شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیااستمنا یا موټک، یوه ټولنیزه ستونزه

استمنا یا موټک، یوه ټولنیزه ستونزه

د اسلام ويب (Islamweb.net) په نوم وتلی علمي وب سايټ همېشه تعقيبوم او په مختلفو مجالونو کې ترې زده کړه کوم. د مشورې ورکولو يوه ځانګړې برخه لري، ما چې کله هم دې برخې ته سر ورښکاره کړی، اکثرا په کې د هغو پېغلو او ځوانانو پوښتنو او تشويشونو ته ځوابونه ويل شوي وي چې په خپل لاس سره د شهوت پوره کولو (استمناء باليد) په اړه مشورې غواړي. همدې پرېمانه پوښتنو او تشويشونو او د هغو ځوابونو ته په کتو له کافي مودې متوجې شوی يم چې دا ستونزه د عربو هېوادونو د ځوانانو او پېغلو په منځ کې بيخي ډېره خپره ده. بې له شکه زموږ پېغلې او ځوانان هم ورته ستونزه لري، خو دلته بيا دا خبرې د شرم او ټولنيزو محدوديتونو له امله نه مطرح کېږي او بله ستونزه دا ده چې دوی ته د مشورې ورکولو او د دې ستونزې د منطقې حل له پاره داسې کومه مرجع هم نه شته چې پېغلو او ځوانانو ته سالمې مشورې ورکړي، ځکه نو دوی په ناسالمه توګه دا کار ترسره کوي او خپلې روغتيا او راتلونکي ګډ ژوند ته لوی زيان اړوي.

که څه هم له شرعي آنده په خپل لاس سره شهوت پوره کول له اړتيا پرته حرام بلل شوي او نويو څېړنو هم ښودلې چې دا کار ډېرې روغتيايي ستونزې له ځانه سره لري، خو نن سبا پېغلو او ځوانانو ته يوازې په دې خبرو له دې کاره د لاس اخيستو قناعت ورکول چې له اړتيا پرته يې ترسره کول حرام دي او دا چې روغتيايي ستونزې زېږوي، معقوله خبره نه ده. اړتيا دا ده چې دې ستونزې ته معقوله او سالمه لاره وسنجول شي. دلته د دې موضوع د حل د لارو چارو په اړه خپل نظر نه وايم، بلکې ښه بولم چې دا موضوع د يوه نوموتي ارواپوه له ليدلوري مطرح کړم.

څه موده وړاندې يوه وتلي عرب ارواپوه، طارق الحبيب ټينګار کړی و چې له اړتيا پرته په خپل لاس سره د شهوت پوره کولو د حرام بللو په اړه مبالغه شوې. ده ويلي وو چې علماء له اړتيا پرته په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام بولي، خو دی په اوسمهال کې له دې نظر سره چندانې موافق نه دی، ځکه د ده په نظر په اوسمهال کې د دې کار اړتيا ډېره او نه اړتيا يې نادره او د نشت برابر ده. د ده په نظر، له اړتيا پرته په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام دي، خو دا چې اوسمهال يې اړتيا بيخي ډېره ده، نو بايد دا درې شرطونه پکې په پام کې ونيول شي:

1. د دې کار موخه باید د لا نور شهوت راجلبول نه وي، بلکې ترې د ځان خلاصولو په موخه بايد ترسره شي، لکه قضاء حاجت

2. په پُرسکونه ځای لکه بستره کې بايد ترسره نه شي، بلکې په تشناب کې دې ترسره شي او په دې توګه له انزال کولو سره دې ترې ځان خلاص کړي

3. له ځانګړي خيال سره یې بايد ونه تړي، ځکه که داسې وکړي، بيا نو د کورواله پر مهال له خپلې ښځې غواړي چې هغه دې هم د فلانکۍ سندرغاړې يا اداکارې په څېر شي

نوموړی د خپل دې نظر د توجيه او د ښځې او مېړه ترمنځ د ګډ جنسي ژوند په اړه وايي:

1. د واده اړيکه يوه دوه اړخيزه جنسي او عاطفي اړيکه ده، که د دواړو یا یوه لوري جنسي غوښتنې او عاطفه پکې اشباع نه شي، ښځه او مېړه يو هم ذهني سکون نه شي ترلاسه کولای.

