جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې پر شېخ ندیم او شېخ حنفي بندیزونه ولګول

اروپايي ټولنې پر شېخ ندیم او شېخ حنفي بندیزونه ولګول

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶) اروپايي ټولنې د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو پر وزیر شېخ ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیر شېخ محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول.

د دغو بندیزونو له مخې، دوی ته د ویزې ورکړه منع شوې شتمنۍ یې کنګل کېږي.

دا دواړه طالب شېخان د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده د افراطي ملایانو د ځانګړې ډلې مهم غړي او د افراطي پریکړو له مخکښو توجیه کوونکو څخه دي.

د شېخ ندیم په اړه ویل کیږي، چې د ملا هبت الله د خور خاوند هم دی.

دوی دواړه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار، د نورو خلکو د مدني او اساسي حقونو او د افغانستان د طالبانیزه کیدو له مهمو مهرو څخه ګڼل کیږي.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. دا رزیلان باید وځړول شي ! دوبۍ ته ډيرې منډې وهي کارونه یې جوړدي ! داد لعنتي زامن باید په دار شي ! دوی د علم او انسانیت دوښمنان دي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب