شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطلایي حنجره قمر ګله مړه شوه، ژوند لیک ېې دلته ولولئ

طلایي حنجره قمر ګله مړه شوه، ژوند لیک ېې دلته ولولئ

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې مېرمن قمر ګلې د کاناډا په ټورنټو ښار کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړې د ۱۹۵۲ میلادي کال د جنورۍ په یوویشتمه د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په شګې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغې له اووه کلنۍ څخه په سیمه ییزو ودونو کې شوقي سندرې پيل او وروسته د نړۍ په کچه د پښتو ژبې په يوې مطرحې هنرمندې بدله شوه.

په افغانستان راډيو کې د استاد خيال تر نظر لاندې د مېرمن قمرګلې ( په ما مېنه، سترګې دې سرې دي) او ( زه انتظار کوم دا ستا د سترګو) سندرو نوموړې ډېره مشهوره کړه.

هغې وروسته له مشهور کمپوز جوړوونکي استاد زاخېل سره معرفت تر لاسه او د سندرو کمپوزونه پرې جوړ کړل.

په ۱۹ کلنۍ کې ېې استاد زاخېل سره واده هم وکړ.

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه مېرمن قمرګلې ته د ( ورو، ورو کیږده قدمونه اشنا) سندرې لپاره د سرو زرو مډال هم ورکړی و.

د‌ افغانستان لومړني ولسمشر محمد داوود خان قمرګلې ته د ( زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کرم) سندرې لپاره د سرو زرو مډال ورکړی و‌.

د پاکستان پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو هم نوموړې ته په ۱۹۷۲ کې د افغانستان د طلايي حنجرې لقب او ډالۍ ورکړې وې.

همدغه لقب ببرک کارمل، ډاکټر نجيب الله او حامد کرزي هم قمرګلې ته ورکړی او د سرو زرو مډالونه ېې ورکړي وو.

 د جهادي تنظیمونو د جګړو پر مهال د مېرمن قمرګلې يو ۲۲ کلن زوی داود ووژل شو او یو ۱۹ کلن زوی یې ميرويس ورک شو.

هغې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هېواد پریښود او کاناډا ته مهاجره شوه.

د مېرمن قمرګلې د ژوند ملګري استاد زاخېل په ۱۹۹۱ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې وې.

د افغانستان یو ډېر شمېر مشهورو فرهنګي شخصیتونو د مېرمن قمرګلې په مړینه خواشيني ښودلې او مړينه ېې یوه لویه ضايع ګڼلې ده.

8 COMMENTS

  1. إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ. پاک الله دې جنتونه ورته نصیب کري. کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو.

  2. انا لله و انا الیه راجعون
    الله تعالی د مېرمن قمرګل وبښي ، جنتونه یې نصیب شه . کورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو او مینه والو ته یې د زړه صبر غواړو.
    بریال

  3. الله دې پرې ورحميږي. څښتن تعالی دې يې وبښي. قبر او هغه دنيا دې الله تعالی ښايسته کړي. کورنۍ ته دې خدای تعالی د زړه صبر ورکړي.

  4. قمر ګلي د ډيرو افغانانو زړونه کلونه کلونه خوشحاله ساتلي ول او ته د افغان د کلتوراو موسيکي يوه نمونه وي.
    په مړيني دخواشنی شوم.

  5. دوې خبری ( یوه توده او بله سړه) :
    ۱ – د یو فقید علمی – فرهنګی – هنری – سیاسی- اجتماعی شخص د پیژندنی په متن کی باید د فقید شخص د ژوند د وروستیو ورځو یا میاشتو عکس خپور سی نه د ځوانۍ عکس.
    ۲ – دې پوښتنی همیشه زما د ذهن په کُنج کی پښې غځولی دی چی:
    ولی زموږ حاکمانو نورو علمی او اقتصادی څیرو ته ډیره پاملرنه نه ده کړې او ټول تشویقی مډالونه ئې د هنرمندانو پر سدرۍ ور ځوړند کړی دی.
    داسی ښکاری چی هنر ( خصوصاً ساز او آواز ) ته زموږ د ټولنی د نورو برخو په پرتله ډیره پاملرنه سوېده ( په بله ژبه د هنر قد او قدر زموږ د ټولنی د ژوند د عمومی سطحی څخه لوړ معرفی سویدئ چی البته دا خپله د فری ماسونری د پلیدو نقشو د اِعمال یوه برخه وه ( البته نن ورځ دې نقشې بله بڼه ځانته غوره کړېده) .

  6. د نامداره او قدردانی سندرغاړی قمرګلی وفات خبرتیا باندی بیا په بیګانه ملک کښی ډیر ودردیدلم د افغانستان داسی ځلانده شخصیتونه او د افغان غیرتی ملت کلیوال او شهریان د خونخوارو غلامو قاتلو ساختګیو کمونیستانو ، غلامو قاتلو ساختګیو تنظیمونو او غلامو قاتلو ساختګیو طالبانو له لاسه په کور د ننه او د دونیا نورو ممالکو کښی افغانانی او افغانان د تباهی سره مخامخ دی خدای پاک دا سپیڅلی خواږه سندرغاړی وبخشی او کورنی او خپلوانو ته دی خدای پاک صبر او تسلی ورکړ او یاد غلام ګروپونه دی خدای پاک تباه او برباد کړی امین !!!!!

  7. سلامونه .انا لله و انا الیه راجعون. الحکم لله.
    د میرمن قمر ګلې پر له نړۍ تګ خواشينی شوم. زامنوته ېې، او دکورنۍ نورو غړو او د آواز دوستانو ته ېې د زړونو صبر التجاء کوم.
    زما ې هر وخت د صوفي عبدالرحمان بابا دا بیت (چې مې مينه خدای پر تا باندې پیدا کړه+ ترکه ما په هغه ورخ خپله رضا کړه!) په ذهن کې ګرځي او اوښکې مې سترګو کښې حلقې جوړوي.
    که دا د علمونو او هنرونو افغان دښمنه این او آن نه وای ، او د شهید داوودخان دوران دوام موندلی وای پکر کوم د افغانستان ملکه ې ترنم او لتا جي به ترینه جوړه وای!!!.
    بیا هم خدای دې نغمه شاپېرۍ بيبي هغو پړاوونو له ورسوي.آمين ثم آمین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب