جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپه تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو لومړۍ...

په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو لومړۍ غونډه پیل شوه

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) د ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت او پرمختګونو د بحث لپاره خپله یوه ورځنۍ غونډه نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پیل کړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت او دغه هېواد ته د بشري مرستو پر رسولو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیانو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه او همدارنګه د مسکو په چوکاټ کې څو غونډې کړې دي او د افغانستان د واکمنې ادارې د ملاتړ، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بېلابېلو قومونو حقونو ته د درناوي او د هغوی د حقونو پر درناوي ټینګار کوي.

دغه هېوادونه په پرله پسې ډول له طالبانو غواړي، چې د ټولو سیاسي او قومي لوریو په ګډون افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي، خو طالبان خپل حاکم رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی بولي.

د دې ترڅنګ، د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته د ترهګرو ډلو؛ په ځانګړي ډول د داعش ګواښ یو اساسي شکایت دی، چې د سیمې هېوادونه یې لري، خو طالبان په دې اړه اندیښنې بې ځایه بولي.

1 COMMENT

  1. د آشنا تلویزیون سره د ننګرهار پخوانی والی ګلاب منګل ویناوی او خبری وانه اوریدلی چې د داعشو مشر لومړی پآکستان کې پیدا بیایی په همغه مهال کې په افغانستان کې فعالیتونه شروع کړل اوس همدا هیوادونه ولی پاکستانی چارواکې څخه پدی غونډه پوښتنه نکوی چې ګلاب منګل دا خبره کړی آیا دا حقیقت لری کنه؟ کچیری حقیقت نلری رسانیو ته خپل سپیناوی ورکړی؟
    بیا چې پاکستانې چارواکې پدی غونډه کې ناست تری پوښتنه نکوی او د دوی اصلی مطلب بل څه ده خبره د ترهګری کوی یعنی څه ولی پاکستان څخه پوښتنه نکوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب