پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملاحنفي اسلامي هېوادونه یو ځل بیا افغانستان کې پانګونې ته وبلل

ملاحنفي اسلامي هېوادونه یو ځل بیا افغانستان کې پانګونې ته وبلل

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د کانونو د رااېستلو، د انرژۍ تولید، مواصلات او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي په دې لیدنه کې وویل، چې د دوی له واکمنیدو سره په افغانستان کې اداري فساد ختم او د نشه یي توکو کښت، قاچاق او سوداګري چې د ټولې نړۍ لپاره لوی مصیبت وو، منع شوي دي.

هغه وویل، که د O.I.C ناستو ته په بېلابېلو کچو د طالبانو استازي وروبلل شي او له هغوی سره سلاوې وشي او مستقیما یې نظریات واورېدل شي، نو اغېزناکې پایلې به ولري.

د حنفي دفتر وایي، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دې سازمان د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ ناستې  په اړه چې په هغه کې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ټينګار وشو ، معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د بشري مرستو پر دوام سربېره په نورو برخو کې او له هغې جملې د پراختیایي پروژو د مرستو ټينګار هم وشو او پرېکړه وشوه چې یو فني او تخنیکي ټيم دې د افغانستان د نورو اړتیاوو د ارزونې لپاره واستول شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د اسلامي علماو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

3 COMMENTS

  1. که څه هم حنفی په نسبی ډول ویښ او منطقی ښکاری او شخصی نظر او تمایلاتو په اختلاط ، دین
    نه ګکړ کوی باید لکه خلفای راشده د ملت او امت علماوو ته ووایی که موږ چیرته ضعف یا انحراف لرو تاسی دا حق لری چي موږ یعنی امراء متوجه کړی تر څو خپل دروند مسئولیت صحیح اداء کړو ،اول باید دا ثابت کړو چي موږ د انسانی او اسلامی نړۍ سالم او مفید غړی یو ، موږ د نورو خبره
    اورو ، مادی او معنوی تعاون ته اړ یو،لمړی روابط عادی کول بیا غوښتنې ۰
    مع الاسف د امارت جاده یکطرفه ده هم د ملت او هم د نړیوالو لپاره،له نورو غوښتنی لری خو خپل
    مسئولیتونه نه پیژنی ، د علماوو راتګ هم ډهمدی مشکل د حل لپاره دی ۰

  2. ډاکتر صیب دین د فشار قدرت ساتلو او حکومت کولو یوه اله ده ! هیڅ وخت به تر اخره نه چلیږي ، چیرې‌چې طبعي علوم وي نو ایدیالیزم او استعماري افکار هلته ځای نلري ! دین دغیرې علمي ، مسکینې او بیسواده ټولنې لپاره ښوره ده !

  3. د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت لدی غونډی پخوا د ملګری ملتونو ځانګړی استازی مرستیال مارکس پوتزل سره کتلی او ښاغلی پوتزل بیا د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلی لدی معلومیږی چې اسلامی سازمان هم د پاکستان او امریکا، ملګری ملتونو د غوښتنو په نظر کی نیولو سره کار کوی که څوک وایی چې درواغ وایی نو بیا د سپوږمۍ ایف ایم راډیو سایټ څخه کتنه وکړی پوه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب