شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهمحقق: مزار کې د هزاره ګانو نسل وژنه شوې، فدايي: ننګرهار کې...

محقق: مزار کې د هزاره ګانو نسل وژنه شوې، فدايي: ننګرهار کې د پښتنو نسل وژنه هم شوې

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د هزاره قوم يوه مشر حاجي محقق، چې د طالبانو له واکمنيدو سره ترکيې ته تللی، په مزار شريف کې وروستۍ چاودنه د هزاره ګانو نسل وژنه ګڼلې ده.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د سې شنبې په ورځ وويل، چې د حیرتان بندر د تېلو برخې د کارکوونکو پر لېږدوونکي بس موټر د چاودنې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور کسان ټپیان دي.

د محقق خبرو ته په غبرګون کې ځينو فعالانو ويلي، چې په دې پېښه کې د هزاره ګانو ډېر ادعا شوي تلفات په عين حال کې پر دولتي ادارو د دوی انحصار هم څرګندوي.

د پکتيا پخواني والي او سياسي څېرې محمد حليم فدايي د محقق څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي/:« دهزاره وو مشران دوه مختلف روایتونه وړاندې کوي. د مزارشریف پېښې ته دهزاره وو نسل کشي وایې اما ننګرهار ته دپښتنو نسل کشي نه وایي، په داسې حال کې دا جګړه افغان وژنه ده!»

پرون د جلال اباد ښار د صرافۍ مارکېټ کې د چاودنې له امله يو ديني عالم وژل شوی او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دواړو پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

3 COMMENTS

  1. لس کاله مخکی لومړی ځل له ایران څخه راستانه شوی اووه هزاره فاطمیون وروڼه دخراسان داعش قتل کړل، دا د هزاره وروڼو لومړی وژل کیدل و. محقق او خلیلی د نسل کشی نغاره وډنګوله او دخراسان داعش په عوض یی پښتانه تورن کړل، آن ملل متحد یی خبر کړ حال داچی په تیرو شلو کلونو کی بامیان، دایکندی، مزار او پنچشیر کی نه چاودنه وه نه دامریکاییانو بمباری چی هره ورځ به له ننګرهار، پکتیا، لوګر، زابل، هلمند نیولی تر کندهاره طور اوسط هره ورځ ۱۰۰-۱۵۰ تنه بیګناه پښتانه کلیوال وژل کیدل، دا وخت هیچا نه ویل چی د پښتنو نسل کشی روانه ده. کله چی پنجشیر او هزاره وروڼه له اداری امور نیولی تر وزارتو او خپلواکو کمیسیونو او دجنرالی رتبو په امتیازاتو کی ډوب و هیچا د قوم، قبیله، فاشیست اوتمامیت خوا خبره نه کوله، خو کله چی اشرف غنی د افغانستان د ابادی او ترقی لپاره خپل ملی مانیفست اعلان کړ او ټول افغانستان ته دمساویانه، عادلانه اوبرابر پیشرفت لاره وښودل شوه، نو دفاشیست، قبیله او کوچی اوغان اصطلاحاتو زور واخیست، حال داچی اشرف غنی دومره یو پراخ فکر درلود چی د افغانستان له سطح پورته د سیمی او آن د ټول بشریت فکر ورسره و، نو دا د خلیلی، پدرام، محقق او دانش واهی او قومپاله تهمتونه اوس ټولو ته رسوا او معلوم شول. تیرو کلونو کی ټول ظلم او بیعدالتی پښتنو سره شوی دوی له فزیکی اقتصادی معنوی او له هر لحاظه وځپل شول، قتل عام شول او اقتصاد، صحت،حیثیت، معارف او هرڅه یی برباد شول. دوکتور محمد اشرف غنی لکه د سوری یشیرشاه، میرویس او امان الله خان په شان هغه ملی شخصیت و چی ټول افغانستان او ټولو افغانانو ته یی دترقی او تمدن لار هواروله، خو دغو متعصبو ،راسیستانو خاینو قومپالو جمهوری نظام ړنګ او داشرف غنی برنامی او کارنامی یی ناکامی او ټولوپښتنو ته یی دسیسه او بدنامی جوړه کړه. طالبان د پشتنو نماینده ندی ، دوی اول د پښتون او پښتنولی د ښمنان دی.

  2. ماشاءالله ، د وحید ورور تبصره په حقایقو ولاړه او هر اړخیزه ده ، هېچاته په بده ندي ویل شوي . ټالبان د پښتنو استازي نه ، بلکې د پښتنو دښمنان او د آی اس آی ځري دي .

  3. ښکلي او ريښتيا خبرې مو ليکلي، ښاغلي وحيد.

    د نسل وژني يا جينوسيد کلمه نن سبا د هزاره ګانو او تاجکانو ترمنځ په هره جمله کې کارول کېږي. که واقعا هم ددوي نسل وژنه روانه وايي، نو ولي تر اوسه دا ټوله دنيا ددوي څخه ډکه ده. هزاره ګان خو په ډیره بي شرمۍ ځان د اروپا د يهودانو سره پرتله کوي چې د نازيانو په لاس يي ۶ ميليونه په ډيره بي رحمۍ ووژل شول.
    ددغه ډول بي اساسه ادعاوو له کبله زه نور ددغه قومونو خلکو ته هيڅ ډول درناوي نلرم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب