دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهحاکم رژیم: د ټاپي پروژې پيلولو ته چمتو یوو

حاکم رژیم: د ټاپي پروژې پيلولو ته چمتو یوو

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د طالبانو د رژيم د کانونو او پټرولیم وزارت وایي له ترکمنستان څخه پاکستان او هندوستان ته د ګازو د لېږد( ټاپي نل لیکې) د پروژې پيلولو ته چمتو دي.

د دغه وزارت د ویاند همایون افغان په وینا، د دې پروژې د پيل پر وړاندې خنډونه په افغانستان کې نه؛ بلکې له افغانستانه د باندې د پروژې د غړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي او حقوقي ستونزې دي.

د ترکمنستان د ګازو نل لیکه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۳ مه په عشق آباد کې پرانیستل شوه، دا د څه باندې ۶،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه ده او ۱۸۲۹ کیلومتره اوږدوالی لري.

شنونکي باور لري، چې افغانستان د جمهوري نظام پر مهال هم د یادې پروژې عملي کولو ته چمتو و، خو د دې پروژې په اړه د پاکستان او هندوستان خپلمنځي ستونزې د پروژې د ځنډ سبب شوې وې.

1 COMMENT

  1. زما په شخصی نظر او هغه معلومات چې د رسانیو نشراتو څخه مې تر لاسه کړی ترڅو د پآکستان او هندوستان ترمینځ ددې پروژه په اړه ځانګړی تړون د تطبیق لپاره ترسره نشی امکان نلری خکه پاکستان تل له اقتصادی او پراختیا پروژو په وړاندی سیاسی ګټه پورته کوی نو هند نشی کولای چې لدی پروژه ګټه پورته کړی نړیوال او بیا هغه نړیوال او نور داخلی بانکونو چې پدی پروژه باندی پانګونه کړی باید د پاکستان د پوځ او استخبارتو نظر له ځان سره ولری ځکه په پاکستان اقتصادی او سیاسی پریکړی د دوی په لاس کې دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب