تاند:(چار شنبه، د قوس شپاړسمه) د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ په افغانستان کې د تېرو څو ورځو د تاوتریخوالي پېښو ته په اشارې، دغه پېښې نه توجیه کیدونکې وګڼلې.
نوموړي یادو پېښو ته په اشارې، ټینګار کړی چې د افغانانو تر منځ له اوسني وضعيت څخه د وتو لپاره باید ژر خپلمنځي خبرې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دغه استازی د متحده عربي اماراتو، جاپان او هند په تازه سفرونو ورغلی او د يادو هېوادونو له چارواکو او یو شمېر افغان لوريو سره ېې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه خبرې کړي دي.
له دغو سفرونو سره هم مهاله، له مزار شريف، کابل و او جلال اباد کې د جلا -جلا پېښو پر مهال يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ښاغلي ويسټ په هندوستان کې د پخواني مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله سره لیدلي وو او پرون یې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره په متحده عربي اماراتو کې ولیدل.
په وروستيو کې د طالبانو او افغان سياسي لوريو ترمنځ د ګډ حکومت د جوړولو په اړه د مذاکراتو اوازې بيا ګرمې شوي او متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او ملا یعقوب سفرونه د همدغو هڅو برخه ګڼل شوي دي.
رسمي سرچينو دا خبرونه نه دي تاييد کړي.
د تالبانو د راتلو نه روسته ډیرو خلکو تمه لرله چی تالبانو به د خپلو پخوانیو تیروتنو نه هرو مرو پند اخستی وی. او هغه تیروتنی به بیا تکرار نه کړی او د افغانستان او افغانانو په حال به لږ رحم وکړی او دراتلونکو غمیزو او بحرانونو د مخنیوی لپاره به عملی ګامونه پورته کړی.
ځو له بده مرغه د تالبانو پرله پسی تیروتنو او دولس نه د مخ اړولو او د یوی داسی تګ لاری د خپلولو چی افغانستان او راتلونکو نسلونو ته به نه جبرانیدونکی زیان ورسوی دا دلمر په څیر په ډاګه کړه چی تالبان او تالبیزم دافغانستان ددرد دوا نه بلکه د نورو غمیزو او بحرانونو د راپیداکیدلو سرچینه ده چی افغان ولس به رنګارنګ نورو ناخوالو او ناورینینو سره لاس او ګریوان کړی.
د دوحی تړون که څه هم تالبان د خپلی کامیابۍ راز ګڼی خو د افغانستان او افغان ولس لپاره يی داسی څه ندی لاس ته راوړی چی ولس د خپل برخلیک او راتلونکی په هکله ډاډه شی او خپل ژوند ته په ډاډه زړه کار وکړی.
که څه هم تالبانو ارګ ته درارسیدو نه وړاندی ولس سره ژمتی کړی وی چی د یو داسی حکومت په رامتځ ته کیدو لپاره به کار وکړی چی د ولس نماینده ګی وکړی او کارونه به اهل کار ته وسپاری او عدالت او قانون به بر لاسی او پلی کړی.
خو مونږ وینو چی په هغو ټولو ژمنو يی خپی کیښودی او اوس د واک د ټینګولو لپاره په ټولو دولتی او غیری دولتی ادارو کی چی ددوۍ ترواک لاندی دی چی مساجد هم پکی شامل دی خپل پیروان ځای په ځای کوی او د عدالت او قانون په نوم خو هیڅ شی وجود نلری بلکه هر تالبی ملا او قوماندان خپله عدالت، قاضی، څارندوال او امیرالمومینین دی.
خو تالبان باید په یاد ولری چی هره ورځ د ولس او تالبانو ترمنځ واټن په زیاتیدو دی او دوۍ ونه شو کولای چی په افغانستان کی ددایمی امن او ثبات لپاره عملی ګامونه ترسره کړی او هغو سپیڅلو شعارونو ته چی ولس ته يی دزورواکۍ نه وړاندی خیالی جنتونه ښودل عملی جامی واغوندی.
دا هغه شیان دی چی تالبان يی د ځمکنی حقایقو سره لاس او ګریوان کړی او که په خپله تګ لاره کی ژرترژره مثبت بدلون را نه ولی نو نه یوازی د خپلی بدنامۍ او ناکامۍ انجام به ووینی بلکه ددې ترڅنګ به د اسلام مقدس دین هم د خپلو ناوړو کړنو له امله په ټولنه کی بدنام کړی.
غربی نړۍ هم د تالبانو واک ته د رسیدلو په لار کی ددوحی د تړون نه روسته د ستونزو د نه رامنځ ته کیدلو موخی د خپلو استخباراتی معلولوماتو او خپلو هدفونو ته درسیدلو لپاره د خپلو اوږدو پلانونو د جوړولو سره تړلی دی چی راتلونکی کلونه به يی نور روښانه کړی او د تالبانو د پټو هوکړو نه به هم پرده پورته کړی.
که په لنډو ټکو کی ووایو چی د تالبانو واکمنی د هغه اندړ حاجی صیب په څیر ده چی غوښتل يی چی په خپل مات ګوډ بایسکل ځان حج ته ورسوی
خو له بده مرغه حج ته خو ونه رسیده خو خپل ځان اوټوله کورنۍ يی دډیرو کړاونو سره لاس او ګریوان کړه.
تالبانو هم نه جدید اسلامی نظام، نه عمری عدالت او نه یو داسی حکومت او قانون رامنځ ته کړای شو چی ولس ته د منلو وړ وی بلکه په ولس يی تیر رژیمونه او زاړه کفن کښ وبخل.