Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبې هوکړې ترانزیت؛ د بلخ له لارې ۱۷۵ پاکستاني لارۍ منځنۍ اسیا...

بې هوکړې ترانزیت؛ د بلخ له لارې ۱۷۵ پاکستاني لارۍ منځنۍ اسیا ته تللي

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د بلخ د ریل پټلۍ ادارې رئیس “محمد شفیق محمود” وایي په تېرو لسو میاشتو کې له پاکستان څخه ۱۷۵ زره ټنه کچالو، نارنج او تېل منځنۍ اسیا ته د افغانستان د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ له دغو ترانزيټي توکو څخه يو ميليون او ٧٥٠ زره ډالره ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوولین او د دغه ولایت سوداګر له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې پر تعامل او ښو اړیکو ټینګار کوي.

دوی وايي که ګاونډي هېوادونه خپل سوداګريز توکي د افغانستان له لارې بهر ته لېږدوي، نو بايد اجازه ورکړي، چې افغاني توکي د خپلې خاورې له لارې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس احمد شکیب اکبري وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې به د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا او د هغوی د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.

نوموړی زیاتوي، سوداګریزې ګټې باید د سیاست قرباني نه شي، ځکه دا دوه مسایل جلا دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له افغانستان سره د دغه ترانزیت په اړه کوم مذاکرات او پریکړې نه دي کړي.

د پرزول شوي جمهوري نظام چارواکو پاکستان نه، د افغان خاورې د دغسې ترانزیت په بدل کې د هندوستان واګې بندر ته د افغان سوداګریزو توکیو لپاره ترانزیتي لاره غوښته.

د طالبانو له واکمنیدو سره، طالب چارواکي یوازې له دې اړخه د عوایدو په ترلاسه کولو خوشاله ښکاري.

د دوی له بیا- بیا اعتراضونو سره- سره، پاکستان په ځلونو- ځلونو خپلې خاورې ته د افغان سوداګریزو توکیو د لېږد مخنیوی کړی، چې له امله یې لسګونه لارۍ تازه مېوه خرابه شوې او افغان سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...