چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهیونسیف ۴ میلیونه او ۲ لکه افغان ماشومان له زده کړو پاتې...

یونسیف ۴ میلیونه او ۲ لکه افغان ماشومان له زده کړو پاتې شوي

تاند (د قوس ۱۹ مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، حاضردمه ۴ ملیونه او ۲ لکه افغان ماشومان له زده کړو پاتې شوي چې د هغو په سلو کې ۶۰ نجونې دي.

یونسیف وايي، په ځینو ولایتونو کې په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو شمېر خورا ډیر دی چې ښوونځیو ته نه ځي. کندهار یو له داسې ولایتونو څخه دی. د یونسیف په وینا په کندهار کې ۸۵ سلنه ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي.

د یونسیف په راپور کې وړاندې راغلي چې دې موسسې سږ کال په افغانستان کې د کلیوالي ښوونځیو په وسیله له ۳۰۰ زره زده کوونکو سره مرسته کړې چې د هغو ۵۵ سلنه نجونې دي.

یونسیف وايي چې په افغانستان کې یې د ۱۰ میلیون ماشومانو په شمول له ۱۹ میلیون تنو سره د خوراکي موادو مرسته کړې او راتلونکی کال د مرستو د جاري ساتلو لپاره څه باندې یو میلیارد ډالره بودجې ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب