداری او غوره حکومتولی او د معاصری اداری په اړه همدې تاند کی څو مقالی لیکلی دی، نو ان شاالله خدای مهربانه دی باطلو پلمو دروازه به ونړل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب