سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

د مارچ اتمه، د ښځو نړیواله ورځ

نن د مارچ اتمه ده. دا ورځ په لومړي ځل په ١٩٧٥ کال د ملګروملتو له لوري د د ښځو د حقونو د ورځې په توکه وټاکل شوه خو د ښځو ورځ تر سلو کلونو زیات تاریخ لري.

د نړۍ په بیل بیلو هیوادونو کې هر کال د مارچ اتمه د ښځو د حقونو او د هغو د بریاوو د پېژندلو لپاره لمانځل کیږي. دا ورځ هیواد، دین، مذهب، ملت، قوم، رنګ، نژاد او سیاسي نظر ته له پامه پرته د ټولو میرمنو د مساوي حقونو لپاره لمانځل کیږي.

د ښځو د ورځې لمانځنه د نولسمې پیړۍ په اپای او د شلمۍ پیړۍ په لومړیو کلونو کې د کارګرو د تحریک په نتیجه کې پیل شوه.

د شلمې پیړۍ په پیل کې دا ورځ په لړمړي ځل په امریکا کې د ١٩٠٩ کال د فبرورۍ په ٢٨ د سوسیالیست ګوند لخوا د هغو کارګرو ښځو په حق کې ولمانځل شوه چې په ١٩٠٨ کال کې یې د کار پر شرایطو د اعتراض په توګه مظاهرې وکړې.

ځینې دا هم وایي چې په ١٩٠٨ کال د نیویارک ښار په دې مظاهرې کې چې پکې ١٥ زرو  ښځو ګډون کړی وو، ښځو د رای اچولو حق غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو له یوه راپور سره سم، په١٩١٣ او  ١٩١۴ کلونو کې د ښځو ورځ په ټوله نړۍ کې د حق غوښتنې لپاره وټاکل شوه او د امریکا او اروپايي هیوادونوپه شمول په بېلابېلو هیوادونو کې مظاهرې وشوې.

په ١٩١٧ کال کې د مارچ په اتمه نیټه په روسیې کې ښځو د جنګ ضد مظاهرې وکړی.

له لومړي او دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په لوېدیځو هیوادونو او په تېره بیا په امریکا کې ښځو د مساوي حقونو لپاره مبارزې پیل کړې او په دې لړ کې یې ډیرې بریاوې لرلې.

ملګرو ملتونو  ١٩٧٥ کال د ښځو مبارزې، حقونو او د هغوی بریاوو ته ځانګړی کړ. همدغه کال ملګرو ملتونو پریکړه وکړه چې د مارچ اتمه به هر کال د ښځو د بریاوو د معرفي کولو لپاره لمانځي.

دا ورځ په هر هیواد کې ځان ته بېله معنا او مفهوم لرلی شي خو د افغانستان په شان هیوادونو لپاره چې د دین او کلتور په نوم ښځې ځپل کېږي، دا ورځ لا زیات اهمیت لرلی شي.

لا هم په افغانستان کې د ډېرو لپاره ښځه د نارینه د خدمت او شهوت د پوره کولو یوه وسیله ګڼل کېږي. لا هم ډېر په دې فکر کې دي چې په ټولنه کې د ښځې له فعال حضوره پرته هم پرمختګ ممکن دی.

2 COMMENTS

  1. د فیسبوک څخه کاپی
    #له_خاونده_په_پټه
    د شپې دوه بجې وې، ټکری یې د خاوند د مټ څخه ډیر په آرامه خوشې کړو، د میز له سره یې موبایل واخیستو له کوټې ووته، خاوند یې د دې کار په لیدو ډیر خفه شو د ښځې تر راتلو یې خداې بلا فکرونه ذهن ته راتلل، نیم ساعت روسته ښځه بیا کوټې ته راغله ډیر په آرامه یې موبایل د میز په سر کیښودو او ویده شوه، د سهار اودس کولو لپاره چې کله ښځه له کوټې د باندې ووته خاوند یې ډیرې په بیړې سره د هغې موبایل چک کړو خو د شپې دوه بجې کوم زنګ نه وو راغلی او نه هم چاته زنګ وهل شوی وو، شک یې لا زیات شو فکر یې کولو چې ډایل کړې شمیره یې پاکه کړې، خو سبا شپه محکې له دې چې ویده شې ډیر په مهارت یې خپل سیمکارت د ښځې موبایل ته او د خپلې ښځې سیمکارت یې خپل موبایل ته تبدیل کړو، شپه بیا پخه شوه ښځې موبایل واخیستو له کوټې ووته خاوند یې کټ کې نیغ کیناسته او د کوم چا زنګ په تمه شو خو همغه نیم ساعت روسته ښځه بیا کوټې ته رادننه شوه خو د ښځې نمبر ته هیڅ کوم زنګ رانغی، خاوند یې په تشویش شوو چې اخیر زما میرمن څه کوې، په دریمه شپه چې کله ښځه له کوټې ووته پنځه دقیقي روسته یې خاوند ورپسې ورغي خو خاوند یې یوې عجیبې صحنې سره مخامخ شو، ښځه یې په مانځه ولاړه وه د موبایل ګروپ یې ځان ته روښانه کړی وو، د سلام ګرځولو روسته یې لاسونه د اسمان په لور ونیول ویې ویل! ای لوی ذاته، که زما عمر زما د خاوند تر عمر زیات وې په خپلې لویې دې قسم چې نیم عمر مې خاوند ته نصیب کړی.

  2. افغاني ټولنه به څنګه مخ په وړاندي تکامل کوي چي په افغاني کور کي اول نران ځانله يعني ښځو نه جلا ډوډي خوري بيا که له نرانو څه پاتي شوه هغه ښځي خوري؟؟؟؟؟؟؟؟؟ حتا په اروپا کي چي د کوم افغان کورته ورشي د کوربه ښځه نه ليدل کيږي په ګډه ډوډي خوړل يا په کډه لمونځ کول ورسره خو بيخي لکه چي ناروا وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی