دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهافغانستان او پاکستان د ۳ شل اوره سیالیو ځای او نېټې اعلان...

افغانستان او پاکستان د ۳ شل اوره سیالیو ځای او نېټې اعلان کړې

تاند(سې شنبه، د حوت ۱۶) د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو نن د دوو هیوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو د درو شل اوره سیالیو نېټې اعلان کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فیسبوکپاڼه کښلي چې له پاکستان سره به د افغانستان لومړۍ شل اوره سیالي د روان مارچ په ۲۵ نېټه په شارجه کې وي.

دا درې شل اوره سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

افغانستان او پاکستان په نړیوال جام او اسیايي جام سیالیو کې مخامخ شوي خو دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په خپل منځ کې لوبلړۍ (سریز) کوي. پخوا څو ځلې وټاکل شوه چې دوه ټیمونه په لوبلړیو کې سره مخامخ شي خو په بیلابیلو علتونو د دوی مسابقې لغوه شوې.

په خبرپاڼه کې د کرکټ بورډ د عمومي ریس میرویس اشرف له قوله لیکل شوي: «له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر له پسې توګه له پاکستان کرکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل، د پاکستان کرکټ بورډ له موږ سره لوبو ته ډېره لېوالتیا وښوده چې موږ یې ستاینه کوو)).

په همدې حال کې د پاکستان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې به د مارچ په ۲۵ مه، ۲۷ مه او ۲۹ مه په شارجه کې په درو شل اوره سیالیو کې سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې د دغه بورډ د مشر میرویس اشرف په قول راغلي:

«موږ په دې هڅه کې یوو چې له پاکستان کرکټ بورډ سره خپلې مثبتې اړیکې لا پراخې کړو او په راتلونکي کې ورسره ډېرې نړیوالې لوبې وکړو چې ورسره به زموږلوبډله او په عموم کې د افغانستان کرکټ ډېره وده وکړي. په ټوله کې باید ووایم خوښ یوو چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوو، باوري یم چې دا به یوه په زړه پورې لوبلړۍ وي او د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په یادو سیالیو کې ډېرې ښې لوبې ترسره کړي»

په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ نن وویل چې له پاکستان سره د درو شل اوره سیالیو او دغه راز د سریلانکا او بنګله دېش په وړاندې تر نولس کلونو کشره لوبډلې به سبا (چهارشنبه) اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب