پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+ولسونه د نړيوال سياست قربانيان دي

ولسونه د نړيوال سياست قربانيان دي

سپين روان نورزی

((دنیا په کلي بدله شوې ده)) دا خبره په عامو خلکو کې هله ډېره مشهوره شوه چې انټرنېټ ته يې لاسرسی ډېر شو او د نړۍ له هر کونج څخه يې په هماغه شېبه په ډېرې اسانۍ معلومات تر لاسه کول. دا يوازې د عامو خلکو له نظره ده، که لږ دقت وشي، له نړۍ يوازې د معلوماتو په اساس کلی نه دی جوړ شوی، د معاملاتو او راکړې ورکړې په له مخې هم نړۍ په کلي بدله شوې ده.

معمولا په کليو کې ځينې خلک ډېر بډايه، ځينې لږ بډايه، ځينې د کسبونو، ځينې د کمالونو خاوندان وي، ځينې غريب وي او ځينې بې وسه وي، همدا ډول د نړۍ ((حکومتونه)) هم دي. دلته زه د حکومت کلمه ځکه کاروم چې ستونزه د ولسونو او يا د دولتونو چې جغرافيه يې هم جز ده، نه ده، بلکې ستونزه د حاکمانو او سياستوالو او د حکومتوالو ده. په اوسنيو شرايطو کې چې د اوکراين د جګړې پر سر نړۍ په دوو برخو ويشل شوې ده، دا تميز او توپير ډېر ښه کېدای شي.

هغو کسانو چې په کلي کې ژوند کړی او يا اوس هم په کليو کې اوسېږي، په دې پوهېږي چې په کلي کې کوم نزاکتونه او مجبوريتونه دي چې ټول کليوال مناسبې کليوالۍ ته هڅوي، همدا ډول اوسنۍ نړۍ هم ده، په کلي کې ځينې دومره شتمن او د کمالاتو څښتن وي چې ټول کليوال مجبور وي کليوالي ورسره وکړي او ځينې نازونه او نخرې يې هم په سر يوسي، ځکه هر کليوال يې په شکل د اشکالو د هغو تر احسان لاندې او قرضداره وي. کله چې په کلي کې دويم کس د لومړي کس د سيالۍ جوګه کېږي، نو لومړی کس ورته ډول ډول توطيې جوړوي له خپلو متحدانو مرسته غواړي او مشروطې مرستې ورسره کوي ترڅو سيال يې له ده سره د سيالۍ وړتيا پيدا نه کړي، که لاس يې ورته ورسيږي، حتا د کورنۍ د غړو له خولې يې ډوډۍ هم راباسي.

همدا کانې په (۲۰۱۸) زيږديز کال کې امريکا په ترکيې هم وکړې، ظاهراً د ترکيې او امريکا د يوه پادري ( مذهبي عيسوی) پر سر چنۍ پيل کړې خو دې چنيو په اصل کې د ترکيې غصه د امريکا په وړاندې ښکاره کوله، ځکه په (۲۰۱۶) کال کې د ترکيې د حکومت په وړاندې کودتا په اړه ويل کېږي چې امريکا تحريک کړې ده، خو ترکيې غوښتل چې ځان مستقل کړي او د امريکا د دښمنانو سره ملګرتيا پيل کړي، امريکا يې هم د دې سرغړونې په ځواب کې په نړيوال مارکېټ کې د ترکيې پيسې په يوه ورځ کې پنځه څلوېښت سلنه راټيټې کړې.

په دې وروستيو کې ايران هم تقريبا کوښښ کوي چې دومره له روسيې سره، چې د امريکا غښتلی سيال دی، ځان نيږدې کړي چې د امريکا لپاره په سرخوږي بدل شي، خو دوی دې ته پام نه و چې د دوی تجارت او راکړه ورکړه د امريکا او د هغه له متحدينو هم اغېزمنه ده.

ايران دې ته خوشاله و چې د دوی  ډرون (بې پيلوټه الوتکې) د اوکراين جګړه کې ښه مارکېټ پيدا کړی او روسيه هره ورځ ترې په کافي اندازه ډرون اخلي خو دې ته يې حساب نه کولو چې که چېرې امريکا او لويديځوال په دوی راکړه ورکړه منع کړي او يا خپلې منابعې پرې بندې کړي، د دوی د پيسو حالت به کوم ځای ته ورسيږي.

اوس خبره دا ده چې که ايران په خپل پلان سمه محاسبه کړي وي نو دوی به يو دم د پيسو د ارزښت په تناسب د ولس عايد لوړ کړي، او د خپل ولس خوله به ور وتړي، که محاسبه يې نه وي کړي نو بيا دوه انتخابه لري، لومړۍ دا چې سياستوال يې په سياست کې بنيادي بدلون راولي او يا به د خپل ولس په مقابل کې ودريږي، د ولس په مقابل کې درېدل هم دوې لارې لري، يا به ولس په کاذبو قناعتونو په لوږه وژني او يا به هغه وسله چې دوی يې ولس ته د هېواد او ولس د ساتلو لپاره په ملي ورځو کې ورښکاره کوي، په هماغه وسله به خپل ولس وژني، ځکه دوی بله چاره نه لري يا به حکومت ساتي يا به ولس ساتي.

1 COMMENT

  1. ولسونه د نړيوال سياست قربانيان دي !
    ولسوونه په نړۍ کې له ۳۱۹۹ ، ۳۲۰۰ کالوونو راهیسې د غربي اروپا په اور کې سوزېګي! د داکتر اریک کلان د څېړنو پر بڼسټ:

    1177 B.C.

    1177v.C

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب