شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهخواجه آصف: کابل رژيم د امنیتي خبرو لپاره پاکستان ته پلاوی لیږي

خواجه آصف: کابل رژيم د امنیتي خبرو لپاره پاکستان ته پلاوی لیږي

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) د پاکستان د دفاع وزیر “خواجه اصف” ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان د حاکم رژیم یو پلاوی د “سیمه ییز امنیت او ترهګرۍ ضد اقداماتو” په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو له خوا ونه کارول شي.

خواجه اصف ویلي چې پاکستان له طالبانو غوښتي چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي او د کابل رژیم له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر هم ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ د ځپلو لپاره جدي مبارزه کړې او ژمنه یې وکړه، چې د تېر په څېر به بیا هم دغه کار وکړي.

 .  دغه پاکستاني وزیر تېره میاشت هم ویلي و، چې طالبانو له امریکا سره د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې، ځکه ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو د ادارې (ISI) د مشر په ګډون یوه لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و.

ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې کابل ته د لوړ پوړو پاکستاني امنیتي چارواکو سفر له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د “تحریک طالبان پاکستان” پر پټنځایونو متمرکز و.

په کابل کې د طالبانو حاکم رژیم پاکستان ته د خپل پلاوي د استولو په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. پاکستان امریکا سره د ترهګرۍ ضدو مسایلو په اړه د ګډې غونډې کوربه دی
    https://taand.net/?p=221851
    امریکا هم څو ځلی ورته وویل چې پاکستان کولي شی چې په افغانستان کې عملیات وکړی یعنی امریکا غواړی چې پآکستان له طالبانو سره لاس او ګریوان کړی پداسی حال کې چې ګلاب منګل ویلی چې د داعش مشر منګل باغ لومړی پاکستان کې پیدا شو او بیایی فعالیتونو په افغانستان کی شروع کړل اوس امریکا غواړی چې پدی جنګې ډلو باندی د طالبانو، ایران، چین او روسیی په وړاندی د افزارو په شکل کار واخلی، او همدارنګه روسیه، ایران او چین هم په همدی قضیه کې د افغانستان له لوری شامل کړی او هغه دریمه نړیواله جګړه چې شاید چې د اکراین له لوری په اروپا، برتانیی او امریکا شروع شی چې په د اروپا، برتانیی او امریکا په شمول ډیرو غربي هیوادونو باندی به بد اغیز وکړی امریکا او برتانیه + اروپا غواړی چې ددې جګړې مسیر د آسیا له لوری شروع د روسیی، ایران او چین په شمول هند هم شامل ددې نړیوالې جګړي کې شامل کړي ځکه بایډن ورته وویل چې غربي هیوادونو ته غنمو لیږد ته اجازه ورکړه مګر هند د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره دا ونه کړ، چې اوس غواړي هغه هیوادونه چې اقتصاد یی پیاوړی دی او د اکراین په جګړه کې غرپی هیوادونو فرمایش نده منلی پدی جګړه کې په یوه شکل نه په یوشمل ټیل وهی مګر د سمیمی هیوادونه باید له ډیر احتیاطی سیاست کار واخلی ځکه جګړه کولو سره اقتصادی زیان مینځ ته راځی دوی باید د افغان ولس په وړاندی د غربی(انګلستان، امریکا+ناټو+آیساف) جګړه چې د افغان ولس سره وکړه زموږ کابل په شمول زیاتره آباد او ښیرازه ښارونه یی په کنډواله بدل کړل.
    بیرته خپلی اصلی مطلب ته راګرځم! چې کیدای شی په داسی حال کې جاپان، تایوان، دواړه کوریاګانې او مرکزی آسیا هیوادونه هم پدی دریمی نړیوالی جګړی چې غرب غواړی په آسیایی هیوادونو کې شروع کړی پورتنې هیوادونه شامل کړی او خپلی جنګې فابریکو ته ګټه یوسی او خپل اقتصاد یوځل بیا پیاوړی کړي.
    مګر طالبان باید له فکر کار واخلي او پاکستان پوه کړی چې بیا د ۲۰۰۱ کال قضیه تکرار نکړی کچیری پاکستان بیا داسی ګام پورته کوی نو طالبان باید ورته پوره چمتوالی ونیسی ترڅو اوسنی امنیتی فضا په جنګې حالت بدله نشی
    فرض محال که پاکستان دا ډول ګام پورته کړی باید قوی څپیړه ورکړی ترڅو ددی کړوسیان (لمسیان) یی هم په یاد وساتی او احمد شاه بابا تاریخ ورته را ژوندی کړی ځکه زموږ ولس د دوی له لاسه پدی ۴۵ کلنه جګړه سوځي. او زموږ د وینو پر سر لا امریکا، روسیی، چین او نورو اروپایی هیوادونو ډالر اخلی مګر پښتانه افغانان باید هوښیار شو ځکه تنها موږ له پاکستان سرحد کې واقع یو

  2. له ګل محمد څخه ډیره مننه چی ډیرو ښو موضوعوګانو ته مو اشاره کړی ده .ریښتیا هم پاکستان د افغانستان له ناورین څخه د خپلو موخو او کټو لپاره کار اخیستی او تل یی له نړیوالی ټولنی څخه ښه ګوله تر لاسه کړیده او اوس هم غواړی چی د افغانستان له روانو ستونزو څخه بیا ځان ته بله یو ښه او غوښینه ګوله تر لاسه کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب