Homeخبرونهاوقافو وزارت د کابل له قاریانو ازموینه اخلي

اوقافو وزارت د کابل له قاریانو ازموینه اخلي

تاند:( چار شنبه، د کب ۱۷)  طالبانو د رژیم د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د روژې د تراویح پر مهال کابل کې د قرآنکریم له ختم کوونکو قاریانو ازموینه اخلي.

دغه وزارت د کابل ښار له قاریانو، چې غواړي روژه کې د تراویح پر مهال د قرآنکریم ختمونه وکړي، غوښتنه کړې څو له دغه وزارت سره د ازموینې لپاره ځانونه ثبت کړي.

سرچینې ویلي، چې دغه ازموینه به د معهد عالی قرائت انسټیټیوټ له لوري واخیستل شي.

یو شمېر کابل ښاریانو د دې پریکړې هرکلی کړی او ویلي، چې ځینې قاریان د روژې د تراویح له ختمونو څخه تجارتي استفاده کوي.

قاریانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...