Homeخبرونههرات کې يو خور او ورور د ټابليت کا پلورلو په تور...

هرات کې يو خور او ورور د ټابليت کا پلورلو په تور نیول شوي

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د هرات لپاره د طالبانو چارواکو د ټابلييت کا په نوم د نيشه يي توکيو د پلورلو په تور د یوه خور او ورور د نيولو خبر ورکړی.

د هرات لپاره د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي، چې دغه کسان يې د هرات ښار په نهمه ناحیه کې نیولي دي.

سرچينه زياتوي، چې له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه یادې ګولۍ هم ترلاسه شوي.

طالبانو د نیول شویو تورنو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د نيشه يي توکيو او په ځانګړي ډول د نيشه يي ټابلييتو د کاروباريانو د نيول کيدو خبرونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...