Homeخبرونهپېښور کې د باچا خان امن مېله روانه ده

پېښور کې د باچا خان امن مېله روانه ده

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د پښتنو محصلینو ټولنې د پیښور په کرنيز پوهنتون کې د باچا خان امن میله په نوم درې ورځينۍ مېله پيل کړې، چې لا هم دوام لري.

د‌ا مېله په داسې حال کې پیل شوې، چې په وروستيو کې بیا پښتونخوا د مرموزو تروريستي پېښو شاهد دی.

پښتانه ملتپال د پاکستان پوځ او استخبارات تورنوي، چې د يوې سناریو له مخې یې د تحريک طالبان پاکستان ډله بیا میدان ته کړې، چې هم پرې د پښتنو د سر او حساب سړي وژني او هم بیرته د طالبانو د ځپلو په نوم نړيوالو نه پیسې اخلي.

د باچا خان امن مېلې جوړونکو ويلي، مقصد یې نړۍ ته دا پیغام ورکول دي چې پښتانه د امن، مینې او ورورولۍ خلک دي او له ترهګرۍ څخه کرکه لري.

د پښتونخوا د ولايتي پارلمان غړې میرمن ثمر هارون بلور وویل پښتونخوا کې هدفي وژنې زياتې شوي، تر دې چې د ايالتي پارلمان غړو نه قلنګ غوښتل کیږي.

میرمن ثمر وایي “مونږ به د خپلو ځوانانو تر څنګ د سولې د ټینګښت لپاره په هر ډګر ولاړ یو”

تمه ده،چې د دسمبر په اوومه به د میلې په وروستۍ ورځ د غني خان بابا په نوم لویه مشاعره هم تر سره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...