شنبه, اپریل 20, 2024
Home+په مریخ کې د ناسا څرخکې د لوړ الوت ریکارډ جوړ کړ

په مریخ کې د ناسا څرخکې د لوړ الوت ریکارډ جوړ کړ

تاند- په مریخ کې د ناسا هیلي کوپتر (انټلیجنس) له کله چې دې سرې سیارې ته استول شوې، تر ټولو لوړ الوت وکړ.

دا څرخکه د شنبې په ورځ د مریخ له مځکې ۱۴ متره لوړه شوه او پر مریخ یې د لوړ الوت یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، تر دې وړاندې په تېرو ۳۴ الوتنو کې انټلیجنس یا نبوغ څرخکې تر ۱۲ متره لوړ الوت نه و کړی.

دا څرخکه د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په اتلسمه د ناسا د انسایټ (Insight) ستوربیړۍ په وسیله د مریخ په (Jezero Crater) نومې سیمه کې کښته کړای شوې وه.

انسایټ ستوربیړۍ

دا د ناسا پنځمه ستوربېړۍ ده چې مریخ ته یې استوي. د ناسا یوه ستوربېړۍ، چې کیوراسیټي نومېږي او له ۲۰۱۲ څخه تراوسه پورې پر مخ ۲۳ زره کیلومتره ګرځېدلې، لا هم فعاله ده.

په مریخ کې د ناسا د ستوربیړۍ هدف په دې سیاره کې د لرغوني میکروبي ژوند په اړه پلټنه ده.

انټلیجنس څرخکه د ۲۰۲۱ د مې په ۲۲ نېټه د عملیاتو په ترڅ کې له ستونزې سره مخامخ شوه.

ټاکل شوې وه چې دا هیلي کوپتر ۱۰ متره لوړه د جنوب لوېدیځ خوا ته ۱۵۰ متره والوځي او بیا ۱۵ متره جنوب ته لاړه شي او تصویرونه ثبت کړي، هاله ۵۰ متره د شمال ختیځ لور ته حرکت وکړي او همالته پر مځکه کښېني.

په پیل کې دا عملیات ښه پرمخ لاړل، خو له الوتو ۵۴ ثانیې وروسته څرخکې ته ستونزه پېښه شوه چې له کبله یې په کمپیوټر کې د ثبت کېدونکو تصویرونو بهیر ودرېد.

د ناسا دا څرخکه، چې لومړنۍ هیلي کوپتر ده چې انسان یې مریخ ته لېږي یو کیلو او ۸۰۰ ګرامه وزن لري.

1 COMMENT

  1. چې یوځلې دا زمونږ ملایان هم مریخ ته تللي وای ، نو هلته به د مباح علم پته ورته لګېدلې وه . یاربه دوی ته لږ عقل ورکړې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب