جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالب ځواکونو په دانګام کې پاکستاني پوځیان د پوستې له جوړولو راوګرځول

طالب ځواکونو په دانګام کې پاکستاني پوځیان د پوستې له جوړولو راوګرځول

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۶ مه) له کونړ څخه د رارسیدلو خبرونو پر اساس، د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې پر دیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، نښته هغه مهال ونښته چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډیوند کرښې دې غاړې ته د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سیمه کې يوسته جوړه کړي او طالب ځواکونو یې په وړاندې غبرګون وښود.

ډنډي سیمه د دانګام ولسوالۍ ګوریکا ته نژدې ده.

دې نښتې، چې سهار پیل شوه، څو ساعته یې دوام وکړ او دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو پکې کار واخیست.

خو وروستي راپورونه وايي چې جګړه درېدلې او پاکستاني پوځیانو هم د افغانستان په خاوره کې د پوستې د جوړولو کار درولی دی.

تراوسه پورې د نښتې په نتیجه کې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

دا نښته په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دندې له ترلاسه کولو وروسته په لومړي وار ډیورند کرښې ته څېرمه تیرا سیمې ته تللی دی.

تر دې وړاندې هم د کونړ ولایت په مربوطاتو کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي او په وروستیو ورځو کې د کونړ یوې ژورې درې ته د پاکستاني پوځیانو د یوه لوېدلي ټانک عسکونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب