شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل پوهنتون ۴‌زره محصلین فارغ کړل

کابل پوهنتون ۴‌زره محصلین فارغ کړل

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د کابل پوهنتون د ژورنالېزم، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو علومو، کرنې، چاپېریال ساتنې، فارميسۍ، کیمیا او ریاضي پوهنځیو څخه شاوخوا څلور زره تنه فارغ شول.

 د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغ شوي محصلین د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو ته وهڅول.

چارواکو د يادو محصلينو د بوختولو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، خلک شکایت کوي، چې په په دولتي ادارو کې د دوی د جنګیالیو او پلويانو استخدام په شدت سره روان دی او مسلکي کادرونه د بې کارۍ او سختو قيوداتو له امله په خطرناکو قاچاقي لارو تر هېواد پريښودو مجبوره شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو مخکيني وزير په يوه وينا کې ويلي وو، چې د جمهوري نظام پر مهال د پوهنتون او ښوونځيو فارغان د هېواد په درد نه خوري.

د دوی اوسني وزير څه موده مخکې وويل، چې د تحصیلي اسنادو ارزونکي دې طالب جنګياليو ته د الوزولو ماينونو د تناسب له مخې تحصیلي سندونه ورکړي.

د عصري زده کړو او مسلکي کادرونو په اړه د طالبانو داسې چلند د ډېرو خلکو نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب