جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامنیت شورا به نن د افغانستان په اړه "ځانګړې غونډه" وکړي

امنیت شورا به نن د افغانستان په اړه “ځانګړې غونډه” وکړي

تاند:( چارشنبه، د کب ۱۷) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال دفتر (یوناما) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به نن په نیویارک کې د دې شورا په مرکزي دفتر کې جوړه شي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به د امنیت شورا غړو ته د دغه هېواد د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

یوناما ویلي چې د امنیت شورا غونډه به د ملګرو ملتونو له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د لويديځو سرچينو د رپوټونو له مخې، د ښځو مسله په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه لرله.

په دې غونډه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بنټ، د طالبانو حاکم رژیم د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، پخوانیو امنیتي ځواکونو او حکومتي منسوبینو، قومي او مذهبي اقلیتونو او نورو افغانانو د بشري حقونو په پراخ نقض تورن کړل.

هغه له نړیوالو وغوښتل، چې د طالبانو له لوري د افغانانو د بشري حقونو د نقض پر وړاندې متحد او لاس په کار شي، کنه د بشري حقونو نقض په افغانستان کې په یوه عادي چاره بدله شوې ده.

طالبانو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې په اړه څه نه دي ویلي او د راتلونکې غونډې په اړه یې هم دریځ نه دی روښانه.

طالب مطبوعاتي ویاندویان اکثره وخت د بشري حقونو او هر ډول نورو سرغړونو ادعاوې ردوي او برعکس ادعا کوي، چې د نړۍ تر بل هر هېواد یې بشري حقونه ښه تامین کړي او خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...