پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخوند له اوږدې نادرکۍ وروسته څرګند او ارګ کې نیالګی...

ملا حسن اخوند له اوږدې نادرکۍ وروسته څرګند او ارګ کې نیالګی ښخ کړ

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) د طالبانو د رژیم رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخوند نن له اوږدې نادرکۍ وروسته څرګند او د نوي کال د رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېنوه.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، نوموړي په دې مراسمو کې د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې دعا وکړه.

ملا حسن آخوند دغه راز« ټولو شهیدانو» ته  د فردوس جنت ترڅنګ د افغانستان لپاره د سرتاسري هوساینې، فیض او برکت، ښېرازۍ او پرېمانۍ دعا هم وکړه.

د طالبانو رئیس الوزرا، چې عمر خوړلی او ناروغ دی، په وروستیو کې ډېر لږ رسنیز کیږي.

ویل کیږي، چې د طالبانو نالیدل شوي مشر ملاهبت الله اخوندزاده هغه او ګڼ نور کابل مېشتي طالب مشران بې واکه کړي او د رژیم ډېرې واګې یې کندهار ته لیږدولي او خپلې ځانګړې ډلې ته سپارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب