جمعه, اپریل 26, 2024
Home+مصنوعي ځیرکتیا په هوايي جګړه کې پیلوټ ته ماتي ورکړه

مصنوعي ځیرکتیا په هوايي جګړه کې پیلوټ ته ماتي ورکړه

ژباړه: هلمند اڅړ

د Digiato د راپور په اساس:

د چین هېواد څېړونکي وايي چې د نوي زمانې هوايي جګړې چې مصنوعي ځیرکتیا به په هغوی کې پوره لاس ولري، ورو ورو د پېښېدو په حال کې دي. څېړونکو په یوه ازمایښت کې دوې الوتکې چې یو شان وزرونه یې درلودل، وکارولې چې یوه یې د مصنوعي هوښ په واسطه (له هواباز/پیلوټ پرته) او بله  یې د پیلوټ/هواباز لخوا کنترول کېده.

مصنوعي ځیرکتیا اوسمهال یوازې په شطرنج کې انسانان نه ماتوي. د چین پوځي څېړونکي ادعا لري چې یوې ښکاري الوتکې چې د مصنوعي ځیرکتیا په واسطه کنترولېده، په لومړي ځل یې وکولی شول چې د (Dog Fight) په هوايي عملیاتو کې چې ۹۰ ثانیې دوام یې وکړ، یو انسان هواباز ته ماتې ورکړي.

د SCMP د راپور له مخې، د محاسباتو په ترسره کولو کې د مصنوعي ځیرکتیا پورته وړتیا وکولی شول چې په دې سیالۍ کې انسانانو ته ماتې ورکړي. د دې څېړنې څېړونکو ویلي دي چې مصنوعي هوښ کولی شي چې د جګړې د پرمختللي شکل کره وړاندوینه وکړي.

د چیني څېړونکو په وینا: مصنوعي هوښ چټک غبرګون ښيي!

که څه هم په دې برخه کې ننګونې شتون لري خو د پوهانو په اند دې تجربې وښودله چې د مصنوعي ځیرکتیا نوښت کولی شي چې په هوايي برخه کې هم وکارول شي. د چټک غبرګون او خپل‎سري پرېکړې وړتیا ته په کتو سره دا الوتکې کولی شي چې له انسانانو څخه هم ښه کار وکړي.

سربېره پر دې، له دې وروسته به د ځینو ستونزو لکه د اکسیجن د کموالي له امله د مرګ ژوبلې اندېښنه هم له منځه لاړه شي.

یوازې چین نه دی چې غواړي مصنوعي ځیرکتیا په هوايي ځواک کې شامله کړي، له دې مخکې امریکا هم دې ته ورته پروژه پیل کړي وه چې د Heron Systems پورې اړوند مصنوعي ځیرکتیا په واسطه یې وکولی شول چې د خپل ځواک یو هواباز ته ماتې پرې ورکړي.

دې پېښو ته په کتو، داسې ښکاري چې په هوابازۍ/پیلوټۍ کې د ښکاري الوتکو راتلونکی هم د بدلون په حال کې دی. هېوادونه د دې سیستمونو په کارولو سره کولی شي چې د انساني تلفاتو له مصرف پرته خپل عملیات ترسره کړي.

4 COMMENTS

  1. د پرمختللو هیوادونو ساینس او ټکنالوژی شپه او ورځ د جنګی وسایلو په جوړولو او عصری کولو بوخته ده، یو هیواد د بل هیواد سره په سیالي او رقابت کی په قوت سره روان دی.
    ولی دغه هیوادونه په ځانګړی ډول امریکا، روسیه، چین او ځینی نور به یو وخت تر ټولو لمړی په خپله په دغه اور کی وسوځیږی، او هم به دا نور هیوادونه د ځان سره وسوځوی.
    دغه هیوادونه د وایرسونو، بکتریاوو، فنګسونو او نورو افاتو په پیژندلو او له مینځه وړلو کی ولی کوشش نه کوی؟
    د یو کرونا وایروس په مقابل کی په امریکا کی دولس سوه زره انسانان، په روسیه کی څلور سوه زره انسانان، چین خو هیڅ راپور نه ورکوی، او په نړی کی700 زرو انسانانو خپل ژوند دلاسه ورکړو.
    همداسی د دوی په دغه جنګی اسلحو په لس هاوو زره انسانان هر کال خپل ژوند د لاسه ورکوی.
    لنډه دا چه د دنیا د غریبو خلکو نورمال ژوند د دغو څو زورورو ملکونو څو زورورو سیاستمدارانو او مافیایی استخباراتو مغشوش او بی کوره کړیدی.

    الله ج دیی د دغه څو زورورو مصنوعي ځیرکتیا په طبیعي بدبختيا او غمیزو واړوی.

  2. سیالي او رقابت د تکامل سبب ګرځي ! اقتصادي ګټې له نورو ګټو ځخه په سیاست کې اولیت لري ! سوال درویزه ، جهالت د یوو ملک او قام سپېګانه ښکاره کوي ! په کرونا کېر له ۶۵ کلنو ځخه پورته انسانان مړه شوي چې په ملیاردو تقاعدي پيسې یې دولت ته پاتې شوې !

  3. سیالي او رقابت په جګړه او جنګی اسلحه کی؟ روسان + اوکراین همداسی هیروشیما او نا ګاساکی د جاپان او نوری ورته فاجعی.

    Worldometer
    Coronavirus Cases:
    680,893,434
    view by country
    Deaths:
    6,806,854
    Recovered:
    653,873,054

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب