چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهنورستان کې د ۴۰۰ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د يوې پېړۍ...

نورستان کې د ۴۰۰ تنو له مرګ ژوبلې وروسته د يوې پېړۍ دښمني پای ته ورسېده

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د نورستان لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ویلي ، هغه ۹۱ کلنه تربګني يې پرون پای ته رسولې،چې نږدې ۴سوه تنو ته يې مرګ ژوبله او دواړو لوریو ته نږدې ۱۰ملیارده افغانۍ مالي تاوان اړولی و.

د نورستان د ولایت د خبرپاڼې له مخې، دغه تربګني د کامدېش او کشتوز قومونو ترمنځ د ځمکې او اوبو پر سر نږدې یوه پېړۍ دوام وکړ او وروستۍ دوه لسیزې يې خونړۍ او د۴ سوه تنو څخه زیاتو ځوانانو د وینې توییدو سبب شوې وه.

 خبرپاڼه لیکي:« د نورستان د والي په هڅو د یوې پراخه جرګې چې څه باندې څلور میاشتې وخت ېې ونیوه، د سیمې د کتو سره سره په ډېر دقت ټول اسناد او مدارک وپلټل او دغه دښمني یې حل و فصل کړه.»

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نور الله نوري د یادې پرېکړې په تطبیق او د دې سیمو د خلکو سره په مرسته کې د خپلې همکارۍ ډ ا ډ ورکړ.

د نورستان لپاره د طالبانو والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم وویل، د ټول نورستان د خلکو تر منځ به داخلي اختلافات له منځه وړي او ورورولي به قایموي .

په غونډه کې چارواکو دا هم وويل ،چې د دغې تربګنۍ په ترڅ کې تر ۸ سوه فامیلونو د اوسېدو ځایونه ۳ مساجد او د زده کړو مرکزونه د اور خوراک شوي، په زرونو خلک کډوالۍ ته مجبور شوي و، چې یواځې ۳سوه کورنۍ په مرکز پارون کې اوسېږي.

ځايي خلکو په دې جرګه او روغې جوړې خوښي ښودلې ده.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د هېواد په یو شمېر نورو برخو کې هم ورته ناندرۍ په جرګو حل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب