(د ورځې ضرورت که د رسميت پيژندلو پر لور ګام)
د طالبانو پخواني امارت ته په کتو او د ۲۰۲۰ کال د اګست له ۱۵مې وروسته داسې انګيرل کېده چې ښايي ايران له طالبانو سره مخامخ او ژر روابطو ټينګولو ته حاضر نه شي. دوی په وار-وار په غير مستقيمه توګه له مقاومت جبهې ملاتړ وکړ او آن داسې هڅې يې هم وکړې چې دوی خبرو ته سره جرګه کړي، خو بريالي نه شول. د دواړو طرفونو ترمنځ څو ځله په پوله اخ و ډب هم رامنځته شو چې دواړو طرفو ته يې مرګ ژوبله هم درلوده، بل لوري ته هلته په ايران کې مېشت افغان مهاجر ورځ تر بلې دلته (افغانستان) کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله په زياتېدو ؤ/دي. د افغانستان او ايران تر منځ پراخې سوداګريزې اړيکې هم د يوه رسمي تار درلودلو غوښتنه درلوده او ايران ته هم د اوکراين په نه شتون کې افغانستان او سيمه د خپلو تيلو صادرولو لپاره ښه بازار دی. د نوي کال په پيلېدو سره هم شايد د اوبو پر سر ښکیلتیا رامنځته شوې وای نو ښه وه چې دوی يو رسمي او ځواب ويونکی آدرس درلودلای وی.
پورتنيو مواردو ته په کتو موږ هڅه وکړه دغه موضوع ښه وڅارو او په اړه يې لنډ مالومات له تاسې سره شريک کړو.
کوم لاملونه سبب شول څو ايران د افغان سرپرست حکومت سره نیغ په نېغه اړيکو ته زړه ښه کړي؟
• د داعش پر خلاف د طالبانو او ايران يوشان دريځ: داعش چې سيمې او ايران ته يو ګواښ دی او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش ضد وروستيو عملياتو نه ايران راضي ښکاري او که افغان سرپرست حکومت د داعش مخه ونيولی شي ايران يې له شره په امان پاتې کېدای شي.
• په ايران کې د مېشتو افغان ګډوالو ستونزې: د افغان جمهوريت له سقوط وروسته په ايران کې د جمهوريت د وخت سفير له لومړيو سفيرانو نه و چې دنده يې پرېښوده او هلته نور پاتې ډیپلوماټان د افغان مهاجرو د ستونزو حل کولو جوګه نه و او ستونزې په ريکارډ بڼه په ډېرېدو وې چې حتا د ځينو افغان ګډوالو د سيځلو شاهدان هم و. د ايران بهرنيو چارو وزارت په خپره شوې اعلاميه کې هم داسې راغلي و چې طالبانو ته د سفارت سپارل ددوی داخلي موضوع ده او هېڅکله د رسميت پيژندلو په مانا نه ده.
• د افغانستان او ايران تر منځ سرحدي ستونزې: د افغانستان او ايران اوږدې پولې او په کې رامنځته کېدونکې وخت ناوخته پوځي ښکلتيا دا غوښته تر څو يو آدرس شتون ولري چې راپيدا شوې ستونزې په وخت حل کړي او د ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونيولی شي.
• د اوبو مسئله: اوبه هم یو له هغو لاملونو و چې افغانستان او ايران يې په دیپلوماتیکه اړيکه کې سره نږدې کړل. کال په کال ډېريدوکې وچکالۍ او کمال خان بند هغه څه و چې ايرانی لوری يې د سيستان په حوزه کې د اوبو کمښت دوی وهڅول تر څو له رسمي لارې دې ستونزې ته لاس په کار شي. خو برعکس افغان لوري په وار-وار وويل چې دوی د شهيد موسی شفيق معاهدې ته ژمن دي او د بيا خبرو کولو نه په شا شول.
• افغانستان او په ځانګړې توګه لويدیځې سيمې د ايران تجارت لپاره مهمې دي: کله چې اوکراین د روسيې خلاف جګړې ته ووت افغانستان او نوره شاوخوا سيمه د ايران تيلو په سيمه کې ښه بازار وموند او ځو ځله ايران د افغانستان د لوړپوړو چارواکو کوربه و. او هم د افغانستان لويديځې سيمې د ايران لپاره ښه سوداګريز مارکيټ دی.
• د فلسطين په مسئله کې د ايران او افغان سرپرست حکومت فکري يووالی: که څه هم دا مهم دليل نه بريښي خو بيا هم د سفارت سپارلو اړوند کولی شي دوی نور هم سره نږدې او د اسراییلو په ضد سره متحد کړي. ايران هر وخت حماس ډلې ته توغوندي ورکوي او افغان لوری هم د فلسطين په موضوع کې دخيل ښکاري.
• د امريکا له وتلو وروسته ايران لا هم په دې هڅه کې دی چې سيمه د ودې په حال کې وښيي، يو ډول څرګنده کړي چې د امريکا په نه شتون کې هم هېوادونه کولی شي سياسي اړيکې ولري او د ستونزې د حل کولو لپاره سيمهييزې حللارې وړاندې کړي. ايران د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو په ځان راټولولو سره غواړي دا وښيي چې يو سيمهييز قدرت دی که څه هم ايران د دې کار کولو لپاره له داخلي اړودوړ او اقتصادي ځوړتيا سره مخ دی.
• ايران غواړي د خپلو ديپلوماتانو مصؤنيت ډاډمن کړي او د ۱۳۷۷ کال پېښه تکرار نه شي چې په مزارشريف کې د ايران په قونسلګرۍ کې يې په يوه بريد کې ۸ ديپلوماتان او يو ايرانی خبريال وژل شوي و¹. داسې فکر کيږي چې د رسمي اړيکو په درلودلو سره دوی کولی شي په کابل او نورو ولايتونو د خپلو ديپلوماتانو له حاله په وخت خبر شي او ورته شته خطرونه کابو کړي.
• شمالي ټلوالې ته په دې مانا ده، چې نور مو ملګرتيا تر همدې ځايه وه که څه هم دوی د مقاومت جبهې په ځواب کې ويلي چې دا د افغانستان داخلي مسئله ده او د رسميت پيژندلو په مانا نه ده خو کېدای شي دا په ظاهر کې اوسي ځکه ايران په افغانستان کې هېڅکله د حکومت مخالف لوری يوازې نه دی پرېښی او په يو نه يو ډول يې د ملګرتيا تار ورسره غزولی.
• ايران له امريکا سره ژور او تاريخي مخالفت لري او افغانستان ته راتګ او دلته د طالبانو ورسره ټکر او ورسته اېستل يې هم کولی شي ايران او افغان سرپرست حکومت سره نږدې کړي.
_________________________
¹- محمد ابراهيم عطايي، د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه.
عبدالرحمن همت او مرتضیٰ حميدي