چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهایران ط ته؛ له سیمې بهر حل لارې مه ګورئ، د سیمې...

ایران ط ته؛ له سیمې بهر حل لارې مه ګورئ، د سیمې هېوادونو سره مخته لاړشئ

تاند:( چار شنبه، د کب ۱۷)  په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست او د کابل لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د طالبانو رژيم ته په خطاب کې ویلي، چې له سیمې بهر د حل لټول به ورسره مرسته ونه کړي.

نوموړي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو له لومړنۍ ګډې غونډې وروسته په خپله ټویټر پاڼه دا غوښتنه کړې ده.

قمي د یادې غونډې د عکسونو له خپرولو سره لیکلي: (( د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د ښځو د حقونو د تامینولو پر لور د افغانستان د سرپرست حکومت حرکت به د سیمې د هېوادونو له هرکلي سره مخ شي).

نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره د سرپرست حکومت ګډ کار د افغانستان د ستونزو د حل ښه لاره کیدای شي.

ایراني استازي په روښانه ټکیو نه دي ویلي، چې آیا هېواد یې او د سیمې نور هېوادونه دوی سره د طالبانو د حکومت له اړیکو ناراضه دي کنه؟

ایران او د سیمې نور هېوادونه په وروستیو کې په داسې خبرو داسې ښيي، چې ګواکې د طالبانو رژیم د دوی پرځای لویدیز سره اړیکو او تعامل ته لومړیتوب ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی