جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهلنډي کوتل کې په لومړي ځل پښتنو نجونو د سایکل ځغلولو مېله...

لنډي کوتل کې په لومړي ځل پښتنو نجونو د سایکل ځغلولو مېله وکړه

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې په لومړي ځل شاوخوا ۱۵ پښتنو نجونو د سایکل ځغلولو مېله وکړه.

د ښځینه حقونو فعالې ثمر خان، چې د دغو نجونو مشري ېې کوله، په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې له دې کار سره ېې د ښځینه وو د مخالفو نارینه وو « ایمانونه ولړزول.

مشهورې ښځینه سیاستوالې بشرا ګوهر د نوموړې دغه ګام ستایلی او یو شمېر نورو خلکو هم په پښتنو کې د نجونو او ښځو په اړه د وروسته پاتې افراطي دریځ د بدلیدو غوښتنه کړې ده.

ځینو افغان فعالانو د طالبانو حاکمې ادارې ته په خطاب کې ویلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په ډېر لږ واټن کې یوه لور ته دوی پر ښځو او نجونو د اسلام په نوم او د پاکستان د استخباراتي ملایانو په خوله کومه ورځ راوستې او بل لور ته ښځې او نجونې د ژوند له کومو حقونو څخه برخمنې دي ؟

د طالبانو له واکمنيدو سره، په افغانستان کې د شاوخوا ۴ ميليونه نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي، چې د افغانستان، اسلامي هېوادونو او نړۍ په کچه ېې توند غبرګونونه پارولي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب