Homeخبرونهنغمې ط-انو ته سندره دالۍ او د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو...

نغمې ط-انو ته سندره دالۍ او د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه ورڅخه وکړه

تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې ط-انو ته د نجونو د ښوونځيو په اړه یوه نوې سندره ډالۍ او د دغو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه ورڅخه وکړه.

نغمې په یوه نوې مرکه کې خپله دا سندره خپره او طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې پر نارینه او ښځینه وو د زده کړو فرض والي، د افغانستان د راتلونکي برخليک د ښه کیدو او د ټول افغانستان او نړۍ غږ نه په کتو، چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو پرانيستل غواړي، دا ښوونځي دې پرانیزي.

ښاپېرۍ نغمې له طالبانو وغوښتل، چې د نوموړې دغه سندره واوري، ځکه طالبانو ته په ځانګړي ډول ویل شوې ده.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، شاوخوا يو نيم کال کیږي، چې د څو میلیونه افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي.

د نړۍ د مشهورو اسلامي عالمانو تر څنګ د افغانستان د مختلفو سيمو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مختلفو قشرونو په ځلونو- ځلونو له طالبانو څخه د يادو ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...