2. دا شرايط له دې امله وضعه شوي چې د ښځې او مېړه ترمنځ د راتلونکي ګډ ژوند له پاره د جنسي اړيکو عاقلانه او ګټوره نقشه رسم شي.

3. ځینو علمي څېړنو ښودلې چې د طلاق د نوي سلنې پېښو لامل جنسي مسايل دي، يعنې د ښځې او مېړه ترمنځ د جنسي اړيکو پر مهال ناکامي د طلاق د لوی شمېر پېښو سبب دی.

4. دې ډول جنسي امورو ته پاملرنه ګواکې جنسي اوضاع څېړل او د شهوتونو را پارول نه دي، بلکې اساسي هدف دا دی چې د ژوند د ځوانۍ په پړاو کې د فرد سالمه جنسي روزنه وشي.

محمدظاهر اعمار

2 COMMENTS

  1. سلامونه دپورته ليکنې ليکوال۔ژباړن او لوستونکو خاصا تنکیو او بېوادو ځوانانو ته!
    موټک۔جلق۔استمنا۔اوتوزبير چکمق۔ماستورباسيون ۔ ۔ ۔ ټول پوهېږي چې نړیوال عادت ۔ستونزه او ځينو کې مرض ګرځېدلی۔ مونږ او تاسې ټولو به دڅوارلس تر شل کلني حتی تر واده دا ترخې که خوژې تجربې کړي وي
    مګر که حلال او حرام مسایلو ته ې لاړ شو۔ مفتي یا مولای نا صایبان دې ځواب کړي۔ خو ماچې قران کې لوستي ۔وايي۔ پښتو مفهوم:هغوی یعنې مومنون دخپلو فرجونو یا شرمګاهو ساتونکي دي مګر له ازواجو یعنې یعنې مېرمنو سره او یا هغه چې ښي لاسونه دهغوی مالکان وي یعنې مينځې!مينځې! ۔۔۔ س۔المومنون
    او حديث مې اورېدلی چې ” ځوانان دې یا ودونه وکړي او یا روژې ونيسي””
    خو پوهېږو چې انساني حواس او فزيالوژيکي هورموني بدلونونه په نوېځواني کښې دونه سريع او قوي وي چې بې اختياره لاسونه همغلته مښغولېږي۔ او له والدینو او کورنی پټول ې بل شرم۔۔۔
    چاره څه ده ? په يوروپا کې ورته سېکسولوژي په نوم بېل تخصص جوړ کړی جمع د ارواپوهنې متخصص سره مخکې له واده او وروسته له واده جنسي ستونزي حللارې سنجوي
    زما په پکر افغانستان کښې دا څه وخت دسته جمعي ودونه که د هزاره ورور لږکي او که د پښتنو پېغلو او زلميانو ډېرکي او نورو ورونو شعوب او قبایلو تر منځ کېږي لا ډېر شي داهم یوه چاره ده
    او البته پورته ایت او حديث او اړوند علوم او رواج به هم نظر کې نيسو۔
    آخر کې د بېټ نيکه دا بیت #لویه خدایه لویه خدایه ۔۔ ستا په مينه په هر ځایه
    غر ولاړ دی درناوي کښې ۔۔ ټوله ژوي په زارۍ کښې
    دا وګړي ډېر کړې خدایه
    لویه خدایه لویه خدایه لویه خدایه!
    په مينه مننه او درناوي

  2. فکرکوم دا ټولنیزه ستونزه نده، ټ،لینزی ستونزی دادی لکه یو غیبتګوی یا شیطان چی دددو دوستانو یا خلکو ترمنځ د بی اتفاقی لامل شی، یا بهر پر سړک د کثافاتو غورځول چی ټولنی ته مزاحمت جوړوی ، اما دا مذکوره عمل یو فردی بد عادت چی په یوازیتوب او پت ترسره کیږی، نو اجتماعی خصوصیت نلری، ښه به وه چی روغتیایی ستونزه یی بللی وای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب