سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد حقاني ادعا؛ افغانانو ۴۰ کاله زموږ غوندې حاکمانو د لرلو هیله...

د حقاني ادعا؛ افغانانو ۴۰ کاله زموږ غوندې حاکمانو د لرلو هیله لرله

تاند:( چار شنبه، د کب ۱۷)  د طالبانو د رژیم د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون د کابل له یوې مدرسې څخه د طالبانو په فراغت غونډه کې ادعا کړې، چې افغانانو ۴۰ کاله د دوی غوندې حاکمانو د لرلو هیله لرله.

نوموړي په دغه غونډه کې ویلي:(( افغانانو ۴۰ کاله د داسې ورځې هیله لرله، چې د داسې نظام لرلونکي وي، چې پریکړې یې په قال الله او قال الرسول وي او نن دغه هیله پوره شوې ده.))

دغه طالب وزیر په عین حال کې ویلي، چې افغانان ښو محکمو او داسې حاکمانو ته اړتیا لري، چې پر دین او د ملت پر غوښتنو دواړو خبر وي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو منتقدین اوسني حاکمان له دین او د ملت له غوښتنو دواړو په ناخبرۍ تورنوي او وایي دوی د دین او ملت د غوښتنو خلاف د میلیونونو نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلي او نورو افغانانو ته یې هم له افراطي قیوداتو او د حقونو له نقض سره یې وطن دوزخ کړی.

طالبان بیا په دې اړه تورونه ردوي او خپله واکمني د افغانستان د تاریخ له بېسارو واکمنیو څخه بولي.

4 COMMENTS

  1. کینه پسکنه
    ستا غوندې خر والله که د رمې شپونکی کړم. افغانان پرمختګ او تعلیم غواړي نه جهالت او تورتم. ته خو د دوه خرو اوربشې نشې بیلولی نو ستاسو غوندې بیسواده به څنګه څوک وغواړي. شرمیدلیه تش په نوم وزیر یې او د کمعقلو غوندې دې سلاح هم غاړه کې اچولې وي لومړی خو لږ تمیز زده کړه. ستا وریرونو او کورنۍ دومره افغانان وژلي چې چنګیز هم دومره ندي وژلي او بیا تاسو غواړي. 🖕🖕🖕

  2. البته د افغانانو د هیلو تحقق مهم نه دی بلکه د خوښی! او ویاړ! خبره دا ده چی انګریز د شیطان زوی د لسیزو لسیزو انتظار او تلبیس وروسته خپلو اهدافو ته ورسید ( البته ظاهراً خو داسی ښکاری او دا چی د انګریز ناسکه ورور کوم خُردُم د روانی لوبی د تنسیخ په موخه تر لمنی لاندی پټ کړی دی، د وروسته خبری دی).

  3. څومره ښه کار وشو چی دولس د کلونو کلونو زړه خوړونکې انتظار ستاسو دواکمنۍ لپاره او دجدید اسلامی نظام او عمری عدالت د راتګ لپاره پای ته ورسید. اوس خو وینۍ چی د افغانستان ولس مو لکه د سترګو رانجه داسی په سترګو پوری کوی.

    ولس ته پکار ده چی اوس شپه او ورځ د شکرانې لمونځونه وکړی که څه هم ښايی ددې لویی لاسته راوړنې شکر پدی دنیا پوره نه کړای شی ځکه چی ولس نور څه غواړی. او لکه د ملا مډاسن په خبره نور چیشی غواړۍ؟

    یو کیسه رایاده شوه.
    وايی چی یو بادار له ځانه سره نوکر یا غلام ساتلې و. او یوه خولۍ یا ټوپۍ يی ورته یو وخت کی اخستی وه خو نور له هرډول نعمتونو نه محروم و او په مړه ګیډه وچه مړۍ هم ورته نه رسیده. نوکر خپل بادار ته ویلي و چی نو ډیر په تنګ شوی یم او غواړم چی په بل چا می خرڅ کړه. بادار يی ورته په ځواب کی ویلی وو چی ولی په سر سرتور يی، خولۍ دی نشته؟

    نو ریښتیا هم ستاسو په راتګ د افغانانو ارمانونه پوره شول او نور افغانان چیشی غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب