یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاندونيزيا کې غونډه؛ د افغان مذاکراتو او نجونو د ښوونځيو د پیل...

اندونيزيا کې غونډه؛ د افغان مذاکراتو او نجونو د ښوونځيو د پیل غوښتنه وشوه

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د مسلمانانو په تر ټولو ستر هېواد اندونيزيا کې د قطر په همکارۍ د لسګونه اسلامي او يو شمېر غیر اسلامي هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه یو کنفرانس تر سره شو.

په دې کنفرانس کې د پاکستان او قطر د بهرنيو چارو وزیرانو په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي او ورسره دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

دغې غونډې ته د طالبانو د حاکمې ادارې استازي نه وو بلل شوي، خو د امریکا، نیوزیلنډ او ناروې په ګډون د ۳۸ هېوادونو او نړیوالو ادارو استازو پکې ګډون درلود.

د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد د دغې غونډې غوښتنې رد کړي او په غبرګون کې ېې داسې ويلي:”د هغوی غوښتنې د افغانستان له اوسني حالت سره سمې نه ‌دي، دوی د مذاکراتو خبره کوي، موږ دلته په هغه بڼه مذاکرات لرو، چې موږ او افغانان یې حس کوي، خو په هغه بڼه نه چې دوی یې وړاندیز کوي. د ځینو نورو مسایلو د حل په چارو هم بوخت یوو.”

مخکې په کور دننه ګڼو دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې د نورو قشرونو خلکو هم له طالبانو د نجونو د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې، خو دوی یې په اړه غوښتنه نه ده منلې او هم ېې د نه منلو دلايل نه دي په ډاګه کړي.

2 COMMENTS

  1. په خواشیني سره افغانستان اوس د اسلامي هېوادونو او د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو له لست او قطار نه وتلی ، یو منزوي او د منځنیو پېړیو په شان د نړۍ یوه برخه ده چې د نړیوالو له خوا د جهالت او تورتم د موزیم په شکل ساتل کیږي .
    هلته چې انسان خپلواک نه وي ، د ځان ، ږیرې ، بیان ، د جامو ډول ، رنګ د انتخاب د خپل مشر او د حکومت د ډول د ټاکلو حق ونه لري ، د تحصیل او کار حق ونه لري ، واضیح ده چې د بل چا تر واک لاندې او لاس پوڅی تش په نوم نظام لري .
    د اسلام مقدس دین د نړۍ تر ټولو ادیانو روښانه ، منطقي ، عادل د سولې طرفدار ، متمدن او انساني دین دی ، خو جاهلان بیا غواړي ، خپله کرغېړنه اراده پرخلکو تحمیل کړي .

  2. د ستر خوشحال بابا شعر يی را په زړه کړ

    څه ښه یار دی ښه يی مینه وژل هاسی شیون هاسی

    د قطر او پاکستان په همکارۍ په ایندونیزیا کی کنفرانس رابلل شوی چی د افغان نجونو د ښونځیو د پرانیستلو لپاره غږ پورته کړی.

    غواړی چی دا ستر منافقین اوس د نړۍ په سترګو کی خاوری واچوی چی څومره د افغانستان په درد دردیږی. خو افغانان يی د منافقت اصلی څیری پیژنی او نه يی شی تیریستلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب