چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونههند افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم ورکوي

هند افغانستان ته ۲۰ زره ټنه نور غنم ورکوي

تاند(چهارشنبه، د حوت۱۷ مه) هند او د منځنۍ اسیا ۵ هیوادونو د سې شنبې په ورځ په نوي ‌‌ډیلي کې په خپله غونډه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه باید د هیڅ راز تروریستي فعالیت لپاره کار وانه خیستل شي.

دوی په عین حال کې په کابل کې د یوه حقیقي ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه چې د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی کوي.

په نوي ډیلي کې د هند او منځنۍ اسیا د ګډ کاري ګروپ په غونډه کې د هند حکومت اعلان وکړ چې افغانستان تهبه د ۲۰ زره ټنه نورو غنمو مرسته وکړي او دا غنم به د ایران د چاه بهار بندر له لارې ولېږي.

پاکستان اجازه نه ورکوي چې هند د دغه هیواد له لارې افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

تر دې وړاندې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې ده.

د هند او د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د غونډې په پایزه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه او استازندوی سیاسي جوړښت پر اړتیا ټینګار شوی چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی کوي او د تعلیم په شمول د ښځو، نجونو او لږکیو مساوي حقونه رعایتوي.

1 COMMENT

  1. بې هوکړې ترانزیت؛ د بلخ له لارې ۱۷۵ پاکستاني لارۍ منځنۍ اسیا ته تللي (د متن ځینې برخی) د اوسنې غنمو په اړه)
    https://taand.net/?p=221915

    دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له افغانستان سره د دغه ترانزیت په اړه کوم مذاکرات او پریکړې نه دي کړي.
    د پرزول شوي جمهوري نظام چارواکو پاکستان نه، د افغان خاورې د دغسې ترانزیت په بدل کې د هندوستان واګې بندر ته د افغان سوداګریزو توکیو لپاره ترانزیتي لاره غوښته.
    د طالبانو له واکمنیدو سره، طالب چارواکي یوازې له دې اړخه د عوایدو په ترلاسه کولو خوشاله ښکاري.
    د دوی له بیا- بیا اعتراضونو سره- سره، پاکستان په ځلونو- ځلونو خپلې خاورې ته د افغان سوداګریزو توکیو د لېږد مخنیوی کړی، چې له امله یې لسګونه لارۍ تازه مېوه خرابه شوې او افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب